د رییس کېدو لپاره دې ځانګړتیاوو ته اړتیا لرئ

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی
ژباړه: عطا محمد میاخېل

رییس کېدل او ریاست کولای شي د یوه شرکت د هر کارمند غوښتنه وي، خو مخکې تر دې، چې د دې غوښتنې په اړه فکر وکړو، باید پر دې پوه شو، چې دې مقام ته د رسېدو لپاره، باید کومو اخلاقي ځانګړتیاوو ته په خپل ځان کې وده ورکړو.

د رییس کېدو لپاره کوم ټکي باید مراعات کړو؟

ښایي ډېری کارمندان د رییس کېدو هیله ولري، په داسې حال کې، چې د یوه ښه رییس د ځانګړتیاوو او چلند په اړه هېڅ معلومات نه لري.  دا مسئله ډېره زیاته مهمه ده، چې یوه مقام ته له رسېدو څخه مخکې، په هغه کې د بریا پر رازونو پوه شئ. په دې لیکنه کې په هغه ځانګړتیاوو او صفتونو باندې رڼا اچوو، چې یو فرد یې باید د رییس کېدو لپاره ولري، د دې ټکو په مراعاتولو سره، کولای شئ، په خپل ځان کې د رییس کېدو پوټانشیل لوړ کړئ.

مهمې ځانګړنې او د بریالي رییس کېدو رازونه

د ډلې له غړو څخه اوسئ او ځان له نورو څخه جلا مه ګڼئ
که غواړئ، چې یو خلاق رییس واوسئ، نو د ډلې له ټولو غړو سره همکاري وکړئ او خپل ځان ته له خپلو همکارانو سره سمون ورکړئ، ځکه له یو بل سره همکاري کول، کارونه په چټکه توګه پرمخ بیایي.

په هغه ځای کې چې اړینه ده، باید مېشت شئ

یو رییس یوازې له نامه څخه نشو پېژندلای، یو له هغو سختو او ستونزمنو کارونو څخه، چې باید ترسره یې کړئ، دا دی، مخکې تر دې چې د ریاست او مدیریت مقام ته ورسېږئ، د خپلو مسوولیتونو په اړه فکر وکړئ، باید خپلو اړیکو ته پراختیا ورکړئ او سخت کارونه ترسره کړئ. ریاست یوازې د لوړ معاش او ګټې لپاره نه دی.

په کار پوه واوسئ، نوي او پرمختللي مهارتونه زده کړئ

یو له مهمو قوانینو څخه، چې باید ورته پام وکړئ، دا دی، چې باید خپل ځان ته وګورئ، کوم مهارت دی، چې ستاسو له ماهر کېدو سره مرسته کوي، پر هغه تمرکز وکړئ او په خپله دنده کې یې پلی کړئ. تجربه لرونکي مدیران هغو افرادو ته، چې خوښي او رضایت څرګندوي او خپلې دندې په ښه او اغېزمنه توګه ترسره کوي، پام کوي. دا ډول کسان د زده کړې تږي دي.

له نیوکو څخه د ودې لپاره ګټه واخلئ

له سرپرست څخه وغواړئ، چې تاسو اصلاح کړي، ښایي ستاسو لپاره سخته وي، خو د دې ښکارندویي کوي، چې په خپلو وړتیاوو باندې بسنه نه کوئ او دنده ییزه برخه کې ستاسو د جدي ودې سبب ګرځي، کله چې تېروتنه کوئ، نو له سرپرست څخه وغواړئ، چې تاسو ته سمه لاره در وښیي، چې څه وکړئ.

د پېرېدونکي (مشتري) اړتیا ته پام وکړئ

بریالي رییسان تل د داسې یوې لارې په لټه کې دي، چې پرمټ یې وکولای شي، خپل تولیدات او محصولات ښه کړي او ډېره زیاته هڅه کوي، چې د خپلو پېرېدونکو اړتیاوې په ښه توګه پوره کړي.

زده کړئ، چې په ښه توګه اړیکه ټینګه کړئ

خپلواکو رییسانو زده کړي دي، چې ښې خبرې وکړي او ښې خبرې ولیکي، رڼې او روښانه خبرې کول، دا څرګندوي، چې څه ته اړتیا ده او څه باید وکړو، د احساساتي کېدو او لانجه کولو پرځای ښې او دقیقې خبرې وکړئ.

عمل وکړئ

د مؤسسې یا کارخونې د لوړتیا او پرمختګ لپاره وړاندیز ستاسو کار نه دی، دلته باید زده کړئ، چې خپلې وېرې لرې کړئ او عمل وکړئ، هغه لاره، چې د پېرېدونکي او کارخونې لپاره اغېزمنه او ګټوره ده، وټاکئ او ډلې ته خپله وفاداري ښکاره کړئ.