انتخابات ژوند بڼه سرسکالو سیاست نړۍ

یوانکا ټرمپ، د ټاکنیزو کمپاینونو لپاره د بسپنې په راټولو کې ريکارډ جوړ کړ

ژباړه: عایشه حیدري

د امریکا د اوسني ولسمشر، ډونالډ ټرمپ لور د ولسمشريزو ټاکنو د مالي ملاتړ او بسپنې راټولونې په برخه کې د ډونالډ ټرمپ تاکنیزو کمپاینونو ته له ۳۵ میلیون ډالرو څخه زياتې پيسې راټولې کړې دي او د دغه هېواد د پخواني ولسمشر بارک اوباما ریکارډ چې په یوه شپه او ورځ کې یې د ټاکنيزو کمپاينونو د مرستو په راټولولو کې جوړ کړی وو مات کړ.

د اسپوټنیک د راپور پر بنسټ، د فاکس نیوز ټلویزیوني شبکې څخه په نقل، ایوانکا ټرمپ، د امریکې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لور د امریکې د پخواني ولسمشر بارک اوباما ریکارډ د مرستو په ټولولو کې مات کړ.
اوباما په ۲۰۱۴ کال کې د ټاکنیزو کمپاینونو پرمهال په یوه شپه او ورځ کې کې ۳.۸ میلیون ډالره راټول کړي وو، په داسې حال کې چې ایوانکا د روان کال په سپټمبر کې د امریکې د تکزاس ایالت په اوسټین ښار کې ۴.۵ میلیون ډالره راټول کړي دي.

د The Hill د راپور پر بنسټ، ایوانکا ټرمپ په دې توانیدلی چې یوازې په یوې وروستۍ اونۍ کې نږدې ۱۳ میلیونه ډالره راټول کړي.

وړاندې تر دې راپور ورکړل شوی وو چې ټرمپ په تاکنیزو لګښتونو کې له جو بایډن څخه وروسته پاتې ده. جو بایډن یوازې د سپټمبر میاشت په پيل کې نږدې ۹۵ میلیونه ډالره په ټلویزیوني اعلانونو باندې لګښت کړی دی. په داسې حال کې چې ټرمپ يوازې ۴۱ میلیون ډالره په دغې لارې کې لګښت کړی دی.

بلخوا جو بایډن په تاکنیزو کمپاینونو د مرستو په راټولولو کې د سپټمبر میاشتې په لړ کې د ۳۸۳ میلیون ډالرو راټولولو ريکارډ ایښی دی. خو ټرمپ د سپټمبر میاشتې په لړ کې یوازې ۲۴۷ میلیونه ډالره مرستې راټولې کړې دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عایشه حیدري ، کابل

تبصره مو ولیکئ