فبروري 28, 2021

اوس کولای سئ ويکيپډيا کي تر ۶ ميليونه ډيري انګليسي ليکني ولولئ!

ليکنه: مدثر دعوت
د زده کړي،پيژندګلويو او مالوماتو په برخه کي ويکپډيا د نړۍ تر ټولو غني انلاين رسنۍ ده.
و يکيپډيا ادارې په يوه نوي اعلاميه کي خبر ورکړی چي اوسمهال په ويکيپډيا کي تر ۶ ميليونه ډيري انګليسي ليکني لوستلای سئ.
د ويکميډيا د ګروپ مشر سيد ريان ميرکلي ويلي: ۱۹ کلونه کيږي چي ويکپډيا په هغي ژمني او تګلاره روانه ده چي څنګه کولای سي انسانان په ګډه کار سره وکړي.
د ويکپيډيا هغه ليکنه چي ۶ ميليونه پوره کوي د کاناډايۍ ماريا ايليس ټرنر لاوډر په اړه ده چي په ۱۹مه پيړۍ کي ښوونکې،سفر ليکوونکې او افسانه ليکوونکې تيره سوېده.
دې سايټ ۵ ميليونه انګليسي ليکني په ۲۰۱۵ز کال کي پوره کړي وې.
په ويکپيډيا کي د پښتو تر څنک په نورو ژبو کي هم ډيري مقالې سته خو انګليسي ژبه په ډير توپير ترې مخته ده.
په جرمني ژبه ۲.۳ ميليونه، او په فرانسوي ژبه ۲.۱ ميليونه مقالې په ياد سايټ کي خپرې سويدي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




ولسمشر غني د برېټانیې له لومړي وزیر سره خبرې کړې

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

ولسمشر غني د برېټانیې له لومړي وزیر بوریس جانسون سره ټلیفونې خبرې کړې دي. ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، په دغه ټلیفوني خبرو کې دواړو لورو د افغانستان او برېتانیې د اړیکو د پراختیا او سولې پروسې ... نور ولولئ