اپریل 21, 2021

د وینا پر مهال د اورېدونکو د پام راړولو لپاره۱۰ لارښوونې

ژباړه او زیاتونه

ویاندويي یوازې دا مانا نه لري چې په سترو غونډو کې خبرې وشي، همدا چې د یوې وړې ډلې مخکې یا په یوه کوچنۍ کاري جلسه کې خبرې کېږي، هغې ته هم ویاندويي ویلی شو. د دې لپاره چې اغېزناکه وینا ولرئ، دا لس لارښوونې ولولئ.

۱-په پخو خبرو سره وینا پیل کړئ!

تاسو خپلې خبرې په خوږو او پخو جملو پیل کړئ. یانې داسې جملې وکاروئ چې اورېدونکي خپلې وینا راوبولئ. لکه: « که تاسو هلته وی لیدلي به مو و چې…»، « موږ ټول د جګړې په ډګر کې ایسار شوي یو…».

۲-ناست کسان مخاطب کړئ!

تاسو د وینا تر پیلولو وروسته داسې جملې وکاروئ چې ناست کسان مخاطب شي. دا پر دې مانا چې تاسو کله خبرې پیلولې پر داسې جملو یې پیل کړئ چې ناست کسان ټول تاسو ته غوږ شي او ستاسو د خبرو د اروېدو لېواله شي. مثلا تاسو د وینا پیل په داسې جملو وکړئ چې په هغو کې د خلکو احساساتو، وېرو، اندېښنو ته نغوته شوي وي. هر کله چې انسان داسې څه واوري چې د ژوند له ورځنیو ستونزو سره یې تړاو ولري؛ نو هرومرو په شوق سره غوږ ورته نیسي.

۳-لمس کېدونکې خبرې وکړئ!

هر کله مو چې وینا درلوده داسې خبرې او مفاهیم مه وایاست چې انتزاعي وي، یا د ناستو کسانو ذهن کې کشمکش پیدا کړي. هڅه وکړئ د خبرو پیل مو په داسې یو داستان‌ګوټي وکړئ چې له موضوع سره مو تړاو ولري. یا ځينې نور داسې داستانونه بیان کړئ چې لوستونکی یې وانځورولی شي او ذهن یې ستړی نه شي.

مثلا ( رابرت کندي) چې یوه ورځ خبرې کولې، خلکو ته یې وویل: « تاسو هلته وګورئ، هلته داسې کانالونه وینئ چې میلیونونه کاله ماهیانو هګۍ پکې ایښي او …».

حال دا چې په هغه ځای کې خړې او ککړې اوبه روانې  وې، رابرت د هغې سیمې پخوانی حالت ورته انځوراوه. په دې سره یې خلک اړ چې غوږ ورته ونیسي.

۴-متنوع خبرې وکړئ!

انسان فطرتا له تکراري سیانو ستړی کېږي. تاسو هم د دې لپاره چې اورېدونکي تر پایه درسره مله وي، د سیند په څېر روان واوسئ او درېدلې خبرې مه کوئ. تنوع ولرئ چې اورېدونکي درنه ستړي نه شي.

۵-ډېر ژر اصلي/آر مطلب ته ورشئ!

هڅه مه کوئ چې خبرې دومره اوږدې کړئ چې خلک د اصلي مطلب تر اورېدو او درکولو مخکې درنه په تنګ شي. پیلیزه مو چې خلاصه کړه، اصلي مطلب ته ورشئ.

۶-د مخاطبینو احساسات ویښ کړئ!

د وینا پر مهال طنز ویل ډېر خوند کوي؛ خو که تاسو له خندنیو/ کومیډ سره اشنا نه یاست، بیا نو ځان مه په عذابوئ. یوازې همغه شېبه کې چې کومه خبره د ټوکې په څېر دربرابره شوه، ویې کړئ. د شوخ‌طبعۍ خوی ویښ وساتئ. یا هم خپله یوه تجربه چې له موضوع سره تړاو ولري، ورسره شریکه کړئ.

۷-مخاطبینو سره مو اړیکې وساتئ!

هغه ویناوې ډېرې اغېزناکې وې چې په هغه کې تر ویناوال سربېره، اورېدونکي هم  فعال وو. په ټولګي کې ښوونکي هڅه کوي هغه زده‌کوونکي خبرو کولو او درس لوستلو ته اړ کړي چې کمزوري دي. تاسو هم اورېدونکي اړ کړئ چې خبرې درسره وکړي او فعال شي.

۸-د موضوع په اړه مو خوندور سرلیکونه وکاروئ!

که تاسو موضوع په سلایډونو کې جوړه کړې وي. سرلیکونه یې زړه‌راښکونکي ولیکئ؛ لکه د دې پر ځای چې ووایئ ( په بازار کې ونډه لرل)، ووایاست چې « موږ څنګه کولی شو پر بازار برلاسی شو».

دغه ډول سرلیکونه لوستونکو ته جالب هم وي.

۹-لنډې ویناوې ولرئ!

کله چې اورېدونکي جسماً ستومانه شي، ذهن یې هم له کاره لوېږي؛ نو تاسو هم هڅه وکړئ چې لنډې لنډې خبرې وکړئ او موضوع پای ته ورسوئ.

۱۰-تاسو په هماغه صحنه کې حضور ولرئ!

دا پر دې مانا چې حرکت وکړئ، وخوځېږئ، منظم حرکات ولرئ. اورېدونکي او لیدونکي ستاسو ټول حرکات ارزوي. سره له دې چې تاسو ته به عادي وي؛ خو دوی ستاسو هر حرکت ته متوجه کېږي، ستاسو د خبرو ډول، کتلو ډول، حرکاتو ډول ارزوي.

 

د حافظې ارزښت

لیکوال: عایشه حیدري ، کابل - برخه : روانې سلامتي

کېدای شي تاسو په ژوند کې د حافظې په ارزښت پوه شئ خو موږ غواړو په دې اړه تاسو ته لږه توضیح درکړو، ځکه چې که تاسو د حافظې د ارزښت په اړه پوه شئ ... نور ولولئ