انتخابات سیاست له نړۍ

کرونا وېروس د نيوزلينډ ټاکني د ۴ اونيو لپاره وځنډولې.

لیکنه: مدثر دعوت

خبريال: مدثر دعوت

د نيوزلينډ لومړۍ وزيري اعلان وکړ چې د کرونا وېروس د نويو پېښو له امله يې عمومي ټاکني ځنډولي.

لومړۍ وزيري جسيندا ارډرن وروسته له هغې د څلورو اونيو لپاره عمومي ټاکني وځنډولې چې په نيوزلينډ کې تېره سې شنبه وروسته له ۱۰۲ ورځو يوځل بيا د کرونا وېروس مثبتې پېښې ثبت سوې.

ټاکل سوې وه د سپټمبر په ۱۹مه ټاکني ترسره سي خو د اوس لپاره د اکتوبر ۱۷مې نېټې ته وځنډول سوې.

لومړۍ وزيري ويلي چې د خپلو خلکو د روغتيا په خاطر يې دا پرېکړه کړې پداسي حال کې چې له خپل مرستيال او مخالفانو سره يې اړيکې نيولي او هغوی هم دا مشوره ورکړې چې بايد ټاکني وځنډول سي.

هغې په پلازمېنې ولنګټون کې خبريالانو ته وويل: “ زه غواړم ډاډه اوسم چې ښې ټاکنې ولرو،تر څو ټول خلک پدې وتوانېږي چې د ګوندونو او نوماندانو په اړه کافي مالومات ترلاسه کړي او د راتلونکې لپاره ډاډه وسي”.

۴۰ کلنې لومړۍ وزيري وويل:” زه بايد ډاډ، د انصاف احساس او د راحتۍ احساس خپلو خلکو ته ورکړم ،تر څو هغوی ته ډاډ ورکړم چې دا پر امنه ټاکنې دي”.

د يادولو وړ ده چې تېره سې شنبه په اوکلنډ کې د يوې کورنۍ درې غړي په کرونا وېروس اخته سوي وه په همدې خاطر حکومت په ياد ايالت کې درې ورځنی ګرځبنديز اعلان کړ.

پرون په ټول نیوزلينډ کې د کرونا وېروس ۱۳ مثبتې پېښې ثبت سوي چې ټول شمېر يې ۱۶۳۱ ته ورسېدی چې له امله يې ۲۲ کسان مړه سويدي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ليکوال ژورنالیست دی, د یاران لپاره په سپورټي او نورو برخو کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي دعوت د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ