مطالعه د معلوماتو د زیاتېدو لپاره یو اکتسابي او شرطي جریان دی.
یعنې یو جریان دی چې مرحله په مرحله مخته ځي، مطالعه خپلې برخې لري، لکه چمتووالی، مخکې له مخکې مطالعه او همداسې نور… او خپل شرایط هم لري، نو باید ټول کسب کړو او د مطالعه تګلاره زده کړو.
په ۲۰۲۰ کال کې ترسره شوي څېړنو ښکاره کړه، چې د هندوستان خلکو تر ټولو ډېره مطالعه درلوده چې په منځنۍ ډول د دې هېواد وګړي ۱۰ ساعته او ۴۲ دقیقې په اونۍ کې مطالعه کوي. دا وخت یوازې چاپي کتابونو ویلو لپاره نه دی ځکه امکان لري په انلاین ډول یې هم مطالعه کړې وي.
ټایلنډ دوهم هېواد دی چې وګړي يې ډېره مطالعه کوي، دلته په منځنۍ ډول وګړي ۹ ساعته او ۲۴ دقیقې وخت د مطالعه لپاره ځانګړې کوي چې له دې څخه یوازې ۲۸ دقیقې چاپي کتابونه لولي.
د هرو ۱۰ کاناډایانو څخه ۹ نفره یې د کال په اوږدو کې یو کتاب لولي.
مطالعه یا لوستل خپل شرایط هم لري چې باید په نظر کې ونیسو:
د لوستلو ځای باید ثابت وي لکه د مېز تر شاه، د ځمکې پرمخ، د تخت پر سر، یا هم د تللو یا تګ پر وخت د منلو وړ نده.
د لوستلو کوټې رڼا که سپین او ژړ څخه جوړ شوي وي ښه ده، د کوټې درجه حرارت باید ۲۵ درجه سانتي ګریډ وي، دیکور یې باید ساده وي عکس یا نور شیان نه وي، تر ټولو ښه د درس ویلو ځای کوټه ده که هلته مو نشوای کولی کتابتون کې ولولئ.
د مطالعه لپاره وخت: مطالعه ځانګړئ وخت نه لري هر کله چې څوک راحته وي مطالعه کولای شي، خو تر ټولو ښه وخت یې درې وخته دي:
سهار وختي، د دې لپاره نوي له خوبه پاڅېږئ نو ذهن مو ښه فعاله وي، د شپې اخر کې، ځکه چې د هغه درس ويلو وروسته ویده کېږئ نو ذهن کې مو تر ډېره پاته کیږي او بل د سپوږمۍ د راوتو نه دوه ساعته مخکې ښه وخت دی.
کوم څه چې زموږ لوستلو وخت کې خنډ ګرځي بې نظمي، هغه د لوستلو شرایطو ته پام نه کول، د حواسو ګډوډېدل، د موضوع نه خوښېدل دي.
له مطالعې مخکې دا ټکي باید پام کې وساتو: موخه او مثبت فکر، د تجربو څخه ګټه اخیستل، مهال وېش، پر ځان اعتماد، د رضایت احساس، په حافظه باندې فشار نه راوړل، فعاله اوسېدل او خوښي دي.
که غواړو چې تېر درس مو هېر نشي باید یوه ورځ وروسته مرور کړو.