د نړۍ اووه‌لسم لوی جومات؛ پر یو وخت ۱۰ زره لمونځ‌کوونکي پکې ځایېږي

ژباړه: حمیدالله حمیدي

د ګروزني جومات د چیچنیا په مرکز ګروزني کې موقعیت لري، چې پر یو وخت د ۱۰ زره لمونځ کوونکو ظرفیت لري.
د جومات شاوخوا د چیچنیا اسلامي اجراییه ادارې، مدرسې، پوهنتون، هوټل او یوې کتابخانې احاطه کړې ده.
دغه جومات د استانبول آبي جومات او یا هم د سلطان احمد له جومات څخه په الهام اخیستو جوړ شوی، چې د ۲۰۰۸ م د اکټوبر میاشتې په ۱۶مه نېټه ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د جومات د پرانیستې په مراسمو کې د اسلامي هېوادونو پر ګڼ شمېر مشرانو سربېره د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین هم ګډون کړی و.
د ګروزني جومات د منارو لوړوالی ۶۰ مترو ته رسېږي، دغه جومات د نړۍ اووه‌لسم (۱۷) لوی جومات بلل کېږي، چې په دې وروستیو کې په اروپا کې جوړ شوی دی.
د جومات پر دېوالونو د ترکي خطاطانو لخوا نقاشۍ شوې دي. د دغه جومات معماران وایي د جومات د رنګولو لپاره یې له داسې طبعي او مصنوعي رنګونو څخه ګټه اخیستې چې تر ۵۰ کلونو پورې دوام کوي.
د جومات په دننه کې پر دېوالونو باندې د قران کریم آیاتونه په ۹۹٬۹سلنه طلا باندې لیکل شوي دي.
په جومات کې لمونځ‌کوونکي وایي کله چې جومات ته د لمانځه لپاره راځي، د خوښۍ احساس کوی او ټوله غمونه یې له سره ووځي.
د دغه جومات په جوړولو ٢٠ ميلونه ډالره لګښت راغلی.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي