آپوزیسیون پيژندنه؛ اهمیت، اړتیا او د جوړیدو سبب یې

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

راځئ چې له هر څه دمخه د آپوزیسیون (Opposition) کلمې په اړه پوه شو.
آپوزیسیون د لاتینې کلمې (oppositio) نه چې انګلیسي که ورته   (Opposition) اخیستل شوې.
د آپوزیسیون (Opposition) کلمه په پښتو سندونو او قاموسونو کې په لاندې ډول مانا شوې.
مخالف لوری، مخالف ګوند، مخالف اړخ، مخالفت، ضدیت، (په ولسي جرګه کې) اقلیت، ټینګار، مقاومت، مخنیوی، مقابله، دریدا، بل دریځ.
په دې لیکنه کې دا هڅه شوې، چې د آپوزیسیون کلمه او آپوزیسیون په ساده او آسانه توګه زموږ په ژبه وسپړو او ځانونه پرې پوه کړو.
آپوزیسیون هغه کلمه ده چې آن زموږ په کورنیو مسایلو کې هم را ننوتې، خو ډیری پرې نه پوهېږو، چې زموږ کړو وړو ته هم آپوزیسیون وایي.
هو کله چې په یوه کورنۍ کې د کور مشر د یوې خبرې، موضوع او مسئلې په اړه د کورنۍ له غړو سره ناسته او مشوره کوي، دلته نو ښکاره خبره ده، چې د کورنۍ ټول غړي خو په یوه وار سره سلامشورې ته نه رسېږي، ځکه دلته نو اوس ټول یو دریځ نه لري، د کور یو، دوه او یا ډیر غړي بل دریځ لري، همدا بل دریځ خپله د دریدا ښکارندوی کوي.
درېدا یا بل دریځ د یوه کار مخنیوی او په بله بڼه د سرته رسولو وړاندیز د بل خوښې سره مخامخ کېدل او په خپل آند ټینګار کول خپله موږ د آپوزیسیون په حلقه او دایره که راولي.
خو نن سبا دا کلمه موږ هر ځل او په بیا بیا خبرونو، ګردي میزونو، سیاسي بحثونه او د ټاکنو په وختونو کې ډیر اورو، خو دا چې په سیاست کې څه مانا او حکومت سره څه تړاو لري!؟
اوس چې موږ یو ولسواکه ټولنه لرو، ولسواکۍ سره د آپوزیسیون څه تړاو دی او ولې په ټولنه او حکومتونو کې آپوزیسیون او مخالفه ډله شته او دېته اړتیا څه ده؟
د آپوزسیون او پورته ټولو کړیو سره یې د نوم تړاو څه دی، په لاندې لیکنه کې به د آپوزیسیون ټولو اړخونو ته  کتنه کوو.

آپوزیسیون په سیاست کې:

په سیاست کې آپوزیسیون یو یا ډیر سیاسي ګوندونه، یا نورې منظمې ډلې چې د حکومت له کړو وړو سره مخالف وي او خپله هم په منظمه توګه خپل اداري مسایل لري، چې د یوې منطقې ډېری وګړي ورسره مل او د یوه ښار او ساحې سیاسي کنټرول او اداره یې لاس کې او چارې یې سمبالوي.

آپوزیسیون په دولت او حکومت کې

په مقننه قوه (زمونږ ملي شورا د دولت یو عالي ارګان دی چې د قانون‌جوړونې، د ملت څخه استازیتوب او د حکومت یا د اجرایه قوې له کړنو څخه د څارنې دنده او صلاحیت لري) کې آپوزیسیون تر ټول غټ نادولتي ګوند او یا هم د ګوندونو ائتلاف او یو ځای کېدل دي، چې دوی د حکومت مخالف لور کېږي او د مخالف ګوند رول لوبوي.
د آپوزیسیون چارې د حکومت ټول ورځني کړه وړه څاري، پوښتنه کول او له هغوی سره حساب کتاب کول او سپیناوی غوښتل دي.

آپوزیسیون په ولسواکۍ کې:

د یو پوره ټاکل شوي حکومت لپاره د ملي شورا مخالف د سیاسي مخالفت یوه بڼه ده، چې دا په ډېرو پارلماني نظامونو او حکومتونو کې شونې ده، چې په ځینو حالاتو او مواردو کې خپله د حاکم ډلو لخوا ګوندونه د آپوزیسیون په بڼه رامنځته کېږي، چې د ولسواکۍ له بحثونو سره ولسواکه تاثیر رامنځته کړي.

آپوزیسیون څنګه جوړېږي؟

په یوه هېواد کې کېدای شي، ډېر ګوندونه په سیاسي چارو بوخت وي او هر یو یې دا لېوالتیا لري، چې په حکومتوالی او د هېواد په چارو کې دې ولوبېږي، خو آپوزیسیون بیا د دې ګوندونو تر ټولو لوی ګوند او یا هم د ګوندونو د ائتلاف (ائتلاف د ګوندونو موقتي یوځای کېدلو ته وایې، چې هماغه خپلې ځانګړې تګلارې مخ ته وړي او تر یو وخته پورې، خصوصاً د یوه ټاکل شوي د حکومت تر عمره، ایتلاف هم له تړون سره سم یو ځای خپلې چارې مخ ته وړي) او یو ځای کېدلو لخوا رامنځته کېږي، له دوی سره له دې چې لوی ګوند به وي، خو  مجلس کې اکثریت او یا هم د ډېرو غړو ملاتړ نه لري.
نو بیا همدې آپوزیسیون ته آن د وخت د حکومت بدیل حکومت هم وایې، که په یو هېواد کې د وخت حکومت د چارو سمبال کې پاتې راشي او یا هم خپل منځي ستونزې پکې راپیدا شي، چې ونه توانېږي خپل مسوولیتونه ادا او هغه هېواد د کړکېچن حالت نه بهر کړي، نو بیا په داسې وضعیت که اکثریت دوی ته مخ کړي، نو حکومت د دوی لاس ته ورځي.
د بیلګې په توګه داسې هېوادونه هم شته، چې د یوه کړکېچن حالت په درشل او یا وتلو وروسته، هماغه حکومت د سپیناوي لپاره د استازو مجلس ته غوښتل کېږي او آن داسې وخت هم راځي چې حکومتونه له وخته مخکې خپل باور له لاسه ورکړي او چارې نوې حکومت هغه کېدای شي همدا آپوزیسیون د اکثریتو په ملاتړ د حکومت د چارو مسوولیت په غاړه واخلي.
د دې لپاره چې د آپوزیسیون په اړه ښه پوه شو، اوس د جرمني سیاسي نظام ته د مثال په توګه یوه کتنه کوو.
جرمني یو فدرال‍ي هېواد دی، چې  ۱۶ شپاړلس ایالتونه لري او هر ایالت يې د حکومتولي له اړخه خپلواکه سیاست لري، مګر صلاحیتونه یې محدود دي.

فدرالي هېواد او یا هم فدرالي واکمني څه ته وايي؟

فدرالي نظام د دوه یا ډېرو ایالتونو څخه جوړ شوی نظام دی، چې په بهرنیو چارو کې د مرکزي حکومت تر لارښوونې او رهبری لاندې او نورو کورنیو چارو کې خپواکه وي.

د جرمني ټاکنې:

په جرمني کې پارلماني‌ ټاکنې، ایالتي ټاکنې، د ښاروالیو ټاکنې او د اروپایې ټولنې ټاکنې ترسره کېږي، چې موږ دلته یوازې په پارلماني‌ ټاکنو خبرې اترې لرو.
پارلماني ټاکنې:
جرمني کې پارلماني ټاکنې په هرو څلورو کلونو کې یو وار ترسره کېږي، په پارلماني ټاکنو کې د پارلمان استازي ټاکل کېږي، دا استازي بیا کولای شي
لومړۍ وزیره/ لومړی وزیر وټاکي.

نو په جرمني کې حکومت څنګه جوړېږي؟

په جرمني کې د ځانګړې ټاکنیز سيستم له کبله د يوه ګوند لپاره سخته ده چې په يوازې ځان حکومت جوړ کړي. د دې کار لپاره هر ګوند له ۵۰ په سلو کې زياتو رايو ته اړتيا لري، ځکه نو د حکومت جوړولو لپاره د ګوندونو ایتلاف جوړېږي. ایتلافونه له دوو يا زياتو ګوندونو څخه جوړېږي او په ګډه د هېواد د حکومتي چارو واګی په لاس کې اخلي. له همدې کبله زيات وخت له ټاکنو وړاندې د ایتلافونو جوړولو لپاره د ګوندونو تر منځ خبرې اترې کيږي.

د جرمني اوسنۍ لومړۍ وزیره انګیلا میرکل

د جرمني سیاسی ګوندونه:

په جرمني کې ګڼ سياسي ګوندونه شته. له دې ډلې تر ټولو مهم یې «اووه» ګوندونه دي، چې حکومت جوړوي. دا ګوندونو هر يو يې په يوه لنډنوم پېژندل کېږي او هر يو يو ځانګړی رنګ لري. ډېر وخت د ګوندونو په اړه د خبرو پر مهال يوازې د هغوی د مخفف نوم او رنګ يادونه کېږي.

مسیحي دیموکرات ګوند:

دا ګوند د جرمني تر ټولو ستر ګوند دی او د ولسي ګوند په نامه هم پیژندل کېږي. دا ګوند اوس د ټولنېز مسیحي اتحاد سره یو ځای د فدرالي حکومت واک په لاس کې لري او د جرمني لومړۍ وزیره هم همدې ګوند څخه ده.

ټولنیز مسیحي اتحاد:

ټولنیز مسیحي ګوند او مسیحي دیموکرات ګوند سره ملګري، د همدې ملګرۍ له امله دوی دواړوه ته په ګډه اتحاد وايي.
ټولنیز مسیحي ګوند یوازې په یوه ایالت او مسیحي دیموکرات ګوند بیا په نورو ۱۵ ایالتونو کې فعالیت کوي.

ټولنیز دیموکرات ګوند:

دې ګوند ته د خلکو ګوند هم وایې او دا د جرمني تر ټولو زوړ ګوند دی، چې اوس مهال له ټولنیز مسیحي ګوند او مسیحي دیموکرات ګوندونو سره په ګډه د فدرالي حکومت واک په لاس کې لري.

زرغون ګوند:

دا ګوند د بېلابېلو خوځښتونو جوړشوی ګوند دی، چې غړي یې د اتومي وسلې ضد، سولې او چاپیریال ساتنې او مدنې حقوقو پلوي کوي. دا ګوند یو له هغو ګوندونو دی چې د فدرال حکومت آپوزیسیون دي.

آزاد ډیموکرات ګوند:

دا ګوند د نورو ګوندونو په پرتله وړوکی ګوند دی، خو ډیر وخت دنورو ګوندونو سره په ګډه حکومت کړی.

کیڼ اړخه ګوند:

دا یو سیمه ایز ګوند دی، په ایالتونو کې غړي لري، خو هېڅکله هم د فدرالي حکومت غړی ندی پاته شوی.

د جرمني لپاره بدیل ګوند:

دا د اروپایي ټولنې او کډوالو ضد ګوند دی، چې اوس د جرمني د فدرال حکومت ستر آپوزیسیون ګوند دی.
اوسنی فدرالي حکومت د دې دریو ګوندونو هریو مسیحي دیموکرات، ټولنیزمسیحي او ټولنز دیمیوکرات ایتلاف لخوا چلول کیږی، چې د همدوی په ملاټر ډاکټر «انګیلا مېرکل» چې خپله د مسیحي دیموکرات ګوند غړې ده لومړۍ وزیره وټاکل شوه.
د جرمني لپاره بدیل، آزاد ډیموکرات ګوند او زرغون ګوندونو په پارلمان کې آپوزیسیون جوړ کړ، او اوس د حکومت ټولې چاری څاري.
یادونه: افغانستان کې اپوزیسیون ډیر کمزوری یا بیخي نشته، ځکه دلته تر ډیره پورې هغوی چې اپوزیسیون کې باید پاتې شي سره حکومت کې ننوځي، که څه هم بیا یو شمیر ګوندونه بیا هم د اپوزیسیون په ډول فعالیت کوي، خو د پام وړ او ګټور نه وي او تر ډیره پورې یې د ګټو په خوندي کیدو سره ترې لاس په سر کیږي هم.