پوهنه ځوانان او زده کړې کلتور او هنر مخکښان

د احمد شاه بابا ژوند ته لنډه کتنه

لیکنه: صدیقه پوپلزۍ

احمد شاه بابا د زمان خان زوی د دولت خان لمسی او د سرمست خان کړوسی ‍په خټه ابدالي سدوزی د افغانستان نومیالی پاچا او د منځنۍ اسیا نامتو شهنشاه اوبریالی امپراتور و، چې په ۱۷۲۳م په هرات کې زېږېدلي دی.

مشر ورور يې ذوالفقار خان چې د پلار له مرګه وروسته د هرات د حاکم په حيث دنده اجراء کوله، مور يې چې زرغونه نومېدله. په خټه الکوزۍ يوه پوهه او باتدبیره مېرمن وه چې هم يې له کوچنيوالي څخه د احمدشاه بابا روزنې او پالنې ته ځانګړې پاملرنه درلوده او هم يې وروسته کله چې احمدشاه اړه د هېواد د مشر او واکمن په توګه وټاکل شو.

په ډېرو سلطنتي چارو کې يې هغه ته غوره مشورې ورکولې او مرسته به يې ورسره کوله، څه موده وروسته دغه دواړه ورونه د شاه حسين له خوا ونيول شول، کله چې نادرافشار د هند تر فتحې وروسته خراسان ته راوګرځېد، د نورو مشرانو په ډله کې احمد شاه بابا هم له مازنداران نه د نادرشاه ښه راغلاست ته راغی، څنګه چې نادرشاه د هند او بخارا او خوارزم په جګړو کې د پښتنو مېړانه لیدلې وه.

د نادر افشار په واسطه را خلاص شول او په ۱۷۳۸م کې يې دواړه ورونه مازنداران ته تبعيد کړل، چې ذوالفقار خان هلته مسموم شو او احمد خان په مازنداران کې پاتې شو.

په دغه وخت کې احمد خان (۲۰) کلن ځوان و چې د نادر افشار دربار ته ورسېد او نادر افشار هغه په خپل نظامي قشله کې شامل کړ، څرنګه چې دی يو فعاله او د ځانګړو خصوصياتو درلودونکی شخص و، نو په ډېر لږ وخت کې يې خپل فعاليت په ثبوت ورساوه او نادر افشار هم ورته د ابدالي او ازبکي قطعاتو قوماندانۍ چارې ورسپارلې.

کله چې نادر افشار د نامعلومو ايراني صاحب منصبانو لخوا ووژل شو، احمد خان د نادر افشار له دربار او هرم څخه په مېړانه دفاع وکړه. په دې وخت کې د احمد خان عمر (۲۵) کلنۍ ته رسېدلي و او تر دې دمه يې د ژوند خوږې او ترخې ډېرې ليدلې وې.

د نادر افشار په دربار کې يې له مختلفو طبقو خلکو سره ليدنې شوې وې، همدارنګه د دولتونو د عروج او سقوط دورې يې ليدلې وې چې دغو ټولو پېښو د ده پر شخصيت اغېزه وکړه، په عين حال کې له تحصيل څخه يې هم درېغ نه کاوه، په پښتو او دري ژبه کې د سواد خاوند و، حتا په پښتو ژبه يې شعر هم وايه.

لنډه دا چې د نادر افشار له مړینې وروسته، نورمحمد خان علیزي افغاني فرقه چې له (۴۰۰۰) غلجايي او (۱۲۰۰۰) ابدالي او ازبک قبايلو څخه تشکېل شوې وه، د کندهار په لور يې حرکت وکړ، ځکه چې کندهار په هغه وخت کې د افغانستان بين الاقوامي مرکز شمېرل کېده، مخکې له دې چې کندهار ته ورسېږي، د هغوی پر وړاندې د بدلېدونکو شرایطو او خطرونو د اهمیت په اړه متوجه کړل. علیزي د یووالي او یو داسې لارښود پرضرورت باندې ټینګار وکړ چې د ټولو استازی به وي.

موږ باید په دغه اوږده سفر کې یو داسې څوک ولرو چې لارښوونې به يې منو، دا ستونزمنه څه چې ناممکنه هم ده، چې له یوه لوی مشر څخه پرته دې د خپل ستر فوځ ګڼو پيروانو او متعلقینو سره د قزلباشو د خطرونو څخه روغ رمټ کندهار ته ورسېږو، ځکه نو موږ باید هڅه وکړو چې ځانوته یو مشر وټاکو، چې مخکې له دې چې خپل سرمنزل ته ورسېږو، له پېښېدونکو پېښو سره مقابله وکړای شو.

د ابدالیو، غلجیو او لږ شمیر ازبکو څخه دغه متشکل فوځ ټولو د ځانونو پر وړاندې خطرلیدو، نو د نورمحمدخان علیزي وړاندیز يې ومانه او د ده په مشرۍ کندهار ته وخوځېدل، کله چې کندهار ته ورسېدل، نور محمد خان چې د نادر افشار په فوځ کې د احمدشاه مرستیال قوماندان و.

د غلجايي، ازبک، ابدالي، هزاره، بلوچ او تاجک خانانو ته يې وړانديز وکړ، چې جرګه تشکیل کړي او پاچا وټاکل شي، دغه جرګه چې په ۱۷۴۷م د اکتوبر په میاشت کې د شېر سرخ په زيارت کې جوړه شوه، هر قبایلي برخه‌وال مشر غوښته چې پاچا شي، هغوی به ودرېدل او د خپل قوم د اهمیت او د دې مقام لپاره د ځان د کفایت په هکله به په ساعتونو ساعتونو غږېدل، خو له بل څخه به یې ملاتړ نه کاوه.

احمدخان په دې غونډه کې یوازینی استازی و چې نه به غږېده، خو د هرې ورځې په جرګه کې يې برخه لرله، د همدې سیالیو او اختلافونو علت دا و چې دغې جرګې نهه ورځې دوام وکړ، چې بالاخره پر نهمه ورځ د زياتو بحثونو څخه وروسته پير صابر شاه کابلي را اوچت شو او داسې يې وويل ولې ټول دومره اوږدې خبرې کوئ! الله جل جلاله احمدخان په تاسو کې پيدا کړی دی چې تر تاسې هر یوه ډېر باتجربه انسان دی، هغه له ټولو افغاني کورنیو څخه شریف ترین انسان دی.

هېچا هم اعتراض ونه کړ او د غنمو وږی يې د احمد خان پر سر د تاج په عوض کېښود، په دې ترتيب احمد خان پاچاهۍ ته ورسېدو او داسې يې وویل:

ای د پادشاهۍ چپن دې په رښتیا په تا باندې وي
ســــــتا شــاهــي تــاج دې د مـلغلرو نه ډک وي

همدارنګه د يادونې وړ ده چې د بارکزيو له قوم څخه حاجي جمال خان د ټاکل کېدو ډېر چانس درلوده، خو هغه د پاچا لاس نيوی وکړ او د سدوزي دُراني دولت بنسټ يې پياوړي کړ، چې د افغانستان د تاريخ په يوه ډېر حساس وخت کې يې د ځان تېرېدنې يوه ستايلې او غښتلې بېلګه وړاندې کړه، په مقابل کې احمد شاه اړه تر وروستۍ سلګۍ پورې د دغه درانه او خوږمن سپينږيري له شان سره سم درناوی کاوه او په هر کار کې يې له هغه څخه مشوره اخيستله، همدارنګه نورو ټولو مشرانو هم همدغسې د احمدخان ملاتړ وکړو.

بل مشهور علت يې دا دی چې د سدوزيو قبيله له نورو قبيلو څخه کوچنۍ وه، نو که چېرې احمد خان صبا د ولسي ګټو پر خلاف وچلېږي، نو لرې کول به يې اسان وي، بالاخره سدوزي مشر د ځانګړو ښېګړو له مخې په پاچاهۍ وټاکل شو او د اعليحضرت احمد شاه (دُردُران) او د ولس د بابا په نومونو ياد شو.

د افغانستان له خلکو څخه يې لومړنۍ لويه غوښتنه دا وه چې قبيلوي اختلافات پرېږدي او د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتيا او سياسي وحدت تأمين لپاره سره يو موټي شي، په همدې ترتيب د قبيلو نماينده‌ګانو له خوا د احمد شاه بابا دغه غوښتنه ومنل شوه او همدغه ملي يووالی د احمد شاه بابا د بریالیتوب سبب وګرځېده.

احمدشاه بابا په سیاسي لحاظ د افغانستان د خاورې ټولې مختلفې ټوټې د یوه خپلواک هېواد په څېر بیا د نړۍ د نورو ژوندیو هېوادونو په لړ کې دروي. دې کار خورا ټينګ پولادي عزم، روښانه فکر او معقول تدبیر ته اړتیا درلوده چې هغه د احمدشاه بابا په وجود کې يوځای شوي و.

احمدشاه سربېره پر دې چې ښه تکړه اوازمیلې شوې مجرب عسکر و، د خپل ولس پر خوی او بوی، دود او دستور هم ښه خبر و او دا ورته معلومه وه چې د ولس مشران د ولس په لارښونه کې ډېره اغېزه لري، نو ځکه يې د یوه ولسي مشر په توګه د پاچاهۍ واګې په لاس کې واخیستې او دی د افغانستان لومړی پاچا و، چې تاج يې پرسر نه کېښود، پګړۍ يې تړله، چپنه يې اغوسته، موزې يې په پښو کولې او پر فرش شوې ځمکه کېناسته او په ټولو مهمو دولتي چارو کې د ولس له مشرانو سره مشوره کوله.

احمدشاه بابا یو غښتلی او متحد حکومت جوړ کړو، سیاسي او جغرافیوي پولې يې ورته وټاکلې او د افغانستان نوم يې پرې کېښود، احمدشاه بابا په آسیا کې د مسلمانانو لپاره یوازینی ستر زعیم بلل کېده، له ده پرته له بل چا څخه د هندوانو د خطرونو د تمبولو هیله نه کېده دا د تاریخ هغه غم لړلې شیبې وې چې د هند مسلمانان د هندوانو له لاسه په خپلو وینو کې رغړیدل او ټولو د امید سترګې احمدشاه بابا ته راکږې وې.

د هند له مسلمانانو په تېره له علماوو څخه احمدشاه بابا ته د ویر او افسوس د شکایتونو پیغامونه رارسېدل او احمدشاه اړها يې هند ته راباله په دې لړ کې یو هم د اسلامي نړۍ ستر دیني عالم او روحاني شخصیت شاه ولي الله دهلوي ؤ چې د احمدشاه اړها هم عصر و او په ډهلي کې اوسېده.

دی د مرهټيانو لخوا پر مسلمانانو د تېریو شاهد و، شاه ولي الله د مسلمانانو په نماینده‌ګي یو اوږد بلنلیک احمدشاه بابا په نامه راولېږه چې د لیک د متن او محتوا نه د هندوستان حالات ښه معلومېږي، د اسلام د ملاتړ او پايښت په خاطر يې احمدشاه بابا هندوستان ته وروغوښت احمدشاه بابا یو متشرع حنفي مذهبه عالم او پر دیني احکامو ټينګ باسواده سړی و د علماوو او پوهانو مجلسونه يې ډېر خوښ وو.

لنډه دا چې احمدشاه بابا زموږ د هېواد یو دین پالونکی، هېوادپالونکی، علم دوست عادل، مهربان او د ټولو غوره اسلامي اخلاقو او افغاني سپېڅلو خویونو خاوند ملي مشر وو، هغه عالم او ادیب (شاعر او لیکوال) هم و، یو ننګیالی او توریالی فاتح هم و او په داسې یو مملکت کې واکمن شو چې د ملوک الطوایفي یعنې وړو وړو حکومتونو او استعمار په واسطه تجزیه شوی وو، که چیرې موږ مشاهده کړو چې احمدشاه بابا د وطن په هغې وضعیت کې څه وکړل؟

احمدشاه بابا لومړی افغانان یو ملي یووالي باندې راټول کړل او ټول ملوک الطوایفي قوتونه يې په یوه ملي سانچه کې راوستل او یو لوی خپلواک افغانستان يې منځته راوړو احمدشاه بابا پخپله هېڅ ډول تعصب نه لرلو، د سُني مذهب کلک پابند وو، په هېواد کې يې هر مذهب پیروان موجود و او خلکو ورسره په زړونو کې ډېره مینه درلوده هېچا له هغه څخه شکایت نه کاوه.

د خپلې واکمنې په ټوله دوره کې يې داسې ویاړلې کارنامې ترسره کړې چې زموږ په تاریخ کې په زرینو کرښو لیکلی شوی دی او هره یوه کارنامه زموږ اوسني او راتلونکو نسلونو ته د غیرت او همت په زړه‌پورې درسونه دي هغه زموږ هېواد ته ډېرنه هېرېدونکې خدمتونه کړي، ځکه يې نو تل پاتې ویاړ او نوم په برخه شو او د ټولو افغانانو په زړه کې يې داسې ژور ځای موندلی چې زموږ د ملت لوی او واړه يې له ډېر ګرانښت او درنښت نه بابا بولي.

د احمد شاه بابا نظامي سفرونه

دا چې احمد شاه بابا پاچا شو، نو د اردو او دولتي چارو د تنظيموالي لپاره د مالي مشکل سره مخامخ و، د شرقي افغانستان، پنجاب او ملتان څو کلن مالياتي کاروان چې يو مليون او درې سوه شپېته زره طلا، نقد او جنس سره معادل و؛ د نادر افشار دربار ته له دره بولان له لارې د کندهار ولايت ته داخل شو، چې د لارې له سر څخه د احمد شاه بابا حضور ته دغه مالياتي کاروان راوړل شو، لومړی يې خپل پایتخت تنظیم کړو، دا چې احمد شاه بابا د پايتخت له تنظيم څخه خلاص شو، نو ډېر ژر يې فوځي پلان ترتيب او په يرغلونو يې شروع وکړه، چې په لنډ ډول يې هر سفر وروسته ذکر شوی دی.

لومړي سفر د ختیځ په لور

کله چې احمد شاه بابا په (۱۷۴۷ م) کال کې واک ترلاسه کړ، نو تر لومړنيو کارونو وروسته يې په ( ۱۷۴۸ م) کال کې له کندهار څخه حرکت وکړ او د خپلو فوځونو سره د غزني په لور روان شو او هغه سيمه يې ونيوله او بيا يې کابل، پېښور او اټک پورې سيمې ونيولې، کله چې يې دا سيمې ونيولې، بيا چې په هر ځای کې پښتانه قبايل اوسېدل، هغه ټولې سیمې يې په خپل حکومت کې شاملې کړې.
په دې شان په پښتنو کې هم احمد شاه بابا لومړني سړي و چې ټول قام يې د عزيز ولۍ په رنګ کې متحد او متفق کړ.

د پېښور او اټک له نيولو څخه وروسته يې د پېښور د سيمو ډېر پښتانه يې له ځان سره يو ځای کړل او پر هند يې د حملې کولو تياری ونيوه، د لاهور په لوري روان شو، احمد شاه بابا په لسم د جنورۍ د راوي له سينده واوښته او شالامار باغ کې دېره شو.

يوولسم د جنورۍ (۱۷۴۸م) کال د پښتنو او مغلو ترمنځ جنګ وشو چې مغلو ماتې وخوړه او په دې جنګ کې احمد شاه اړها ته ډېر مال او دولت، توپونه، اسونه، فيلان او اوښان په لاس ورغلل دغه شان د هغه فوځي طاقت نور هم زيات شو، له دې وروسته مغلو په سرهند کې خپل جنګي مرکز جوړ کړ او ټوله اسلحه يې سرهند ته راجمع کړه ا (۱۰۰۰) تنه سواره او پياده د کلا ساتنې له پاره يې پرېښودل پخپله مغل د ستلج نه لوديانې د ګودر پر ځای د ماچېواړې په لار پورې وتل او ګودر يې خوشې پرېښود، احمد شاه بابا خپل فوځونه له يو ځای نه بل ځای ته بدلول رابدلول، چې دښمن ته د هغه مقصد معلومولو موقع په لاس ور نه شي.

پایله دا شوه چې احمد شاه بابا په (۱۷۴۸م) د مارچ په لومړۍ نېټه د ستلج نه بې مقابلې د لوديانې په ګودر ورپورېواته او د سرهند په کلا باندې يې حمله وکړه، دې خبر د مغلو په لښکر باندې يو هيبت پيدا کړ او مانوپوره په طرف چې د سرهند نه لس ميله قطب د قبلې په طرف پروت دی روان شول او د پښتنو د لښکر په مخکې پرېوتل، په يوولسم د مارچ قمر الدين خان د پښتنو په لښکر باندې د عامې حملې کولو فيصله وکړه، هغه لا تياري کوله چې د توپې په مرمۍ ولګېده او خپل زوی معين الملک المعروف مېرمنو ته يې آواز وکړ او ورته يې وويل:

زه ختم شوم او په اس سپور شه! حمله وکړه! مېرمنو د پلار په وينا سره سم حمله وکړه، چې په ښي غاړه يې صفدر جنګ او په چپه غاړه يې ايشوري سنګ ؤ په مقابل کې احمد شاه بابا په خپله د خپل فوځ کمان اخيستی ؤ، او د مغلو مقابله يې کوله، بالاخره احمد شاه بابا په جګړه کې بريالي شو مغل بیا ډهلي ته روان شول، د ډهلي شهنشاه مېرمنو د پنجاب والي مقرر کړ او احمد شاه بابا خپل هیواد ته راستون شو، په راستنېدو کې احمد شاه بابا د ډېره غازي خان، ډېره اسمعيل خان، شکارپور او ملتان په سيمو کې خپل حاکمان مقرر کړل او په ژمي کې کندهار ته را ورسېدو.

دويم سفر د لویدیځ پــه لور

احمد شاه بابا د (۱۷۴۹ م) په لومړيو کې د لویدیځ په لور حرکت وکړ او ځان يې هرات ته ورساوه، په دغه وخت کې غټ خان د دروېش علي خان هزاره په نامه د احمد شاه بابا په طرفدارۍ پاڅون وکړ، هماغه ؤ چې د احمد شاه بابا عسکري يرغلونه پېل شول، احمد شاه اړها د هرات ښار ونيوه او امير خان يې اعدام او د هغه حکومت يې دروېش عليخان هزاره ته ورکړو.

احمد شاه بابا له ښار څخه يو لښکر د اشرف الوزرا شاه ولي خان په قوماندانۍ د شمالي ولايتونو ته واستاوه، چې بې له جنګه د شمال ټول حکمرانان احمد شاهي مرکز تابع شول او په خپله احمد شاه د يوه بل لښکر په مشرۍ تر مشهده ولاړ او هلته يې ټول باغي قوتونه وټکول او شاهرخ مېرزا يې پاچا او نور محمد خان مير افغان يې ورته سپه سالار مقرر کړ.

درېيم سفر د شـمال لویديځ په لور

په (۱۷۵۰ م) کال پسرلي کې احمد شاه بابا خپل فوځونه په نېشاپور باندې ور وړاندې کړل او د ښار محاصره يې شروع کړه، د نېشاپور په مقام باندې د دېوالونو د ويشتو لپاره يې يو لوی توپ جوړ کړو، چې هغې به د کابل په وزن دولس نيم منه ګولۍ غورځوله، عباس قلي خان چې د نېشاپور په کلا کې پروت ؤ، بې خبره په احمد شاه بابا حمله وکړه، خو د احمدشاه بابا لښکرو د هغه فوځ تس نس کړ او عباس قلي خان ونيول شو، هغه معافي وغوښته، احمد شاه بابا هغه معاف کړ او د خپل طرف يې د نېشاپور والي وټاکه، د نېشاپور د فتح نه پس هغه هرات ته راستون شو، په دغه وخت کې مير عالم خان په مشهد کې پاڅون وکړ او د مشهد بعضې برخې يې د خپل تصرف لاندې راوستلې.

احمد شاه اړها فوراً د مشهد په طرف ولاړ، مير عالم خان ته يې ماتې ورکړه، او دويم ځل په خپله په (۱۷۵۱م) کال کې هرات له لارې کندهار ته راغی، په داسې حال کې چې د څلورو کلونو په موده کې د افغانستان سياسي وحدت له آمو نه تر عمان او سند له سيند نه تر ايران دښتو پورې ورشولې.
سرجان مالکم وايي احمدشاه بابا دا وخت په داسې یوه حالت کې وه چې غوښتل يې د ټول پارس لاندې کولو ته اقدام وکړي خو دغه هیله دومره زړه راښکونکی نه وه افغانان تراوسه پورې د هغو بد مرغیو اصلي عاملین ګڼل کېږي.

څلورم سفر د ختيځ پــه لور (۱۷۵۱م – ۱۷۵۲م)

دا چې د پنجاب والي مېرمنو ماليه نه رالېږله، نو احمد شاه بابا ورپسې روان شو او په شاه دره کې يې د پنجاب سپه سالار ګورامل ته يې ماتې ورکړه، کله چې ګورامل ووژل شو، په ۱۷۵۲م کال کې مېرمنو هم تسليم شو، احمد شاه بابا کشمير هم ونيوه او په لاهور يې دوه مليونه روپۍ ماليه تحميل کړه، پنجاب او ملتان يې هم د افغانستان جز وګرځول، په دې ترتيب کشمير، پنجاب، ملتان او سندهـ د احمد شاهي امپراتورۍ په چوکاټ کې شامل شول.

پنځم سفرد ختيځ پـه لور (۱۷۵۷م)

په (۱۷۵۳ م) کې مېرمنو د پنجاب والي مړ شو، پر ځای يې د هغه زوی محمد امين والي وټاکه، خو مور يې مغلاني بېګم د هغه په نيابت کار کاوه، احمد شاه بابا هم دا مقرري تائيد کړې وه، خو په دغه وخت کې يو لړ بد تحولات رامنځته شول، د ډهلي امپراتور احمدشاه د محمد شاه رنګيلاد زوی صدر اعظم غازي الدين خلع او پر ځای يې دويم عالمګير پاچا کړ چې وروسته يې هغه هم مړ کړو په کشمير کې سکجون د کشمير والي مړ او هغه يې ډهلي ته تسليم کړو، په همدې توګه ادينه بېګ پنجاب ونيوه او د هند پورې يې وتړه.

دغې اوضاع احمدشاه بابا سخت ودرداوه او يو قوي لښکر سره پنجاب ته راغی، لومړي يې سکجون هندو ونيوه کشمير يې بېرته راوګرځاوه، په دې پسې دويم عالمګير د افغان نجيب الدوله په قوماندې يو لښکر د احمد شاه جنګ ته راواستوه، دي بې له جنګه احمد شاه بابا ته تسليم شو، احمد شاه اړها فاتح ډهلي ته ورغی، هلته يې افغاني مشران پر عهدو مقرر کړل، ماليې يې راټولې کړې او بيا کندهار ته راستون شو.

شپږم سفر د سویل په لور (۱۷۵۸م)

دا چې په پنجاب کې د افغاني حکمرانانو فشار سکان راټول او غازي الدين جيټان، راجپوټان پر ډهلي راوستل، سردار جهان خان او د احمد شاه اړها زوي تيمور شاه په پنجاب کې تر خطر لاندې شول، په داخل کې احمد شاه بابا ته يو شمېر ستونزې پېښې شوې، چې يو د هغو څخه د نصير خان پلوڅ بغاوت ؤ، احمد شاه بابا وزير شاه ولي خان بلوڅو ته ولېږه څه موده وروسته بيا په خپله ورپسې ورغی، تر څو يې نصير خان په نظامي او سياسي سطح کې قانع او تابع کړ او د هند جنجالونه يې راتلونکې ته پرېښودل، وروسته احمد شاه بابا شخصاً د لښکرو سره د سویل په لور حرکت وکړ، د لاس څخه وتلې سيمې يې بېرته ونيولې او احمد شاه بابا کندهار ته وګرځېد.چ

اووم سفر په هند کې او جنګ د مرهټيانو سره (۱۷۶۰م- ۱۷۶۱م)

په (۱۷۵۸م) کال کې مهمې پېښې په هند کې واقع شوې، سکهانو په پنجاب کې قيام وکړ او مرهټيانو په پنجاب کې په افغاني حکومت حمله وکړه او د هند دولت په ډهلي کې سقوط وکړ، په داسې حال کې چې احمد شاه بابا د نصير خان په ځپلو کې بوخت ؤ، د مرهټيانو دغه فتوحات او سوقيات ډېر پراخه وو او احمد شاه بابا ددې جنګ له پاره د هند پر لور ور روان شو او تر ډهلي پورې يې په لاره یاغي قوتونه وټکول، بالاخره د پاني پت پر ميدان د دريو لکو مرهټي لښکرو سره مخامخ شو او د احمد شاه بابا د پياده او سپرو شمېر (۶۰۰۰۰) تنو ته رسېده، خو (۲۲۰۰۰) بنديان (۵۰۰) فيلان، (۵۰۰۰۰) آسونه، دوه لکه غواوې او څو زره اوښان ولجه په لاس ورغلله او فاتح کندهار ته راوګرځېد، د هند پاچاهي يې علي ګوهر د دويم عالمګير زوي ته وسپارله او نواب شجاع الدوله يې په وزارت وګماره.

اتـــم ســـفر(۱۷۶۲م – ۱۷۶۳م )

په پنجاب کې سکان یاغي شول، د هغوي د ټکولو له پاره امرتسر ته ورغی او په جنډوله کې يې محاصره ولګوله، د سکانو يو لک نفري لښکر سره مخامخ شو چې په پایله کې يې (۲۰۰۰۰) د هغوي څخه ووژل او ماتې يې وخوړه، احمد شاه بابا پتيالي او سرهند حکومت امير سنګ ته ورکړل په خپله هند ته ورغلو.

نهم سفر دننه په هېواد کې (۱۷۶۹م)

کله چې احمد شاه بابا خبر شو، چې د خراسان اوضاع خرابه شوې ده، سره له دې چې ناروغه ؤ، بيا هم هلته ورغي او باغيان يې وټکول او پخوانی ړوند شاهرخ يې پاچا کړ، احمد شاه بابا دې پرله پسې سفرونو او جګړو سره قوي امپراطوري جوړه کړې وه، چې د خراسان څخه تر پنجاب او له آمو څخه تر عربو تر سمندرګي پورې د امپراطورۍ پولې رسېدلې، چې احمد شاه بابا د خپلو خاصو ځانګړتياؤ په اساس اداره کولې.

د احمد شاه بابا فرهنګي او ټولنيزې کړنې

د دغې عاليقدر پښتون امپراطور په وخت کې ادب او فرهنګ ته هم کار شوی ؤ، په خپله احمد شاه بابا په معنوي لحاظ هم يوه وتلې څېره وه او دده د اشعارو ديوان دده پر معنوي څېره ستر شاهد دی، د تصوف او عرفان سره علاقمند ؤ، خو په شعر کې يې حماسې هم ځای لره، د تاريخي افتخاراتو د ساتنې له پاره يې په (۱۷۵۴م) کال يې په کندهار کې د بيت الاشراف په نوم لومړنی موزيم جوړ کړو، همدارنګه د تاريخ له ثبت سره يې هم علاقه لرله، نو ځکه يې په درباري تشکېلاتو کې د دولتي مؤرخ له پاره يو مقام منځ ته راوړو او په (۱۷۵۷م) کال کې يې د دربار منشي محمود الحسيني په دغه دنده وټاکه او حسيني هم هغه مشهور تاريخ چې تاريخ احمد شاهي په نوم سره يادېږي، په دوه ټوکه کې وليکه او نور ډېر تاليفات دده په دوره کې رامنځ ته شو.

د احمد شاه بابا مړينه

دا چې احمد شاه بابا د هند له سفر څخه راوګرځېد، ډېرو جنګونو او سفرونو ستړی کړی ؤ نو په لاره کې ناروغ شو، کله چې کندهار ته ورسېد، د ناروغۍ له امله ضعيف شوی ؤ او په (۱۷۷۳م) کال کې يې د درملنې په خاطر مشهد ته سفر وکړو، خو کله چې افغانستان ته راستون شو، نو ډېر ضعيف شوی ؤ، په دې وخت کې يې يوه جرګه د رئيسانو او د دولت له مامورينو څخه جوړه کړه چې په نوموړې جرګه کې يې شهزاده تيمور خپل وليعهد وټاکه د جرګې غړو هم د احمد شاه بابا د نظر سره موافقت وښوده، بالاخره د احمد شاه بابا ناروغي سخته شوه او د طوبې د غره په لور ولاړ چې بالاخره هملته احمد شاه بابا د جمعې په شپه د رجب د مياشتې په شلمه د (۵۱) کلنۍ په عمر سترګې له نړۍ پټې کړې او ډېر ژر دهغه د مرګ خبر په ټول افغانستان کې خپور شو، د هغه جسد مبارک يې د طوبې له غره څخه راوړو، د خرقې مبارکې تر څنګ يې خاورو ته وسپارلو، چې دده د مزار د ګنبدې ډبرلیک دادی.
روح يې ښاد او جنت الفردوس يې ځای شه

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صدیقه پوپلزۍ، کابل

صدیقه پوپلزۍ د یاران د کاري ټیم غړې ده چې په بیلابیلو ټولنیزو کلتوري او ادبي مسالو د یاران لپاره لیکنې او مطالب چمتو کوي.

تبصره مو ولیکئ