پوهنه ځوانان او زده کړې ژوند بڼه له نړۍ مخکښان

د امام بخاري پیژندنه؛ زده کړې، د احادیثو راټولولو هلې ځلې او مړینه یې

لیکنه: مهر تاج

امام بخاري، لقب یې ابو عبدالله، نوم یې محمد بن اسماعیل بن ابراهیم بن المغیره بن بردزیه الجعفی.

جعفي یې نیکه دی، چې دا مجوسي و، وروسته په اسلام مشرف شو او دۀ د یمان په لاس ایمان راوړه چې نسب کې یې بخاري هم راغی. په ۱۹۴ هجري کې پیدا شوی دی.

طلب العم.

علم یې په ماشومتوب کې حاصل کړی، لس کالو ته یې عمر نه وو رسیدلی، چې حدیث یې حفظ کړه، د بخارا په سیمه کې یې له مشهور محدثینو څخه یې حدیث اوریدلي، چې په بعضو به یې رد هم کاؤه، په حدیثو کې د خطا په صورت کې عبدالله ابن مبارک چې کوم کتابونه لیکلي هغه یې حفظ کړي او د وکیع کتاب یې هم حفظ کړه، همدارنګه له امام بخاري سره یې مشر ورور او مور حج ته لاړل حج یې وکه، خو امام بخاري ځنې هملته پاتې شو زده کړي یې وکړه.

د امام بخاري د فضلیت په اړه د علماؤ اقوال:

علماء د دۀ فضلیت ته قایل دي خاصتاً په علل او رجال الحدیث کې.

د اسحاق راهویه قول دی چې د امام بخاري استاد دی، د دۀ په اړه فرمایي، چې له دۀ څخه حدیث ولیکئ، دا ډېر ستر وګڼئ، که د حسن بصري په وخت کې وای نو خلک به راتلل او له دۀ څخه به یې فقه او حدیث زده کول.

امام احمد فرمایي، خراسان کې د دۀ په شان بل شخصیت نه دی تیر شوی.

امام مسلم فرمایي، چې کله یې له امام مالک بخاري څخه د مجلس د کفاري د حدیث په اړه پوښتنه وکړه، نو هغه ورته حدیث وړاندې کړه، امام مسلم وویل، پرېږده چې ستا پښې ښکل کړم ای د استادانو استاده، د محدثینو مشره په حدیث په علل کې ډاکټره، او وه یې ویل، چې تاسره کینه نه کوي مګر کینه کوونکي او زه ګواهي ورکوم چې ستا په شان بل څوک نشته.

امام ترمذي فرمایي، ما په عراق، خراسان کې په علل تاریخ او معرفت الاسانید کې بل څوک نه دی لیدلی د امام بخاري په شان.

تګلاره یې:

فتح الباري چې د حافظ ابن حجر شرحه ده، مقدمه کې یې لیکلي هدی الباري په نوم چې په هغې کې ذکر کړي، چې د صحیح بخاري خپل نوم الجامع الصحیح المسند المختصر یعني اسناد یې مختصر شوي دي، د رسول الله ص امور او سنن حالات یې زده کړي.

د کتاب موضوع:

د هدی الباري چې مقدمه ده د فتح الباري، هغې کې ابن حجر فرمایي، چې د بخاري کتاب موضوع او وضاحت څه دي، نو دا یې ثابت کړي، چې التزام یې د صحت کړي نو دا د کتاب اصلي موضوع ده.

دا چې دا کتاب یې ولې ولیکه، لاملونه:

۱،  ابن حجر فرمایي، چې له حدیثو سره د امام بخاري مینه وه، خو داسې کتاب یې ونه مونده چې په هغې کې صحيح احادیث له ضعیف احادیثو جدا شوي وي.

۲، د خپل استاد اسحاق راهویه خبره یې په ځای کړه، ځکه هغه هم هېله لرله، چې داسې کتاب ولیکي چې صحیح احادیث پکې راټول کړي. نو د امام بخاري په زړه کې دې خبرې ځای ونیوۀ، ځکه یې دا کتاب (بخاري)  ولیکه.

۳،  امام بخاري نبي کریم صلی الله علیه وسلم په خوب ولیده، چې زه د نبي کریم ص مخې ته ناست وم او پکی مې ورته وهه او دواب، ماشي او نور حشرات مې ترې شړل. دۀ دا خوب د هغې وخت معبیرینو ته وویل او هغې ورته داسې تعبیر وکړۀ “چې ته به د نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه دروغ دفع کوي “.

امام بخاري چې له چا څخه احادیث راخیستي

امام بخاري فرمایي، چې له ۱۸۰ محدثینو او راویانو څخه مې احادیث راټول کړي، داسې څوک پکې نشته، چې هغه به محدث نه وي. او دۀ احادیث له پنځه طبقاتو څخه راخیستي.

ـ صدیق حسن خان وایي، چې الفربری محمد بن یوسف فرمایي، چې امام بخاري، څخه ۹۰زره کسانو احادیث اوریدلي او خپلو شاګردانو ته یې اورولي، هېڅوک نه دي پاتې، چې هغه بخاري نه احادیث اوریدلي نه وي بغیر زما نه، الفربری فرمایي، چې اخرنی کس زه وم چې ما ورڅخه دا نسخه رانقل کړي.

ابن حجر فرمایي، چې محمد بن یوسف په ۳۲۰هجري کې وفات شوی او ابو طلحه منصور البزدوی په ۳۲۹هجري کې وفات شوی، چې ده هم له بخاري روایت کړی او دی له محمد بن یوسف وروسته وفات شوی.

د بخاري د احادیث کتابو او ابوابو شمېر:

ابن صلاح فرمایي، چې له بخاري څخه ۷۲۷۵ احادیت روایت شوي، سره د تکرار احادیثو، خو ابن حجر فرمایي،چې دا خبره سمه نده، معلقات هم په بخاري کې شته خو موږ چې کومه خبره کوو، چې احادیث یې سم دي هغه موږ پرته د معلقاتو وایو، نو مکرر احادیث یې ۷۳۹۷ دي.

ابن صلاح فرمایي، چې ۱۶۰۲ احادیث دي، غیر له تکرار څخه او معلق روایتونه یې ۱۳۴۱ دي.

نو د صدیق حسن خان د قول مطابق د معلقاتو سره پرته د موقوف روایت څخه چې بخاري کې شته سره د اصل متن ۲۰۸۲ احادیث دي او د کتابونو شمیر یې چې په الکواکب الدراري چې د بخاري شرحه ده، هغې کې راغلي چې کتابونه یې ۱۹۶ دي نو په صحاح سته ؤ کې تر ټولو زیات کتابونه په بخاري کې دي، نو دغه زیاتوالی د بخاري په فقاهت دلالت کوي.

۳۴۵۰ بابونه یې دي د بخاري د فضلیت وجه ثلاثیات هم دي.

ـ ابو جعفر العقیلي فرمایي، چې کله امام صاحب دا کتاب ولیکه، نو خپلو استادانو؛  “احمد بن حنبل ” یحیی بن معین، علی بن المدینی او نورو ته یې وړاندې کړه،  پرته له څلور احادیثو چې د دۀ استادانو پرې نیوکه کړې د دې احادیث په صحت کې دي.

القیلي فرمایي، چې دوی خو پدې څلور احادیثو نیوکه کړې، خو خبره هغه ده کومه چې بخاري کړي وي.

امام بخاري فرمایي، ما په بخاري کې هغه احادیث راوړي، چې ټول صحيح دي او ډېر مې پرېښي هم دي، په دې خاطر چې کتاب اوږد نشي.

امام بخاري فرمایي، د دې کتاب احادیث مې له شپږلکه احادیثو انتخاب کړي او ۱۶ کالو کې مې لیکلي، وايي، هر حدیث  لپاره یې غسل کړی او دوه رکعته نفل یې ورته کړي.

په بخاري باندې د علماؤ اقوال

۱،  امام نسایي فرمایي، په دغه ټولو کتابونو کې غوره کتاب د امام بخاري دی.

امام النووي د مسلم په شرحه کې فرمایي، چې اصح کتاب له قرآن کریم څخه وروسته صحیح بخاري دی. او مسلم چې قبول کړي، امت مسلمة خو په دواړو کې بیا د بخاري کتاب اصح دی، ځکه د مسلم څخه ډېر اصح دی، چې په دې کې ډېر علمونه او فایدي دي پټي او ښکاره. بل دا چې مسلم هم ددې خبرې اعتراف کړی چې د حدیث په علم کې د بخاري مثل نشته. له دې معلومه شوه، چې بخاري افضل دی، د اهل جمهور او اهل علم په دې اتفاق دی او د دې فن ماهرین او هغه څوک چې ننوځي پدې فن کې.

د امام بخاري وفات:

کله چې د سیمې علماؤ د ده پسې خبرې شروع کړي او د وخت مشران یې وپارول چې دۀ سفر وکړه او بلاخره “خرتنګ ” ته لاړ چې دا سیمه د ازبکستان پورې تعلق لري، څه موده وروسته د خفګان په اساس وفات شو، چې د شنبې شپه ماسختن و، د اختر شپه وه، کال۲۵۶ د ۶۲ کالو په عمر.

الله تعالی دې ښکلې بدلې ورکړي، ټول عمر یې د علم په طلب کې تیر کړی.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مهر تاج

تبصره مو ولیکئ