د محمد نبي او راشدخان په اړه د حیدراباد لوبډلې څرګندونې

محمدنبي عیسی خېل او راشدخان له ۲۰۱۷ راهیسې له حیدراباد لوبډلې سره مل دي؛ خو دې لوبډلې راشدخان په یوه لوبه کې هم نه دی کېنولی او محمد نبي عیسی خېل یې بیا څو محدودو لوبو کې لوبولی دی.

محمدنبي عیسی خېل چې په څوارلسم پړاو آی پي اېل کې د حیدراباد استازولي کوي، تر دې دمه یواځې یوه لوبه کې لوبېدلی دی.

په یوه لوبه کې هغه ۳۲ منډې ورکړي، دوه وېکټي یې اخیستي او په ۸ توپونو یې ۱۴ منډې هم کړي دي.

له دې وروسته په درېیوو نورو لوبو کې محمدنبي ته موقع نه ده ورکړل شوې.

دې لوبډلې تازه په خپله فیسبوک پاڼه یو انځور خپور کړی او ورته لیکلي یې دي، چې محمد نبي عیسی خېل خورا ځانګړی لوبغاړی دی.

دغه انځور له محمدنبي عیسی خېل څخه د تازه تمریناتو پرمهال اخیستل شوی دی.

بل پلو یادې لوبډلې د راشدخان له انځور سره لیکلي دي، چې په درې لوبو کې یې د نړۍ درې ستر لوبغاړي، له درېیوو لوبډلو څخه سوځولي دي.

د راشدخان لخوا د سوځول شوو لوبغاړو په ډله کې اې بي ډیویلیرس، کرېس ګېل او انډری رسل شامل دي.

په روان آی پي اېل کې د راشدخان ایکانومي ۵ اعشاریه صفر شپږ ده.

راشدخان تر دې دمه په څلورو لوبو کې ۱۶ اورونه کړي، ۸۱ منډې یې ورکړي او پنځه وېکټې یې ترلاسه کړي دي.

د حیدراباد راتلونکې لوبه د محمد نبي عیسی خېل برخلیک

د حیدراباد لوبډله کې ښایي سبا ته هم د محمدنبي لپاره ځای جوړ نشي، ځکه ټول بهرني لوبغاړي له دې لوبډلې سره ښه او تکړه دي.

په بهرنیو لوبغاړو کې راشدخان، چې هېڅ یې دا لوبډله نشي کېنولای.

ډېوېډ وارنر لوبډلمشر دی او نشي کېدای چې له لوبډلې بې عذره کېنول شي.

کېن ویلیمسن نسبت محمد نبي ته په توپ وهنه کې ډېر غوره دی او حیدراباد هم غوره توپ وهونکو ته اړتیا لري.

جېسن رای او جاني بېرسټو د نړۍ له غوره توپوهونکو څخه دي، له دوی به خامخا یو توپوهونکو کې موجود وي او یوولس کسیز نوملړ کې به اخیستل کېږي.

د محمد نبي او جېسن هولډر پرتله کېدای شي، دواړه ښه الراونډران دي، که چېري الراونډر ته اړتیا وي، نو یا به محمد نبي وي او یا به هم جېسن هولډر وي.

خو دواړه په یوه وخت کې نشي لوبېدلی.

محمدنبي ته د حیدراباد په لوبډله کې ډېره کمه موقع په لاس ورتلی شي، ځکه دوی ښه بالران لري، یو ځواکمن منځني یا مېډل ارډر توپوهونکي ته اړتیا ده، چې دا تشه له کېن ویلیمسن څخه پرته بل لوبغاړی نشي ډکولی.

د یکشنبې په ورځ د اپرېل په ۲۵ مه دوه لوبې ترسره کېږي، چې لومړۍ لوبه کې چینای او بنګلور ماسپښین دوه نیمې بجې مخ دي او دویمه لوبه کې چې د آی پي اېل شلمه لوبه کېږي، حیدراباد د ډیلي پر وړاندې لوبه کوي.