د رهبر او سرتېري ختمه شوې رشته؛ قیصاري او دوستم په دښمنۍ اوښتي

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د ولسمشریزو ټاکنو په نیږدې کیدو سره په افغانستان کې سیاسي ناندرۍ او نوي تعاملات په جدي کیدو دي.
په دې لړ کې د ولسمشر د لومړي مرستیال او د جنبش ملي ګوند د مشر جنرال دوستم تر ټولو نیږدې او وفادار قومندان نظام الدین قیصاري او دوستم ترمنځ ترینګلې شوې اړیکې د پام وړ دي.
قیصاري څوک دی؟
نظام الدین قیصاري د فاریاب د قیصار ولسوالۍ اوسیدونکی دی. هغه تر څه موده مخکې پورې پخپله ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پاڅونوالو مشر و.
دا پاڅونوال د افغانستان د ملي امنیت د لوی ریاست تر چتر لاندې د وسله والو طالبانو خلاف جنګیدل.
قیصاري تورن و، چې په یاده سیمه کې د بشري حقونو د نقض سبب شوی او خلک ترې ناراضه وو.
هغه څه باندې یو کال مخکې ظاهراً په دې دلیل په فاریاب کې تر یوې ناندریزې امنیتي غونډې وروسته کابل ته راوستل شو، چې په غونډه کې یې د حکومتي چارواکو په وینا په ولسمشر پسې کنځلې کړې وې او د مرکزي حکومت د اوامرو خلاف غږیده.
کابل ته د قیصاري تر راوړلو مخکې د هغه د ځواکونو او افغان ځانګړو ځواکونو ترمنځ نښته کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
قیصاري له نیول کیدو وروسته په کابل کې د ملي امنیت له لورې بندي او د پلویانو په وینا یې سخت شکنجه شو.
د دوستم او قیصاري پلویانو په داسې حال کې، چې دوستم په ترکیه کې د نا اعلان شوي تبعید شپې ورځې تېرولې؛ د قیصاري د خوشې کولو لپاره ۲۱ ورځې د هېواد په شمال کې پراخ لاریونونه وکړل او څو ورځې یې مهمې سوداګریزې لارې وتړلې.
قیصاري اوس چېرته دی؟

نظام الدین قیصاري تراوسه په کابل کې دی. هغه د ملي امنیت په یوه مېلمستون کې ساتل کیږي، خو ویل کیږي چې د ولسمشر غني د ټاکنیز ټیم( دولت ساز) په پلوۍ ورسره حکومت د ټاکنیزو هڅو په اړه هوکړې ته رسیدلی.
دی مخکې له دې، چې شمال ته لاړشي، له کابله اوس خورا فعال شوی او په خبره یې هره ورځ سلګونه کسان یې لیدو ته راځي.
د جنرال دوستم خلاف د قیصاري تحرکات او خبرې سبب شوي، چې د دوستم د پامه بدې راشي او هغه یې هم پرضد خبرې او ګواښونه وکړي.
د رهبر او سرتېري ختمه شوې رشته
قیصاري په یوه تلویزوني مرکه کې وایي، چې جنرال دوستم یې تر بندي کیدو پورې رهبر او دی یې سرتېری و.
د ده په وینا دا رشته یې ترهغې وروسته تمامه کړه، چې دوستم د وخت د ولسمشر د لومړي مرستیال له دریځه د ده د خلاصون لپاره هیڅ ونه کړل.
د قیصاري په خبره دوستم له ۴۰ کلونو راهیسې د ترک تبارانو رهبري وکړه، خو خرابه یې وکړه او خلک ورنه ناراضه دي.
د ده په ټکیو اوس د خلکو سترګې ده ته اوړي، له ده یې غوښتي، چې د رهبرۍ لپاره را میدان ته شي.
هغه دوستم ته په کمه سترګه هم نه ګوري، وایي زیات داسې خلک یې وژلي، چې د ده مقابلې ته راوتي، خو دی به د داسې ګواښونو باوجود له خپل هوډه په شا نه شي.
نظام الدین قیصاري تر بندي کیدو وروسته د خپل نظر بند په اړه دوستم له حکومت سره په معامله تورنوي او وایي همدا چې شمال ته ورشي، هلته به خلکو ته اسناد وړاندې کړي.
هغه دوستم ته د پېغور په ډول وایي، چې هسې په نوم رهبر دی، کنه په جلاوطنۍ کې یې ولې چا د هغه د هېواد ته ستنیدو په پلوۍ غږ نه کاوه.
جلا ټاکنیزې لارې

جنرال دوستم په راتلونکو ټاکنو کې د ډاکټر عبدالله په مشرۍ ټاکنیز ټیم ته خپل دفتر ریس عنایت الله بابر فرهمند د لومړي مرستیال په توګه معرفي کړی.
خو قیصاري، چې د ده تر ټولو وفادار قومندان ګڼل کیده، په راتلونکو ټاکنو کې له ولسمشر غني سره ملګری دی.
قیصاري د خپلې دغې سیاسي ملګرتیا خبره تاییدوي، خو  نور جزیات یې نه روښانوي.
لوبیا خور قیصاري
جنرال دوستم په یوه وینا کې قیصاري ته د لوبیا خور خطاب کړی او ویلي، چې  هغه او بل هرڅوک د ده د رهبرۍ ځای نه شي ډکولی.
دوستم وایي که زه نه اوسم، قیصاري ته به د ملي امنیت ریس ستانکزی هغه لوبیا ورنه کړي، چې اوس یې ورکوي.
د ملي جنبش ګوند مشر وایي: مشري ساده خبره نه ده، د خلکو په ژبه پوهیدل او دوی ته د ښه مسیر ورکولو وړتیا غواړي.
دوستم په ورته وخت کې وایي: خلک به هغه وخت زما په قدر پوه شي، چې زه نه اوسم!
خو قیصاري دا نه مني او وایي: زه که لوبیا خور یم، یم به، دوستم د خلکو وینې څښلي، غواړي تر ده وروسته رهبري د ده د زوی په لاس کې وي!