د داسې شخصیتونو په اړه به مو نه وي لوستي؛ دلته ولولئ

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک
  • راټولونه: صدیقه پوپلزۍ

د بشر په تاریخ کې داسې شخصیتونه هم تېر شوي:
۱ـ ناپلئون بناپارت:
ـ د لوړ قد خاوند و، بې پروا خو ډېر زړه‌لرونکی (شجاع) انسان و او د هر څه او هر چا درناوی یې کاوه.
۲ـ فیدل کاسترو:
ـ وړیا خدمتونه یې کول او له ناروغانو سره یې هم په درملنه او صحي برخه کې مرسته کوله.
ـ قوم‌پرسته نه و، ټول خلک ورته یو ډول وو، پوهنتون یې له سره تر پایه په وړیا ډول ووایه.
۳ـ وینستون چرچیل:
ـ تل سوله کول او سوله یې غوښتل، تل یې داسې خبرې کولې چې د هر چا جذبه به یې راپاروله.
ـ له خولۍ، لکڼې او سګریټو څخه یې ګټه اخیسته.
۴ـ ماهاتما ګاندي:
ـ له دښمانانو سره یې هم ښه چلند کاوه، پر خپلو هڅو یې باور درلود او هم غوسه او هیجاني کېده.
۵ـ شاه امان الله خان:
ـ غوښتل یې چې وطن یې ازادي تر لاسه کړي او د هېڅ کار څخه هم نه ډارېده.
ـ تل به يې درېشي پر تن وه او ډېر جذابه انسان و.
ـ تل استواره او په خپل وخت پاپند انسان و. خپل وخت یې بې ځایه نه تېراوه.
۶ـ ادولف هیتلر:
ـ د خپل دښمن تعریف او هم به یې بد رد ورته ویل.
ـ په خپل ذهن کې یې ځانګړی ماموریت درلود.
ـ ډېره هڅه یې کوله چې نړۍ ته قناعت ورکړي.
۷ـ مارتین لوتر کینګ:
ـ د تبعیض ضد و، ډېره ښه وینا یې کوله او له کاریګرو خلکو سره یې ژوند کاوه.
۸ـ نلسون ماندلا:
ـ د خپلو خلکو لپاره یې ازادي او حق غوښتل.
ـ له ۲۷ کلن زندان سربېره یې هم مقاومت وکړ او خپل ځواک او هیله یې له لاسه ورنه کړل.
ـ د سولې او بربروالي لپاره یې د مرګ تر وخته هڅه وکړه.