شهزاد محمدي او اسیا جام ته چمتووالی

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

شهزاد محمدي چې د ۲۰۱۹ کال نړیوال پنځوس اوریز جام وروسته د ملي لوبډلې په ګټه په نړیوالو لوبو کې نه دی لوبېدلی، اوس یې توپوهنه یو ځل بیا توپاني شوې او د هغه چمتووالی ښیي، چې اسیا جام لپاره تیار دی.

شهزاد محمدي د کمال خان بند په تړاو لومړۍ لوبه کې ۷۲ منډې وکړې او د وزیرمحمد اکبرخان لومړۍ درجه ملي لوبو کې هم ښه وځلېد او څو ځلې یې د لوبې غوره لوبغاړي جایزې ترلاسه کړې.

د نوموړي له توپوهنې معلومېږي، چې هغه اوس ښه فیټ دی او د توپ وهنې له اړخه فوم کې هم دی.

ځکه توپ یې په بېټ ښه راځي او توپونه ډېر ښه لوبوي.

اوس هغه چمتووالی هم پیل کړی، چې اسیا جام لپاره بیخي جوړ او چمتو شي.

شهزاد محمدي د شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو لپاره یو وړ لوبغاړی دی، چې هم کراره او هم چټکه توپوهنه کولای شي، په توپوهنه کې یې سټوکس او تخنیک دواړه مل دي او کولای شي، چې په سختو حالاتو کې افغانستان لپاره ښه تمام شي.

۲۰۱۶ نړیوال شل اوریز جام کې خورا ښه لوبېده او د افریقا چټک بالران یې وټکول.

۲۰۱۹ کال نړیوال پنځوس اوریز جام کې هم ښه روان و، خو د پاکستان خلاف لوبه کې ان فېټ شو او بیا له نورو لوبو څخه کېنول شو.

نو ډېر وخت د ټپ او یا هم د ناسم تکړښت په بهانه له لوبو لېرې پاتې شوی دی او اوس یې وخت دی، چې اسیاجام کې یو ځل بیا ښه اوپننګ وکړي.

230175.3.jpg

د شهزاد محمدي اړتیا

نوموړی د افغان لوبډلې یو سینیئر یا مشر لوبغاړی دی، چې له ۲۰۰۹ کال څخه د افغانستان لپاره په توپ وهنه کې د ملا د تیر په څېر تمام شوی دی او تل یې د افغانستان لپآره غوره لوبې نندارې ته وړاندې کړي دي.

بله دا ده، چې نوموړی د سترو لوبډلو پر وړاندې لوبېدلی او مُرال یې ښه لوړ دی، نو کولای شي، چې په اسیا جام کې د هند، پاکستان، سریلانکا او بنګله دېش پر وړاندې غوره توپ وهنه وکړي او په جرات سره د افغان ځای او توپوهنه باثباته کړي.

شهزاد محمدي او دولت ځدران په دې وروستیو کې خپل تمرینات سخت کړي او غواړي چې د اسیا جام لپاره ښه فیټ شي.

اسیا جام او لوبې یې

د اسیا جام کابو ۵۵ ورځې وروسته د جون په لومړۍ نېټه په سریلانکا کې ترسره کېږي، چې په دې شل اوریزو لوبو کې به افغانستان، پاکستان، هندوستان، بنګله دېش، سریلانکا او یوه لوبډله هم د دویمې درجې هېوادونو څخه شامله وي.

له دې وړاندې افغانستان په ۲۰۱۴ پنځوس اوریز او ۲۰۱۸ پنځوس اوریزو اسیا جامونو کې لوبېدلی دی، چې په ۲۰۱۴ کې یې یواځې له بنګله دېش لوبه ګټلې وه، له پاکستان، هند او سریلانکا څخه یې لوبې بایللې وې.

په ۲۰۱۸ کې یې لومړي پړاو کې بنګله دېش او سریلانکا ته لومړی ماتې ورکړې، خو دویم پړاو کې بیا افغانستان ماتې وخوړې.

سږ کال د اسیا جام څوارلسم پړاو ترسره کېږي او دا جام به شل اوریز وي.

افغان کرکټ بورډ باید څه وکړي؟

Mohammad Shahzad suspended by Afghanistan Cricket Board

د افغان کرکټ بورډ غوراوي کمېټه باید د ځوانو او سینیئر یا مشر لوبغاړو یوه ګډوله جوړه کړي، چې هم ورسره تجربه او هم ورسره پرفامېنس موجود وي.

مثلا شهزاد محمدي، دولت ځدران، عثمان غني، حضرت الله ځاځی چې له پخوانیو لوبغاړو موجود وي دا به ډېره ښه وي.

د اصغر افغان، راشدخان او محمدنبي په شتون کې دا برخه لا پیاوړې ده.

د دې سربېره رحمان الله ګربز، رحمت شاه، عضمت الله عمرزی، ابراهیم ځدران، نوین الحق، شفیق الله غفاري، قیس احمد او ځېنې نورو تکړه لوبغاړو ته چې موقع ورکړي، نو کولای شي، چې ډېر ښه مخته ولاړ شي او لوبې راخپلې کړي.

 

 

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.