اپریل 21, 2021

د والدینو خپل منځي شخړې د ماشومانو په روان و راتلونکي څه اغېز لري؟

ژباړه: مهر تاج

د ميندو او پلرونو دعوې یا خپل منځي شخړې د ماشومانو په رواني روغتیا او پرمختګ بدې اغیزې لري.

د مور او پلار اړیکې د ماشوم په هوساینې او خوښۍ کې مهم رول لوبوي او د ذهني روغتیا او علمي لاسته راوړنو نیولې تر د ژوند راتلونکو اړيکو پورې د هغوی د ژوند ټولې برخې اغیزمنوي.

په ډیری قضیو کې، په ماشوم د مور او پلار ساده جنجال کوم ځانګړی اغیز نلري، خو که دا دلیلونه او بحثونه په چیغو او سخت قهر سره وي یا ميندې او پلورنه یو بل ته په غوسه وي، نو ماشومان د جدي زیان سره مخ کېږي.

ـ په انګلستان او نوره نړۍ کې د لسیزو څیړنې، چې په کور کې د مور او پلرونو په اوږد مهاله اړیکو شوي دي، دا ښیې چې ماشومان، حتا د شپږو میاشتو په عمر کې کله چې د مور او پلار پرلپسي شخړو سره مخ کېږي، ډير امکانات يې شته چې د زړه د ناروغي او يا د سترس د ناروغي سره مخ شي.

ـ نوي زيږيدلي ماشومان او لوی ماشومان هم که چيري اوږده موده د مور او پلار په جنجالي چاپیریال کې ژوند کوي؛ ممکن د مغزو د کمزورتيا، د خوب ګډوډي، بې جرأتي، اندیښنه، اضطراب او ځيني غیر معمولي چلند نښې پکې څرګندې شي.

ـ طلاق یا د مور او پلار جلا کیدل ماشومانو ته د خورا زیان رسولو لامل کېږي، مګر په ځینو قضیو کې په پیل کې د مور او پلار شخړې او بيا وروسته طلاق ممکن په ماشومانو ډیر وژونکي تاثیر ولري.

هغه ماشومان چې د مور او پلار د دوامداره بحثونو سره مخ وي، ممکن په ښوونځي کې بریالي زده کونکي نه اوسي.

او اکثراً داسي هم کېږي، چې ماشومان دا عادتونه په ميراث ځان سره وړي. او خپل راتلونکي ژوند کې خپله نوي کورنۍ د ورته حالت سره مخ کوي.

دا ریښتیا ده، چې د ماشوم رواني روغتیا د ده په وده کې اساسي رول لوبوي، او د ماشوم وړې ستونزې ده ته ورخطايي، اندیښنه او دوه زړېتوب ،پيدا کوي..
خو د ماشوم کورنۍ چاپیريال او د تعليمي چاپیریال اغیزه د ماشوم په وده او رواني روغتیا کې هم خورا مهم دي.

سربیره پردې، څیړنې ښیي، چې رواني روغتيا تر ډيره کورني چاپیريال پسي تړلې ده. دا په دې مانا چې، که يو څوک رواني ستونزې په ميراثي ډول هم د ځان سره ولري، خو برحاله د يوه سالم کورني چاپیريال خاوند وي. نو دا ستونزې به څرګندې نشي.

په هر حال کې، د مور او پلار د اړیکې کيفیت که چيرې لوړ او په همغږۍ کې وي، څه د طلاق يا بيلتون نه وروسته او څه هم مخکې ، د ماشوم په ژوند کې مهم رول لوبوي.

د حافظې ارزښت

لیکوال: عایشه حیدري ، کابل - برخه : روانې سلامتي

کېدای شي تاسو په ژوند کې د حافظې په ارزښت پوه شئ خو موږ غواړو په دې اړه تاسو ته لږه توضیح درکړو، ځکه چې که تاسو د حافظې د ارزښت په اړه پوه شئ ... نور ولولئ