طبي ډله: ټرمپ دوه ځله په وینه کې د اکسیجن له کموالي سره مخ شوی

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ روغتیا په مسلسه توګه مخ په ښه کېدو ده، که څه هم هغه دوه ځله په وینه کې د اکسیجن له کموالي سره مخ شوی.
د سپینې ماڼۍ طبي ډلې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وضعیت په اړه لنډ معلومات ورکړي. دوی ویلي چې د هغه د اکسیجن کموالي له امله د «ضمیمه اکسیجن» وړاندیز شوی ؤ.
طبي ډله وايي، ولسمشر ټرمپ د جمعې له سهار راهیسې تبه نه لري ،د درملنې دویم خوراک یې بشپړ کړی دی.
سپینه ماڼۍ وايي، د ټرمپ د ځیګر او پښتورګو سیسټم په ښه توګه کار کوي او ولسمشر ټرمپ ممکن د دوشنبې تر سهار له روغتونه راستون شي.
سپینه ماڼۍ وايي، راتلونکي ۲۴ ساعته به د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ لپاره،چې په کورونا وایروس اخته دی، خورا مهم وي.
د سپینې ماڼۍ د کارکوونکو لوی رییس «مارک میډوز» په وینا، ولسمشر د تیرو ۲۴ ساعتونو لپاره په یوه جدي وضعیت کې دی، خو دا لا روښانه نده چې د هغه روغتیا به څومره وخت ونیسي.
له بلې خوا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روغتون څخه یوه ویډیي اعلامیه خپره کړي، چې پکې یې ویلي: د پخوا په پرتله ښه احساس لري، خو راتلونکي څو ورځې د کورونا څخه د رغیدو لپاره اصلي ازموینه ده.
په یوه ویډیي بیان کې، ولسمشر ټرمپ هیله څرګنده کړي، چې ډېر زر به د کمپاین چارو ته راستون شي.
د ډاکټرانو په وینا ، ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ تبه نه درلوده ، نوموړي ته د درملنې، درمل هم ورکړل شوي دي.
د متحده ایاالتو رسنیو په حواله، ولسمشر ټرمپ ته د جمعې په ورځ روغتون ته د انتقال کېدو دمخه باید اکسیجن ورکړل شوی وای.