ارواپوهنه: د لیک د بڼې له مخې شخصیت پیژندنه

ژباړه او راټولونه:

په ټوله  نړۍ کې د هر چا د ليک لیکو (سبک) طرز و طریقه یو له بل سره توپير لري. خو ایا تاسې کله فکر کړی، چې ستاسو د لیکلو بڼه يا سټایل ستاسو د شخصیت په اړه ډېر څه وایې؟

ایا تاسو غواړئ پوه شئ، چې ستاسو د  لیکنې بڼه ستاسو په اړه څه وايي؟

که غواړئ نو راځئ، چې تاسو ته د لیک ترشا رازونه څرګند کړو.

د کلیمو تر منځ فاصله يا تش ځاى:

د لیکلو پرمهال تاسو د  کلمو تر منځ څومره تش ځای يا مصافه پریږدئ؟

هغه خلک چې د کليمو ترمنځ تش ځای يا ډېره مصافه ورکوي؛ د ژوند په چارو کې ډېر مستقل او پر ځان باوري خلک وي.

خو برخلاف هغه خلک چې د کلیمو تر منځ تش ځای یا کمه فاصله ورکوي، دا ډول خلک له نورو خلکو سره اوسیدل خوښوي، یعني اجتماعي وي.

همدا رنګه هغه کسان چې په لیک کې بېخي فاصله نه ورکي او کليمې يو په بل پسي نږدي و جوختي ليکي؛ ډېر ځان غوښتونکي، زړه تنګي خلک وي،  تل هڅه کوي، چې د نورو په چارو کې لاسوهنه وکړي.

د خپل مطلب په اوږد يا لنډ ډول لیکل :

ځينې کسان اوږدې لیکنې کوي، که څه هم ډېرى کسان لنډ لیکل خوښوي. هغه خلک، چې اوږدې لیکنې خوښوي؛ دوی خورا نرم او ګړندي وي، او په ډېر کم څه قناعت کوي و رضا کېږي.

له بلې خوا، هغه خلک چې لنډ لیکل خوښوي، خورا معصوم او بې ضرره شخصیت لري. ډېرې پيچلې خبرې نه خوښوي. پداسې حال کې هغه کسان چې  درميانه لیکنې ليکي او يا هم خوښوي؛ دوی دا ځانګړنه لري، چې هر کار په ډېر غور و فکر سرته رسوي. یعني هر څه کې ډېر دقیق وي.

د لیکلو پرمهال په قلم فشار (زور) راوړل :

هغه خلک چې د قلم په نوکه د لیکلو پر مهال ډېر فشار راوړي، د جدي و غوسه ناک شخصیت لرونکي دي، پداسې حال کې کوم کسان، چې د لیکلو پر مهال په قلم ډېر فشار (زور) نه راوړي او نرم لیکل کوي، دوی د ډېر حساس شخصیت لرونکي دي.

د انګلیسي ژبې ( i ) تورى:

که تاسو په انګلیسي کې( i ) په سر ټکی ډېر لوړ یا پورته ورکوئ، نو پدې معنی، چې ستاسو د فکر کولو وړتیا خورا ښه ده.

د کارپوهانو په وینا: هغه خلک چې په i (i) د سر ټکی (نکته) ډېره جوخته یا نږدې ورکوي؛ خورا منظم شخصیت لري، پداسې حال که تاسو د آی (i) په سر ټکی کاملاً ګرد لیکئ، نو دا پدې معنی دی، چې ستاسو شخصیت کې لا هم ماشومتوب شته دی.

د لاسلیک کولو طريقه :

د کوم چا لاسلیک باندې پوهېدل چې اسانه یا روښانه وي؛ د هغه کس په پرتله ډېر د باور وړ شخص دی، چې په لاسلیک پوهیدل یې ګران یا روښانه نه وي، دا ډول اشخاص په خپل ځان کې ورک او پیژندل یې خورا ګران وي.

د الفاظو یا جملو د کږېدو لوری!

که د ليکلو پر مهال ستاسې الفاظ (جملې) د ښي لاس پر لوري کاږه شوي وي، نو دا ډول کسان له نویو خلکو سره آشنا کېدل او نوي ځای کې کار کول خوښوي. خو که د لیکلو پر مهال مو الفاظ د چپ لاس پر لوري کاږه شوي وي یا هم (کوم خلک چې غليزي جملې غوره کوي، او جمله کې غير مستقیم  بل څه ته اشاره کوي، نو دا ډول کسان په خپل وجود (ذات)  کې دننه پاتې کېدل خوښوي، او کوښښ کوي، چې خپل شخصي ژوند/ هر څه… له نورو پټ وساتي.