لیکنه او راټولونه
کېدای شي چې د سفر کلمه په بېلابېلو کلتورونو کې بېلابېلې معناوې او بېلابېل مفهومونه ولري. خو هر يوه معنا یې يوه ځانګړې او ټاکلې موخه لري.
په معمولي ډول د سفر موخه په يوه ټاکلي وخت کې د يوه ښه حس ترلاسه کول، مينه ناک ارامښت ته ځان رسول او د ستړيا او ستونزو نه ځان خلاصول وي چې له يوې سيمې بل ځای او سيمې ته د تګ له لارې ترلاسه کېدای شي.
سفر انسان ته د دې زمينه برابروي چې انسان خپلې سټرياوې، ستونزې او ذهني نارامتیاوې هېرې کړي او د يوې لنډې مودې لپاره د ورځنيو چارو له ستونزو او ستړياوو څخه چې هره ورځ په کاري ساحې او يا د کور په چاپيريال کې ورسره مخ کېږي لرې واوسي.
په افغانۍ ټولنه کې د سفر ارزښتناکې کلمې ته هغومره ارزښت نه ورکول کېږي او دا چې د سفر ارزښت ورته نه دی تشريح شوی، نو له همدې امله ډېری افغانان سفر نه کوي.
د دې ترڅنګ د ډېریو افغانانو لپاره د بېلابېلو لاملونو له امله د سفر کولو زمینه نه ده برابره او نه شي کولای چې په اسانۍ سره نورو هېوادونو او د هېواد بېلابېلو ولايتونو ته سفر وکړي، له بل لوري افغانان د سفر لګښت ته د اوږې ورکولو توان هم نه لري.
او له همدې امله هم د سفر کولو کلتور په افغانۍ ټولنه کی ډېر نه دی دود. دا چې په افغانۍ ټولنه کې ورځ تر بلې ژور خپګان ډېرېږي يو اصلي او اړين لامل یې همدا سفر نه کول دي.
د دې لپاره چې له ژور خپګان او نورو رواني ستونزو ځان وژغورو نو غوره ده چې سفر د خپل ژوند يوه برخه جوړه کړو او زموږ د ژوند په مهال ويش کې يو ځانګړی ځای ولري، ځکه د سفر په واسطه کولای شو چې خپل فکر تازه کړو او د يوې لنډې مودې لپاره د ژوند له ټولو ستونزو او بوختياوو لرې، ارام او هوسا ژوند وکړو.
که څومره ډېر سفرونه وکړو هغومره ډېر له ژوند خوند اخيستلای شو او موږ ته ژوند کول خوند راکوي.
که يو انسان د ورځنیو ستونزو له امله سفر وکړي او د يوې مودې لپاره د ژوند له ستونزو نه لرې پاتې شي وروسته تر دې چې له سفر نه راګرځي له ژوند سره به د پخوا په پرتله ډېره مينه ولري او له خورا انرژۍ او پياوړي هوډ سره به بېرته خپل پخوانی ژوند پيلوي او تر پخوا به بريالی وي.
د روغتياپوهانو له نظره سفر کول د انسان په ذهني کړنو ډېرې مثبتې اغېزې لرلای شي. ارواپوهان په دې باور لري چې سفر کول بېلابېلې ناروغۍ، رواني او عصبي ستونزې له منځه وړي.
په هغې نړۍ کې چې موږ ژوند کوو ټول وګړي یې له اروايي کړاوونو، ژورخپګان، سټرس او نارامتیا سره مخ دي او ستونزې او ستړياوې د هر چا په ژوند کې شته، نو غوره به وي چې انسانان د خپلو ستونزو د له منځه وړلو او د خپلو ذهني فشارونو د لرې کولو لپاره د درملو پر ځای له سفر څخه ګټه واخلي.
د لیکنې په پورتنیو برخو کې مو يادونه وکړه چې سفر کول د انسانانو لپاره څومره ګټې لري، د لیکنې په دې برخه کې د سفر ځینې ګټې د په لنډو ټکو درته لیکو.
۱ – د سټرس او ستونزو کچه ښکته راوړي.
۲ – رواني او روحي ستونزې له منځه وړي.
۳ – انسان د يوې لنډې مودې لپاره له عادي ژوند نه يوه تخيلي ژوند ته وړي.
۴ – انسان تازه کوي او انسان ته د ځوانۍ او ارامتیا احساس ورکوي.
۵ – په سفر کولو سره انسان ټولنیز کېږي او تجربه پیدا کوي، ترڅنګ یې د اورېدلو او لیدلو مهارتونه یې هم پياوړي کېږي.
۶ – انسان د ژوند په بېلابېلو برخو کې تجربه ترلاسه کوي.
۷ – انسان د دې احساس کوي چې ارزښتمن دی او په دې نړۍ کې ځانګړې ځای لري.
۸ – انسان د نړۍ له نورو وګړو سره ملګرتیا پیدا کوي او د هغوې ترمنځ د صمیمیت احساس پيدا کېږي.
۹ – له سفر کولو سره د انسان د کورنۍ بنسټ پياوړی کېږي.
د لیکنې په وروستۍ برخه کې باید یادونه وکړم چې ژوند يو ځل کېږي، نو له خپل ژوند نه خوند واخلئ او که شونتيا یې وي سفر وکړئ، وګرځئ او ټوله نړۍ د ښايستونو او بدرنګيو سره یې ووينئ.
هغه څوک چې سفر نه کوي په واقعيت کې هغه ژوند نه کوي، دې نړۍ ته په پټو سترګو راځي او بېرته په پټو سترګو درومي.