ژباړه: حماد هلال
د ځوانانو لپاره شپږ لارښوونې
نوې ځواني د ژوند یوه سخته مرحله ده او د کرونا بندیزېنو لا سخته کړې. د مدرسو، ښوونځیو او د ټولنیزو پروګرامونو په لغوه کېدو سره یوازې دا نه چې ځينو ځوانانو د ژوند مهمې شېبې له لاسه ورکړې؛ بلکې د ورځينو فعالیتونه لکه ملګرو سره ناسته او په ټولګیو ګډون کولو نه هم لرې پاتې شو.
تاسو، هغه ځوانان چې کرونا ناروغۍ مو په ژوند کې بدلونونه پیداکړي لکه اضطراب، انزوا او د نا هیلۍ احساس یې درکړی، وپوهېږئ یوازې نه یاست. موږ د ځوانانو متخصص، د ډېرو خرڅ شوو کتابونو او د نیویارک ټایمز لیکوال ډاکټر لیزا دامور سره د دې په اړه، چې څنګه کولی شو د ځان او رواني روغتیا ساتنه وکړو خبرې کړي.
۱ـ په یاد ولرئ، چې ستاسو اظطراب کاملاً طبیعي دی
که د ښوونځیو تړل کېدل او خبرونو سرټکي ستاسو د اظطراب لامل شوي اوسي، وپوهېږئ تاسو یوازې نه یاست. په اصل کې باید همداسې احساس ولرئ، د ډاکټر دامور په ویلو « ارواپوهانو له ډېر پخوا راهیسې موندلې، چې اظطراب کاملاً طبیعي او سالمه کړنه ده. په حقیقت کې د خطراتو په وړاندې موږ ته خبر راکوي او مرسته راسره کوي، چې د ځان ساتنې لپاره ځيني تدابیر ونیسو. ستاسو اظطراب د دې لامل کېږي هغه پرېکړې چې اړیني دی باید یې ونیسئ، لکه د ګڼې ګوڼې ځایونو ته نه تلل، د نورو خلکو سره وخت نه تېرول، لاسونو مینځل او د مخ نه لمس کول. په داسې احساس نه یوازې چې ځان بلکې نور خلک هم خوندي کوئ. په دې کار سره مو دقیقاً د ټولنې له غړو ساتنه کوئ او هغوی ته مو ښودلې چې ارزښت ورته ورکوئ».
د کرونا ناروغۍ په اړه اضطراب لرل کاملاً د درک وړ موضوع ده او د ډاکټر دامور لارښوونو مطابق ډاډ ترلاسه کړئ، چې مالومات مو له معتبرو سرچېنو( د یونسیف او روغتیا سازمان سایتونو) څخه ترلاسه کړي او یا هر مالومات چې د نا معتبرو سرچېنو څخه لاسته راوړئ، په اړه یې څېړنې کوئ.
که وېره لرئ، چې د کرونا نښانې په ځان کې لرئ، اړتیا ده چې د مور او پلار سره مو خبرې وکړئ. ډاکټر دامور وایي« په یاد ولرئ، په کرونا ویروس اخته کېدل معمولاً خفیف دي او په ځانګړې توګه د ځوانانو او ماشومانو لپاره.» همدارنګه باید دې ټکي ته هم پام وکړئ، چې د کرونا ټولې نښې د درملنې وړ دي. ډاکټر دامور لارښوونه کوي، که چېرته مو حالت ښه نه وي یا د دې ویروس په اړه اندیښمن یئ د والدینو یا هغو مشرانو سره خبرې وکړئ، چې بارو پرې لرئ او مرسته ورڅخه وغواړئ.
۲ـ فکر مو نورو موضوعاتو ته واړوئ
ډاکټر دامور وایي: ارواپوهان باور لري که چېرته د اوږدې مودې لپاره په سختو شرایطو کې اوسو، غوره کار دا دی چې ستونزې په دوه برخو وویشو: هغه څه چې کنټرول کولی یې شو او هغه شیان چې په اړه یې موږ هیڅ نشو کولی.
په اوس وخت کې داسې ډېری شیان دي، چې په دوهم دسته کې راځي او کاملاُ طبیعي دي، خو یوازینی کار چې موږ سره مرسته کوي، له دې حالت څخه راووځو دا دی چې خپل فکر له دې موضوع څخه لرې کړو. ډاکټر دامور په ورځني ژوند کې توازن او ارامتیا ترلاسه کولو په عنوان وړاندیز کوي چې خپلو درسونو ته ځان وروسوئ، د خوښې فلمونه وګورئ او خوب کولو په وخت د کیسو کتابونه ولولئ.
۲- د ملګرو سره اړیکو لپاره نوې لارې پیداکړئ
که غواړئ ملګرو سره مو وخت تېر کړئ او په همدې وخت کې مو ټولنیز واټن هم ساتلی اوسي، د ټولنیزو رسنیو څخه ګټه اخیستنه غوره تګلاره ده. نوښت ګر اوسئ؛ د هغو روغتیايي ننګو په اړه چې ټولنیزو رسنیو کې بحث پیداشوي پکې ګډون وکړئ. دامور وایي« زه هیڅ کله د ځوان نوښت ته په کمه سترګه نګورم، زما وړاندوینه دا ده چې ځوانان به پرلیکه د یو بل سره اړیکو نیولو نوې او د پخوا څخه متفاوتې لارې پیداکړي».
هغه زیاته کړه« البته مجازي نړۍ او ټولنیزو رسنیو ته بې دمې داخلیدل هم چندانې ښه راتلوونکی نلري. په مجازي نړۍ کې ډېر اوسیدل هم هوښیارانه ندي او ممکن اظطراب مو ډېر کړي». هغه وړاندیز کوي، چې د والدینو په مرسته د وخت مهال ویش جوړ او د مجازي نړۍ څخه د ګټه اخیستنې لپاره ځيني محدودیتونه ځان ته وټاکئ.
۴- په ځان تمرکز وکړئ
هر وخت مو مینه لرله چې نوي څه زده کړئ، نوی کتاب ولولئ، ورک اوټ( کورني تمرینونه) مو ډېر کړئ او…
اوس د دې کارونو ترسره کولو وخت دی؛ په ځان تمرکز وکړئ او هغه لارې پیداکړئ چې د دې لاسته راغلي وخت و چانس څخه د ځان په ګټه او د ذهني روغتیا ساتنې لپاره ترې کار واخلئ.
۵ ـ احساسات وپېژنو او وې منو
د هغو پېښو، ساعت تېریو او لوبو له لاسه ورکول، چې کولی مو شو د ملګرو سره پکې ګډون وکړئ، ډېر نا هیلي کوونکوي دي. داټول ستر زیانونه او ضربې دي. ډاکټر دامور وایي: دا پېښې رښتیا هم د ځوانانو لپاره سختې دي او حق لري چې د دې حالت څخه نا ارامه شي. د دې نا هیلۍ څخه د راوتلو غوره لار څه ده؟ لومړی باید د دې احساس لرل ومنې، کله چې د نا ارامه کوونکي احساس سره لاس او ګریوان یاست، د دې احساس څخه د راوتلو یوازینۍ لار د هغې تېرول او زغم دی. د غمجن اوسېدو لپاره هیڅ شتون نلري، خو که ځان ته مو اجازه ورکړئ، چې د غم احساس لري کړي ډېر زر به مو حالت ښه شي.
هر شخص خپل احساسات په بېلابېلو لارو ښايي. ځيني هلکان هنري کارونو ته مخه کوي، ځيني غواړي ملګرو سره خبرې وکړي، خو نشی کولی د پخوا په څېر له نږدې وګوري نو په همدې خاطر اړیکه ورسره نیسي. مهمه دا ده هغه کار ترسره کړئ، چې فکر کوئ ستاسو لپاره ښه دی.
۶ ـ په ځان او نورو مهربانه اوسئ
ځيني هلکان د کرونا ناروغۍ له امله ځورولو او ناوړه ګټه اخستلو کې واقع کېږي. ډاکټر دامور وایي: د نورو څخه مرسته غوښتل غوره لاره ده د هر ډول ځوریدو په وړاندې. د هغو ځوانانو او هکانو څخه چې ځوریږي،باید تمه ونلرو چې د داسې ناوړه ګټه اخیستلو او ځوریدو په وړاندې یوازې ودریږي، موږ باید هغوی وهڅو چې د مشرانو او ملګرو څخه مرسته وغواړي.
که تاسو د دې شاهید یاست چې کوم ملګرو مو ځوریږي، په منډه ورسره مرسته وکړئ او هغه څخه د ملاتړ وړاندیز ورته وکړه. که هیڅ عکس العمل یې ونښودو امکان لري، فکر کوي چې ټول یې په ضد یئ یا هيڅ کس هغه ارزښت نه ورکوي. ستاسو خبرې به اغېزناکې وي.
په یاد ولرئ، اوس باید موږ له هر وخت ډېر د هغه څه په اړه چې وایؤو یې یا نورو ته وړاندې کوو باید عاقلانه چلند وکړو، ترڅو نور نا ارامه نکړو.