“عالیه بھټ” په شهرت کې د بالیوډ ټول اداکاران شاته کړل

د بالیووډ وتلې فلمې اداکاره”عالیه بهټ” په شهرت کې د بالیوډ تر ټولو اداکارانو مخکې شوه.

د هندي رسنیو په حواله: د یوې وروستۍ سروې له مخې څرګنده شوې چې “عالیه بھټ” دا مهال د بالیوډ ترټولو مشهوره اداکاره ده، چې هغې پدې سیالۍ کې “کرینا کپور” او “کټرینه کیف” تر ځان وروسته کړي.

کله چې یوې هندي ویب پاڼې له خپلو لوستونکو څخه وپوښتل، چې پدې وروستیو کې عالیه څرنګه د خورا مشهورې اداکارۍ څوکۍ ترلاسه کړه، نو د دې پوښتنې په ځواب کې دوی وویل: عالیه په ځوان نسل کې ډېره مشهوره او هم یوه ښه اداکاره ده.

ځینې ​​خلکو وویل، چې عالیه بهټ د دې وړ ده، ځکه چې هغه یو ښه و تکړه اداکاره ده. ځینو بیا ویلي، چې “کټرینه” او “کرینه” دا ډېر وخت هېڅ کوم بریالی فلم نه دی وړاندې کړی، چې له امله یې عالیه له هغوی نه په مخکې والي کې بریالۍ ده.

ځینې نورو ویلي، چې عالیه پرته له سوپرسټار د خپل ځان لپاره ځای/مقام جوړ کړی. دا پداسې حال کې چې ځینې خلک د سروې پدې پایلو باندې حیرانتیا هم څرګنده کړي.