محب: د طالبانو ترمنځ اختلافات په بې ساري ډول سره ډیر شوي

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وایي چې بهرني ځواکونه د یو میلیارد ډالرو په ارزښت خپل تجهیزات افغان دولت ته سپاري.

نوموړي زیاته کړې، چې بهرني ځواکونه به تر وتلو وروسته خپل یو شمېر تجهیزات له منځه یوسي خو لویه برخه تجهیزات او وسایل به افغان دولت ته وسپاري.

محب دغه راز ویلي، چې د طالبانو ترمنځ د واک پر سر خپلمنځي اختلافات دومره ډېر شوي چې ساری یې په تېرو شلو کلونو کې نه لیدل کېږي.

هغه د استانبول کنفرانس ته په اشارې زیاتوي، چې تر اوسه پورې د یادې ناستې د ترسره کېدو دقیقه نېټه نه ده ټاکل شوې او تر اختر وروسته به په دې اړه معلومات کېږي چې دوی به یې هم پر وخت له خلکو سره وروستي معلومات شریک کړي.

په ورته وخت کې امریکا له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د خوندي وتلو لپاره تازه نظامي تجهیزات افغانستان ته را لېږلي دي.

د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک مېلي ویلي چې پنټاګون له افغانستان څخه د خپلو ۲۵۰۰ پوځیانو او ۱۶۰۰۰ قراردادیانو د خوندي ایستلو لپاره ۱۸ بي ۵۲ او اف ۱۸ جنګي الوتکې افغانستان ته را استولې دي.

نوموړي زیاته کړې چې امریکا غواړي له افغانستان څخه ووځي او دوی هیله‌من دي چې دغه بهیر په ښه توګه له کوم ګواښ څخه پرته ترسره شي.

د ویلو ده چې امریکا په رسمي توګه د خپلو ځواکونو د وتلو لړۍ یوه اوونۍ وړاندې پیل کړې ده.

د یادونې ده چې د اروپایي ټولنې غړو هېوادونو او امریکا پر طالبانو غږ کړی چې ژر تر ژره روان تاوتریخوالی کم کړي او پسرلنۍ نااعلان شوې جګړه پای ته ورسوي.

دغه هېوادونو په یوه شل ماده ییزه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې دوی په افغانستان کې د سولې او ثبات د راتګ ملاتړي دي او په دې باور دي چې په دغه هېواد کې د زور حکومت بریا ته نه رسېږي.

دوی د روانې جګړې او تاوتریخوالي پړه هم پر وسله والو طالبانو اچولې ده او له دغه ډلې یې غوښتي چې ژر تر ژره روانې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

د دوی په خبره طالبانو ته په کار ده چې نااعلان شوي پسرلني عملیات هم ودروي او پر ځای یې مذاکرات چټک کړي.

امریکا او د اروپايي ټولنې غړو هېوادنو تمه ښودلې چې بین الافغاني خبرې ژر تر ژره یوې پایلې ته ورسول شي.




وروستي مطالب

تیم‌سوتي: روهیت شرما په درې‌واړه فارمټونو کې فوق‌العاده لوبغاړی دی

by محمد صابر حمیدي ، کندهار in سپورټ

د نیوزیلینډ د کرکټ ملې لوبډلې تېز توپ‌اچونکي تیم سوتي تازه په یوې مرکه کې د هند کرکټ ملې لوبډلې او د هند ملې لوبډلې د تکړه لوبغاړي روهیت شرما په اړه څرګندونې کړي. تیم ... نور ولولئ