ښوونکي څنګه له شرمناکو/ غلي ماشومانو سره مرسته کولى شي؟

رنګین تجريدي ډیزاین
ليکنه: شپنه سلګۍ

کېداى شي ځينې زده‌کوونکي شرم ګيره/ګوښه او په افراطي ډول غلي وي.
ښايي په ټولګي کې د ستونزو جوړېدلو لامل نه شي، له دې سره هم ښايي هغه خواشینى او اندېښمن وي. نو داسې زده کوونکي بايد وپېژندل شي.
له هغوى سره دې د نورو زده‌کوونکو په څېر چې په يرغلګر ډول عمل کوي، مرسته وشي.
دې دواړو ډلو زده‌کوونکو ښايې زيات مشکلات زغملي وي او يا يې د کورنۍ نږدې غړي له لاسه ورکړي وي، چې د دوى په ورځينيو کړو وړو يې هم اغېزه کړې وي، نو دوى د ټولګي په فعاليتونو کې د ګډون د دوستانو سره د نږدې اړيکو لپاره مرستې، هڅونې او نوي ډاډ ته اړتيا لري.
شرمناکو زده‌کوونکو ته د ځانګړې وخت ورکول چې وکړاى شي له تاسو يا خپل کوم اعتمادي ټولګيوال سره د موجودو اندېښنو او د تېرو ورپېښو شوو مشکلاتو په اړه خبرې وکړي ښايي ګټور ثابت شي.
او که چېرته په خپل حال پرېښودل شي، ښايي لا ګوښه شي، په درسونو کې وروسته پاتې، د ټولنيزو مهارتونو موقع او په معمولي ټولنيزو فعاليتونو کې ونډه له لاسه ورکړي.
ښوونکي بايد محتاط وي او د داسې ستونزو درلودو له امله بايد زده‌کوونکو ته بد القاب استعمال نه کړي.
دا کار ډېر اسان دى چې څوک د “مزاحم” “ويده” “غبي” او يا بې مينې په نامه ياد شي، خو دا مهمه ده چې د بدمرغي اغيز د زده‌کوونکي په پرمختګ او کړو وړو باندې په ښوونځي کې درک شي.
په مناسبې مرستې او وړ پاملرنې سره د زده‌کوونکو دا ډول ستونزې تر ډېره حلېداى شي.