پوهنه ځوانان او زده کړې ساینس او ټیکنالوژي

سامسونګ لومړی ځل د لی بیونګ چول لخوا په یوه کوچني پلورنځي کې پیل وکړ

ژباړه: صدیقه پوپلزۍ

سامسونګ له دوو کلمو څخه اخیستل شوی چې سام د درې او سونګ هم د ستوري مانا لري، په همدې دلیل دا شرکت د ټکنالوژۍ او معلوماتو لوی روښانه ستوری بولي.

د شرکت مرکزي دفتر د سویلي کوریا په پلازمېنه کې دی. دا شرکت په ۷۰ نړیوالو هېوادونو کې د ۴۲۷۰۰۰ کارمندانو سره کار کوي. د شرکت کلنی عاید ۳۳۷ میلیارد ډالر دی.

سامسونګ لومړی ځل د لی بیونګ چول لخوا په یوه کوچني پلورنځي کې د اوړو او وریجو په څېر د توکو سوداګري وکړه، ځکه چې ښاغلي چول دې کار ته ډېره لېوالتیا درلوده، هغه په ۱۹۶۰ کلونو کې د برېښنایي او کښتۍ جوړولو صنعتونو کې ښکېل شو، او په ۱۹۸۰ کې نړیوال بازار ته لاره پیدا کړه او د ښاغلي چول له مرګ وروسته په ۱۹۸۷ کې زوی یې لی هان هی د شرکت ریيس شو.

د ښاغلي چول له مرګه وروسته، شرکت په بېلابېلو برخو وویشل شو، لکه Hansol, Cj, Shinsegae او Samsung کوم مختلف محصولات لري. د دوی له ډلې څخه اندرویدي سمارټ فونونو او ګلکسي د اپل شرکت په وړاندې کېښودل شوه.

په ۱۹۶۹ کې الکترونیکي برخه یې دې شرکت ته ور زیاته کړه، چې د کور د تولید په وسایلو کې کار کوئ. په ۱۹۷۰ کې دې شرکت خپل لومړنۍ ټلویزیون تولید کړ، او په ۱۹۷۴ کې یخچال او د کالو مینځلو ماشین تولید ته پیل وکړ. په دې کار کې بریالي هم و.

وروسته په ۱۹۹۰ کې د دیجیټلي ټلویزیون تولید پیل کړ، د کمپیوټر هارډویر په تولید کې هم خورا بریالي ول.

او په ۱۹۹۳ کې، د چیپ په تولید کې، چې ښه حافظه یې هم درلوده دا د لومړۍ جوړونکې عالي چپ په توګه معرفي شو. په ۲۰۲۰ کې، یو ګرځنډه ټیلفون چې لویه بیټرۍ او G۵ کمره سرعت سره ولري په سمارټ فون کې باید وي، له لوړ غږ وروسته، د تاشون ټیلفونونه به په ۲۰۲۰ کې خپله جدي ازموینه پیل کوي، کوم چې به د اپل ایفون ۹ سره ورته وي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صدیقه پوپلزۍ، کابل

صدیقه پوپلزۍ د یاران د کاري ټیم غړې ده چې په بیلابیلو ټولنیزو کلتوري او ادبي مسالو د یاران لپاره لیکنې او مطالب چمتو کوي.

تبصره مو ولیکئ