
ډونلډ ټرمپ چې د ولسمشرۍ ټاکنې یې له لاسه ورکړې د امریکا د سترې محکمې په اړه هم شکونه څرګند کړل.
د یوه نړیوال خبري اژانس د راپور له مخې؛ د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سترې محکمې په اړه شک څرګند کړی او ویلي یې دي:
ګمان نه کوم، چې د متحده ایالاتو ستره محکمه به په ټاکنو کې د درغلیو د تورونو قضیه واوري.
ډونلډ ټرمپ ویلي دي،چې هغه په سلګونو ثبوتونه/اسناد او شواهد لري، چې په ستره محکمه کې یې دوسیه کول ګران یا ستونزمن کار دی، خو هغه به د ټاکنو د پایلو په وړاندې خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.
د یادونې وړ ده، چې د نومبر په ۳ د ولسمشرۍ ټاکنو کې، بایډن د ولسمشر ټرمپ په وړاندې بې بریا مخکښ دی، چې ۳۰۶ انتخاباتي رایې لري، پداسې حال کې چې ټرمپ ۲۳۲ انتخاباتي رایې لري.
ټول انتخاب کوونکي به د دسمبر په ۱۴ په خپلو اړوندو ایالتونو کې د ولسمشر او مرستیال ولسمشر د انتخاب لپاره راوبلل شي.