ژباړه: عطا محمد میاخېل
د لین آف. جیکوبز او جرمي اس. هایمن د کالج د بریا د رازونو په کتاب کې، په لوړو زده کړو کې د بریا د څرنګوالي په اړه له موږ سره یو لړ لارښوونې شریکوي، موږ د غوره محصلینو له ۱۴ عادتونو څخه ۸ ټاکلي دي، چې له تاسو سره یې شریکوو.
جیکوبز د ارکانزاس په پوهنتون کې د هنر تاریخ استاد دی او په ډرونډر بېلټ، کل سټیټ، رډ لنډز او ان وای یو کې یې تدریس کړی دی.
هایمن د استادانو د پروژو بنسټ ایښودونکی او لوړ پوړی جوړونکی دی. هغه په یو اې، یو سي ال اې، ایم آی ټي او پرینسټون کې تدریس کړی دی.
۱ ـــ یو پروګرام ولرئ
د پروګرام لرل، یو ډېر ښه او بنسټیز مهارت ترسترګو کېږي، خو حیرانونکې ده، چې څنګه ډېری محصلین، چې د بریا لپاره یو نظم ولري، نالیدلی یې نیسي، لامل ته په نه پام سره، غوره محصلین تل پروګرام لري.
هغوی دغه راز د تاریخ د یوه ستر کتاب لرونکي دي او هر ټاکلی شوی ځنډ، لیده کاته، د ټولګي او د آزموینې وخت پکې ثبتوي.
جیکوبز او هایمن په دې باندې باوري دي، چې د یوه بشپړ لیدل لرل، له محصلینو سره مرسته کوي، ترڅو متوازن شي او له کومو څیزونو څخه، چې تمه نه لري، ترې ډډه وکړي.
۲ ـــ له هوښیارو دوستانو سره وګرځئ
سیالیز (رقابتي) فشار فوق العاده ځواکمن دی. که له هغو کسانو سره، چې په پوهنتون کې د بریا لپاره، ستاسو له لېوالتیاوو څخه ملاتړ نه کوي، ګرځئ، نو د شاته تګ په حال کې یاست. اړینه نه ده، چې دا دوستان لرې کړئ، خو باید د زده کړنیز کال په لړ کې، له هغوی سره مو حضور را کم کړئ.
له هغو دوستانو سره، چې ستاسو په څېر موخې لري، وګرځئ او ورسره وګورئ، چې څنګه مو انګېزه او روحیه لوړوي.
۳ ـــ خپل ځان وننګوئ
حیرانونکې ده، کله چې ستر فکر کوو، کوم کارونه ترسره کولای شو. ډېری خلک په دې باندې نه پوهېږي، چې ذهن یې څومره پیاوړی او ځواکمن دی او ډېری کارونه، چې ترسره کولای شو، نه یې ترلاسه کوو.
خپل ځان وننګوئ او حیران به شئ.
جیکوبز او هایمن محصلین هڅوي، تر کله چې د مطالعې په حال کې دي، په فعاله توګه فکر وکړي، ترڅو وکولای شي په صنف کې په بشپړه توګه ګډون ولري.
هغوی وایي: یو له هغو څیزونو څخه، چې استادان یې تل په لټه کې دي، د مقاله لیکنې پرمهال، په فرد پورې د منحصرو ټکو د مانا ژورو سطحو ته رسېدل.
۴ ـــ فیډبک ومنئ
کله چې له فیډبک سره مخامخ کېږئ، خواشیني کېدل ډېر آسانه دي، فیډبک د یوې ډالۍ په توګه ومنئ او د خواشیني کېدلو پر وړاندې مقاومت وکړئ.
کله چې فیډبک ته د معلوماتو په توګه ګورئ، کولای شئ له هغو آیډیاوو څخه، چې ګټورې ښکاري، ګټه واخلئ. کله چې فیډبک د استاد له لوري دی، نو هغه ته په دقیقه او ژوره توګه وګورئ، تاسو هغه شخص ته د زده کړې لپاره پیسې ورکوئ، باور ولرئ، چې دا معلومات ډېر زیات ارزښتمن دي، حتا که څو ورځې تېرې هم شي، ترڅو یې ومنئ.
تر ټولو غوره محصلین د خپلو مقالو او آزموینو په اړه نظریات مطالعه کوي او هر ډول تېروتنه یې چې کړې وي، بررسي کوي یې او له هغو څخه زده کړه کوي، هغه په دې نظریاتو باندې د خپلې بلې کورنۍ دندې د لیکلو پرمهال مرور کوي، دا ده، چې موږ زده کړه کوو.
۵ ـــ کله چې کوم څه ته نه متوجه کېږئ او یا هم نه پرې پوهېږئ، نو پوښتنه وکړئ
دا ظاهراً آسانه ښکاري، خو تل داسې نه ده، ډېر داسې څیزونه شتون لري، چې کولای شي، زموږ د لاس د پورته کېدلو او یا د ټولګي له پای ته رسېدو وروسته زموږ د پوښتنه کولو پر وړاندې خنډ وګرځي، دا خنډ له خجالت او احمق ښکاره کېدو څخه وېره ده.
تاسو په پوهنتون کې یاست، ترڅو زده کړه وکړئ، که د هغې موضوع په اړه، کومه چې د زده کړې په حال کې یې یاست، په هر څه باندې پوهېدئ، نور به نو هلته نه وئ. تر ټولو غوره محصلین هغه محصلین دي، چې پوښتنه کوي.
په حقیقت کې ټوني وانګر « د نړیوالې لاسته راوړنې سوری» تر عنوان لاندې په خپل کتاب کې په دې باندې باوري دی، چې د سمو پوښتنو پوښتل، په سم ځوب باندې تر پوهېدلو ډېر مهم دی. دا چاره تر هغه څه ډېره ژوره ده، چې ښکاري، په اړه یې فکر وکړئ او پوښتنه کول پیل کړئ.
۶ ـــ په خپل لومړیتوب باندې پام کوئ
رسېدلي محصلین معمولاً د نورو لپاره له خپلو اړتیاوو څخه تېرېږي. ماشومان د ښوونځي د پروژې لپاره یو څه ته اړتیا لري. د ژوند شریک مو داسې احساس کوي، چې نا لیدلی نیول کېږي. رییس مو تمه لري، چې د یوې ځانګړې ناستې لپاره، تر ځنډه حضور ولرئ.
تاسو باید زده کړئ، چې «نه» ووایئ او خپلو زده کړو ته لومړیتوب ورکړئ، ښایي ماشومان مو لومړی لومړیتوب وي، خو نباید هرې کوچنۍ ستونزې ته له ځنډ پرته ځواب ورکړل شي، ښوونځی ستاسو کار دی، جیکوبز او هایمن، محصلینو ته د دې یادونه کوي، چې پوهنتون یې کار دی او که غواړي، چې بریالي شي، نو باید هغه ته لومړیتوب ورکړي.
۷ ـــ خپل بدن ته پام وکړئ
کله چې تاسو د کار، ژوند او صنفونو د توازن په حال کې یاست، بدني وضعیت ته پام کول کولای شي لومړنی څیز وي، چې نالیدلی نیول کېږي. که سم خواړه وخورئ او ورزش وکړئ، نو د ژوند ټولې برخې به مو په ښه توګه متوازنې کړې وي.
جیکوبز او هایمن وایي: «بریالي محصلین خپلې جسمي او احساسي اړتیاوې، د پوهنتون اړتیاوو ته په پام سره مدیریت کوي.»
۸ ـــ موخه ولرئ
ولې پوهنتون ته ځئ؟ هغه سند ته د رسېدو لپاره، چې کلونه وړاندې مو یې په اړه فکر کاوه او دغه راز په اړه مو یې خوبونه لیدل؟ په کار کې د لوړتیا په خاطر؟ د هغو څیزونو د زده کړې لپاره، چې تل درته جذاب وو؟ ځکه پلار مو تل غوښتل، چې تاسو ….. شئ؟
جیکوبز او هایمن وایي:
“تر ټولو غوره محصلین په دې باندې پوهېږي، چې ولې په پوهنتون کې دي او په دې باندې هم پوهېږي، چې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره باید څه وکړي.“