مارچ 6, 2021

د هند په سمندر کې د نوي موجود موندل کېدل

Advertisements
  • ژباړه: نسیمه محمدي

په hسترالیا کې پلټونکو د ۴۵ مټره په لوړوالي یو حیوان، د سمندر په تل کې موندلی.
دا موجود چې سیفونوفور (Siphonophore) نومېږي او د لوله یې یا تونلي موجوداتو کورنۍ پورې تړاو لري، د اشمېت سمندر پېژندنې موسسې څېړونکو له لوري، د استرالیا، سواحلو ته نږدې، د هند په سمندر کې موندلی دی.
سیفونوفور شفاف، رشته یې، ښوۍ بې بنده موجود او مرجان ته ورته د زوئيد په نامه له کوچنیو اجزاو یا برخو، جوړ دی. هر یو له دې زوئيد څخه دوه ګوني جنسه (مذکر او مونث) زېږوي، چې د تونلي موجود د بدن د یوې برخې دنده او چارې په غاړه لري.
سره له دې چې دا موجود له ډېرو لوړو زوئیدونو څخه جوړ شوی، خو یوازې د یوې جارو د دستې په اندازه قُطر لري.
څېړونکي وايي، داسې ښکاري چې دا تر ټولو لوړ حیوان دی، چې تر دې دمه کشف او پېژندل شوې دی. دا ریکارډ پخوا د ۴۰ مټره په لوړالي د همدې لړۍ د بل حیوان سره وو.
سیفونوفور عموماً د ۷۰۰ تر ۱۰۰۰ مټره ژوروالي سره د سمندر په تل کې ژوند کوي او له شمالي اتلانتیک نیولې تر جنوبي سمندر پورې د نړۍ په بېلابېلو سواحلو کې موندل کېږي.
سرچینه: Independent

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




لټي، سببونه او چاره یې !!

لیکوال: ياران، جلال اباد - برخه : روانې سلامتي

Advertisements د کامران مشال لیکنه  لټي د کار نه کولو هیله ده. داسې چې زړه دې غواړې کرار پروت اوسې او یا پر مجلسونو او ساعتیریو بوخت اوسي او هیڅ کار ونه کړې. د لټۍ ... نور ولولئ