عبدالرشید دوستم رسماً د افغانستان درېیم مارشال شو!

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د ملي جنبش ګوند مشر عبدالرشید دوستم ته نن چهارشنبه په رسمي توګه د مارشالۍ رتبه په جوزجان ولایت کې ورکړل شوه.
هغه مراسم چې نن په جوزجان کې جوړ شوي وه په ترڅ کې یې عبدالرشید دوستم ته د مارشالۍ مډال ورکړل شو.
دې مراسمو کې د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله او ځینو سیاسي څېرو ګډون کړی وو.

د ولسمشر غني د دفتر رییس شاکر ګارګر عبدالرشید دوستم ته د مارشالۍ رتبې د ورکړې فرمان ولوست.
په فرمان کې راغلې:

«د هیواد سیاسي شخصیت عبدالرشید دوستم ته هیواد کې د سیاسي بندون هواري، ثبات او تامین، او خدمتونو لپاره د مارشالۍ رتبه اعطا کوم.»

عبدالرشید دوستم په تېرو دوو لسیزو کې دویم او د هیواد په تاریخ کې درېیم مارشال اعلان شو.
په هیواد کې د لومړي ځل لپار سردار شاه ولي خان ته د مارشالۍ رتبه ورکړل شوې وه او دوهم ځل بیا د پخواني ولسمشر حامد کرزي په وخت کې محمد قسیم فهیم ته د مارشالۍ رتبه ورکول شوه.
د ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله تر سیاسي هوکړې وروسته د عبدالله عبدالله په غوښتنه جنرال عبدالرشید دوستم ته د مارشالۍ رتبه ورکړل شوه.
ښاغلی دوستم د ۲۰۱۴م څخه بیا د ۲۰۲۰م تر لومړیو پورې د ولسمشر اشرف غني لومړی مرستیال وو.