فبروري 28, 2021

ولسمشر ټرمپ په ټاکنو له درغلیو وېره څرګنده کړې

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بایللو له ویرې په ټاکنو کې د درغلیو ویره څرګنده کړې.
په “پنسلوانیا” کې د لاریون ګډونوالو ته په خطاب کې ، ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خندا (طنزیه توګه) وویل، چې د پایلو نیټه باید وغزول شي، ترڅو نور خلک هم رایه ورکړي.
هغه وویل، چې د نتایجو ځنډول ناهیلې کوونکي دي، کله چې یي وخت ؤو، نو خلکو ته د رایه اچوني موقع ولې ورنه کړی شوه، درغلي به د ۳ نومبر په جریان کې ترسره کېږي، چې دا موقع ستره محکمه ورکوي.
د امریکا ولسمشر وویل، کاش ستره محکمه زما سره ښه چلند ته دوام ورکړي او خپله پرېکړه د ٣ د نومبر په هکله ډاګیزه کړي. ټول سره یو شئ، د رایې ورکولو حوزو ته لاړشئ او خپل ماتحت افسران راوباسئ ترڅو خپله رایه وکاروئ.
ټرمپ زیاتوي:

زه نېکمرغه یم، چې ستاسو ولسمشر یم.

که د پنسلوانیا پایلي د جمهوري غوښتونکو په ګټه وي، نو بریا به تضمین شي.
د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ ټاکنې د نومبر په ۳ نیټه کېږي او تمه ده، چې د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او دیموکراټانو کاندید “جو بایډن” تر منځ به نږدې سیالي وي ،دا په داسې حال کې ده، چې د عوامو په ټولپوښتنې کې ډونالډ ټرمپ د هغه سیال جو بایډن څخه وروسته دی.
د یادونې وړ ده، چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوهم ځل لپاره د جمهوري غوښتونکي کاندید دی. هغه په ​​۲۰۱۶ کال کې “هیلري کلنټن “ته ماتې ورکولو وروسته ولسمشر وټاکل شو، که څه هم؛ هغه وخت ټرمپ مشهور رایو کې له “هیلري کلنټن” څخه وروسته پاتې و.
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




د پاکستان په سوپرلیګ کې مجیب ځدران ښه نه لوبیږي

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې نامتو لوبغاړی مجیب ځدران، چې د پاکستان سوپرلیګ کې د پېښور زلمي لوبډلې سره لوبیږي، تر دې دمه یې درې لوبې ترسره کړې دي، چې ... نور ولولئ