افغانستان انتخابات سیاست

د نبیل ژوند ته کتنه؛ دا ولسمشریز نوماند غني او اتمر ته سخت غوسه دی

لیکنه: بشر درویش

د ولسمشریزو ټاکنو یوه نوماند او د ملي امنیت پخواني ریس رحمت الله نبیل دا ځل بیا پر ولسمشرغني او خپل مخکیني او اوسني رقیب حنیف اتمر توندې نیوکې کړي.
نبیل په یوه تازه خپره کړې مقاله( د خلکو پر وړاندې باید ځواب ویونکي اوسو!) کې دا نیوکې مطرح کړي.
په دې مطلب کې به د دغو نیوکو ترڅنګ د نبیل ژوند او سیاسي هڅو ته کتنه وشي.

د جنرال جرئت مسئله
د یاران په یوه پروني مطلب کې به مو د حکومت او جنرال جرئت د جنجال په اړه لوستي وي، چې حکومت د خپل دغه مخکیني لوړپوړي امنیتي مقام کور محاصره کړی او د دولتي وسایطو د سپارلو او وسلو غوښتنه یې ترې کړې وه.
رحمت الله نبیل دې مسئلې ته د حکومت لخوا د یوه انتخاباتي ټیم د ننګولو په سترګه کتلي.
ده د جرئت نوم نه دی اخیستی، خو په کنایوي ډول یې ویلي چې حکومت په وروستیو کې له عدلي او قضایي قوې او ځانګړو ځواکونو څخه پر خپلو سیاسي مخالفینو د فشار په توګه ګټه اخلي.

د یادولو وړ ده، چې جنرال جرئت د حنیف اتمر د ټاکنیزې ډلې ملګری دی.

نبیل دې ته په پام سره، چې پر ښاغلي جرئت د پاکستان د ملاتړ تور پورې دی؛ وایي پر دې ټول پوهیږو چې که د دې ښاغلي وسلې او وسایل واهم خیستل شي، دی یې پروا نه کوي؛ ځکه یو نږدې ګاونډوی به په خپلې مهربانۍ سره دې ښاغلي ته تر هغه څو چنده غوره تجهیزات ورکړي.
نبیل په دغه لیکنه کې په کنایوي ډول د حنیف اتمر ټاکنیز ټیم مخاطبوي او ترې پوښتي، چې د بریالیتوب له ادعاوو سره ولې د یوه زورواکي( اشاره یې جنرال جرئت ته ده) راوځئ.

د یادونې وړ ده، چې د حنیف اتمر د ټاکنیز ټیم لومړي مرستیال یونس قانوني د جرئت د کور تر محاصرې وروسته د هغه په ملاتړ غونډه وکړه او حکومت ته یې د خبرداري په بڼه وویل: پنجشیری څوک په پټکو نه شي وېرولی.

پر اتمر د زړو تورونو تکرار
د حنیف اتمر او رحمت الله نبیل ناندرۍ د ملي یووالي حکومت له پیل سره پیل شوې دي. نبیل هغه وخت د ملي امنیت لوی ریس او حنیف اتمر د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار و.

اتمر د کار له پیل سره د ځینو په اند د همغږۍ د پیاوړتیا او د ځینو په اند د واک د انحصار لپاره د ملي امنیت شورا دفتر ډېر ځواکمن او د ملي امنیت د لوی ریاست په ګډون ټول امنیتي سکتور د خپل دفتر تابع کړ.

جنرال جرائت د حنیف اتمر د ټیم ملاتړی دی

اصلا پر همدې او ظاهرا د نبیل په ادعا له پاکستان سره د اتمر د نیږدې اړیکو او حتا ورسره د استخباراتي تړون د پلان له کبله نبیل له دندې استعفا ورکړه.

له استعفا سره نبیل او اتمر یو د بل خلاف یوه سخته پټه رسنیزه جګړه پیل کړه، چې یو بل یې په سختو تورونو تورن کړل.

په نوې لیکنه کې نبیل بیا پر اتمر زاړه تورونه تکرار کړي.

ده له نوم اخیستو پرته په کنایوي ډول اتمر تورن کړی، چې له بهرنیو استخباراتي سره د اړیکو او میلیوني فساد پراخې دوسیې لري.

همدا شان یې تل د افغانستان د ملي حاکمیت او ارضي تمامیت پر وړاندې خنډ یاد کړی او پر حکومت یې نیوکه کړې، چې داسې خلک یې څنګ ته ساتلي وو.

نبیل حکومت ننګوي، چې که ریښتینی وي نو د فساد، غلا او جاسوسۍ دوسیې دې، پرته له دې چې څوک په کوم انتخاباتي ټیم، اوسنى او يا هم پخوانى حكومتى موقف، قوم، ژبه او لوري پورې تړلي وڅیړي.

نبیل په تازه لیکنه کې په کنایوي ډول ډېر هغه تورونه اتمر ته حواله کړي، چې تر دې مخکې د ده تبلیغاتي شبکې په مختلفو بڼو پر نوموړي لګول. لکه:
– پاکستان سره د پټو معاملو او محرمو ټلیفونونو لرل.
– پر ډیورنډ کرښې د اغزن تار لګولو هوکړه.
– د کابل بانک په فساد کې ښکېلتیا.
– د داعش هڅونه او ملاتړ.
– د ۲۰۱۴ ټاکنو درغليزول.
– د غلطو تګلارو په وسیله د طالبانو د ودې زمینه سازي.
– د نظام له منځه د نظام وینې څښل.
– د معادنونو په قراردادونو کې ښکېلتیا.
– د ارګ موازي ادارې جوړول او …

نبیل، د حامد کرزي په حکومت کې د ملي امنیت ریاست ته راغلی و

پر نبیل تورونه
لکه چې وویل شول د نبیل او اتمر جنجال له دندې د ده د استعفا سبب شوه.
هغه مهال ولسمشر غني هم په دغه جنجال کې د اتمر خوا نیولې وه.
د نبیل د استعفا په ګډون د ده ځینې کارونه د اتمر او غني د ټیمونو له غبرګون سره مخ شول.
اتمر د خپل ظاهرا ارام شخصیت له مخې د نبیل تورونو ته خپله ځواب نه وایه، خو د خپلو نارسمي تبلیغاتي چینلونو په وسیله یې دا پسې تبلیغول:
– نبیل د کرزي پاتې شونی او د نوي حکومت د امنیتي اصلاحاتو خنډ و.
– نبیل په دنده کې ناکام، خپلسری، معامله ګر او د ملي امنیت له اوپراتیفي امکاناتو د خپلې شخصیت سازۍ لپاره ګټه اخیسته.
– نبیل د ۲۰۱۴ ټاکنو د بدنامولو، پاکستان ته د تابع کیدو او نورو مسئلو په تبلیغولو سره د ملي یووالي حکومت د تخریب رهبري د حکومت له منځه کوله.
– د کندوز سقوط د دې ولایت د ملي امنیت د نبیل پلوه مسولینو داخلي توطیه وه او …

د نبیل ژوند لیک
نبیل په ۱۳۴۸ لمریز کال د میدان وردګو ولایت په جغتو ولسوالۍ کې دې نړۍ ته راغلی.

هغه د ساختماني انجینرۍ په برخه کې زده کړې کړي او پر پښتو، دري او انګلیسي ژبو غږیدای شي.

هغه په ۱۳۸۳ کې د ملي امنیت شورا د دفتر د داخلي اړیکو مرستیال و.

تر هغه وروسته د ولسمشر د ساتنې د ګارد (PPS) لومړنی ریس او په ۱۳۸۹ کې د ملي امنیت عمومي ریس شو.

په ملي امنیت کې تر ۲ کلن ریاست وروسته نبیل بیرته د ملي امنیت شورا د دفتر مرستیال او په ۱۳۹۲ کې د ملي امنیت د لوی ریس اسدالله خالد له سخت ټپي کیدو وروسته بیا د ملي امنیت د لوی ریاست سرپرست شو.

نبیل د ملي یووالي حکومت له جوړیدو وروسته هم حه باندې یو کال د ملي امنیت لوی ریس و.

هغه تر ۱۳۸۱ مخکې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې سره ۱۰ کاله دنده ترسره کړې وه.

نبیل د ملي امنیت له ریاست څخه تر استعفا وروسته د افغانستان د خلکو محور په نوم یو سیاسي جریان رامنځته کړ، چې دی یې مشري کوي.

رحمت الله نبیل اوسمهال راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته د یوه ټاکنیز ټیم مشر دی

د نبیل په اړه عام قضاوتونه:
– نبیل وطن پرست او د پاکستان سرسخت مخالف دی.
– نبیل د خپلې دندې پر وخت د بهرنیو جاسوسانو او قانون ضدو پر خلاف داسې کوم څه نه دي کړي، چې اوس یې له حکومته د کولو غوښتنه لري.
– نبیل یو ملي او غیر متعصب شخصیت دی، د مفسدینو او جنګسالارانو خلاف دی.
– نبیل یو محافظه کار، معامله ګر او په نوم پښتون دی، ده د غني د ځپلو لپاره د جنبش روشنایي په نوم د هزاره فاشیستانو حرکت حمایه کاوه.
– نبیل د رهبرۍ وړتیا لري، استخباراتي مغز دی او افغانستان په همداسې خلکو له بحرانه وتی شي.
– نبیل بې خولې سړی دی، یوازې چوکۍ یې خوښیږي، د سیاست ډګر ته یې راتګ او د استخباراتي رازونو افشا کول خیانت و.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي