څنګه کولی شو ښکلی غږ ولرو؛ ۷ ټکي عملي کړئ

سپینه تجريدي ډیزاین

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري

ښکلی غږ لرل په ځينو دندو لکه خبریالي کې خورا مهم دي. د دې لپاره چې غږ مو ښایسته شي، دغه لارښوونې ولولئ.

۱-په لوړ غږ خبرې وکړئ!

د غږ اندازه مو باید دومره ټيټه نه وي چې څوک یې وانه وري او خبرې مو په نیمايي کې درپرې کړي. کله چې تاسو داسې کومې پېښې سره مخ کېدئ یا به چوپ کېږئ یا به هم ځای ته په کتو غږ اوچتوئ؛ خو تل په لوړ غږ غږېدل منفي پایلې هم لرلی شي. ښه ده چې ځای ته وکتل شي، هغومره غږ لوړ شي.

۲-په حساب خبرې وکړئ!

ژر ژر خبرې کول مناسب نه دي؛ ځکه کېدی شي دا نور خلک پرې پوه نشي او ستاسو د خبرو دوام غوږ کې نه ږدي. د کلیمو سم ادا کول، د جملو په کرار کرار ویل یا په شمار خبرې کول ډېر ښه وي. ډېرې ټيټې او کش کش خبرې هم مه کوئ. د کلیمو د چټک ادا کولو نارمله بڼه د ۱۲۰ او ۱۶۰ کلیمو په دقیقه کې دي.

۳-سم تلفظ وکړئ!

هڅه وکړئ چې د خبرو پر مهال د کلیمو تلفظ مو سم وي. شونډې، غاښونه، خوله، ټول په مناسب حالت کې وخوځول شي. دا کار له تاسو سره په دې کې مرسته کوي، که چېرې ژبه مو بنده بنده کېږي، تاسو کولی شئ دا هر څه پټ کړئ. لومړیو کې به درته ستونزمن ښکاري؛ خو ورو ورو مو د کلیمو سم تلفط درته اسانېږي.

۴-ژوره ساه واخلئ!

ډېری خلک د خبرو مینځ کې لنډه لنډه ساه اخلي چې همدا کار یې خبرې بې خونده کوي. د خېټې منبسط کېدل او د اوږو حرکت کول د ژورې ساه نښې دي. پینځو ثانیو لپاره هوا په خېټه کې بنده کړئ او پینځو ثانیو کې بېرته وباسئ. بل تر هرې جمله وروسته یوه ساه اخلئ، د دې لپاره چې اړ نشئ، ځنډ وکړئ یا ساه اخیستو باندې وخت ولګوئ.

۵-خبرې کول تمرین کړئ!

هندارې ته مخامخ ودرېږئ او دا کارونه وکړئ:

ژامه وخوځوئ. خوله مو خلاصه بېرته پټه کړئ. ستونی مو ماساژ کړئ. ژوره ساه واخلئ. یو ځل مو غږ ټيټ بل ځل یې لوړ کړئ او د خپل غږ ټُن وګورئ. د جملو سره ورته کلیمې څو څو ځلې تمرین کړئ چې ژبه مو پرې وګرځي او بند بند نشئ.

۶-په لوړغږ متن ولولئ!

د دې لپاره چې غږ مو سم شي، د کتاب یو متن راواخلئ، له ځان سره یې څو څو ځلي تمرین کړئ.

۷-غږ مو ثبت/ریکارډ کړئ!

کله مو چې خپل غږ ثبت کړ، تر اورېدلو وروسته یې ستونزې او کمزورۍ درته جوتېږي. هر کله چې کمزورتیا مو درته مالومه شوه، هڅه وکړئ بل ځل ته یې سمه کړئ.