سلطان صلاح الدین ایوبي

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی
ژباړه: ملیحه ناصري

سلطان صلاح الدین ایوبي بن یوسف په صلیبي جګړو کې د مسلمانانو مشر او سردار و. ایوبیانو له ۱۱۷۱ تر ۱۲۶۰/۱۲۵۰ز پورې په مصر، عراق او سوریه کې حکومت وکړ. سلطان صلاح الدین په ۵۳۲ هجري قمري کې په ټکرېټ کې وزېږېد. ماشومتوب یې په دمشق کې تېر کړ او تر هغو چې پوځ ته ننوته، ډېر وخت یې د جګړو پر ځای دیني بحثونو ته ورکاوه.
پلار یې د ټکرېټ والي او تره یې اسدالدین د محمود زنګي د حکومتي چارو غړی و. اسدالدین صلاح الدین وهڅاوه چې پوځ ته ولاړ شي. ده هم ومنله او د همغه پوځ مشري هم د ده شوه. صلاح الدین ایوبي د خپل تره له پوځ سره د مصر د فتحې په موخه، مصر ته وخوځېد، تر ډېرو شخړو- جګړو وروسته یې فتح کړ او په ۳۵ کلنۍ (۱۱۷۳ ز) کې یې د ایوبیانو د سلطنت بنسټ یې کېښود.

د سلطان صلاح الدین د حکومت څرنګوالی

د صلاح الدین د حکومت دوره مصریانو ته طلايي پېر او له خیر او برکته ډک و، ځکه تر امنیت او سوکالۍ سربېره یې اقتصادي پرمختګ هم ورکړ. په راکړه ورکړه او معاملاتو کې مثبت بدلون راووست، آن هغو مهمو اروپايي ښارونو (جېنوا، پیزا) چې پر دوی یې راکړه ورکړه بنده کړې وه، بیا یې هم دلته ځینې نظامي وسلې او توکي راوړل.
د سلطان صلاح الدین تر ټولو باارزښته کار په دولتي پوسټونو کې د وړ او لایقو کسانو ګومارل و. یوه پر ځای ګومارنه یې د وزیر په توګه د (الفاضل/ اهل عسقلان) ټاکنه وه.
له دین سره د سلطان د شخصي مینې او لېولتیا له کبله علمي، فرهنګي، فقهي او عرفاني مرکزونو، مثلاً الازهر پوهنتون ډېر پرمختګ وکړ. سربېره پر دې صنعت او فنونو هم پراختیا وموندله.

د سلطان اخلاقي ځانګړتیاوې

له عبادت او ښو کارونو سربېره دی په خورا ښو خویونو سمبال و. د حاکمانو نېک خویونه یې لرل، لکه نیاو (عدل)، بښنه، مهرباني، سخاوت، مېړانه، زړورتیا، شرافت، صبر، استقامت او لوړ همت.

ټولنیز عدالت یې

قاضي ابن شداد په دې اړه داسې وايي: “په اونۍ کې دوه ځلې د سلطان د عمومي لیدو کتو وار و. پر دغو دوو ورځو به بېوزلي، قاضیان، عالمان او پوهان، واړه او غټ ګيله من، شتمن/ غریب، خاص/ عام، ځوان/ زوړ او ټول خلک به ده ته راتلل او د خبرواترو اجازه به ورکړل کېده.
هره ورځ به یې یو ځل دوسیې کتلې او تر څېړنې وروسته یې لاسلیکولې.
هېڅکله یې خیرماره او بېوزله کسان تش لاسونه نه ستنول. له دې ټولو بوختیاوو سره یې بیا هم عبادت کاوه. که به څوک ورته راتلل چې شکایت وکړي، پخپله به یې اورېده او لاسرسی یې کاوه. یوه ورځ چا له ده څخه شکایت وکړ، ده یې خبرې واورېدې او څېړنې پرې وشوې، بالاخره جوته شوه چې سړي بېځایه دا کار کړی و، خو سلطان صلاح الدین ایوبي بیا هم هغه خپه نه کړ، له جایزې او ډالۍ سره یې رخصت کړ.
خورا زړه سوانده کس و.
نامتو تاریخپوه ابن خلکان لیکي: “د ملګرو، خدمتکارانو له تېروتنې تېرېده. کله کله به یې ځينې خبرې اورېدلې چې دی به یې خپه کاوه، خو داسې یې ښکاروله چې ته وا هېڅ خبره نه ده شوې، په کړو وړو کې به یې بدلون نه راته.
په ټولیزه توګه د ظلم او تېري خلاف و. د هېچا پر وړاندې یې ظلم نه زغمه. د غریبانو او کمزورو خلکو اندېښنه یې نه شوی لیدلای. ابن شداد لیکي: “که یتیم به یې ولید، په مینه یې چلن ورسره کاوه. که به بې سرپرسته و، د هغه پالنه به یې کوله. که به یې بېوزلی کس ولیده، نېکي یې ورسره کوله.
د سلطان صلاح الدین او صلیبي رقیب پرتلنه یې
لویديځپوه سټيون رانسیمان د صلاح الدین ایوبي او د هغه د صلیبي رقیب ریچارډ په اړه داسې وايي: “…سلطان ډنګر و، ارامه او خپه څېره یې لرله چې هر وخت به په موسکا ښکلې برېښده. کړنې یې سمې وې. ساده‌ګي یې خوښه وه، له ځان ښودنې بېزاره و. دښته یې خوښېده، له دومره بوختیاوو سره بیا هم د مطالعې ذوق یې درلود…
هاوخوا بیا د ده د صلیبي رقیب ریچارډ شیردل (انګلیسي پاچا) په اړه داسې وايي: “…هغه بې ادبه انسان، بېوفا خاوند او بې کفایته پاچا و، خو د جګړې په میدان کې تګړه او نوموتی و…

د صلاح الدین ایوبي مړینه

سلطان د چهارشنبې (څلورنۍ) پر ورځ د ۱۱۹۳ز د مارچ میاشتې پر څلورمه په ۵۷ کلنۍ، د سهار تر لمانځه وروسته ومړ.
سلطان مړ شو، خو شتمني ترې پاتې نه وه. سره او سپین زر یې نه لرل. کور، ځمکه، باغونه او بڼوڼه یې نه وو. د ژوند په وروستیو کلونو کې یې غوښتل چې حج ته ولاړ شي، خو د غریبۍ او د وخت کموالي له امله لاړه نه. ځواک او واکمني یې پراخه وه، خو د بېوزلۍ او غریبۍ په اوج کې ومړ. آن خپلوان او ملګري یې د جنازې مراسمو لپاره اړ شول چې پور وکړي.

له صلاح الدینه اوولس زامن او یوه لور پاتې شوه

تاریخپوهانو د ده د مړینې په ویر کې ویلي: “په رښتیا هم تر خلفای راشدین وروسته اسلام دومره ستره ضربه نه وه لیدلې.