مړخیړي په وينه کې د شکر کچه باانډوله ساتي، او په دې توگه د شکر، او نورو ناروغیو مخه نيسي. د امريکا متحدو ايالاتو د پينسلوانيا پوهنتون څيړونکو موندلې ده، چې مرخیړي په خپل جوړښت کې پروبيوتک لري.
پروبيوتک هغه خوراکي توکي دي، چې په کولمو کې شته گټور باکترياوې په وده کې مرسته کوي. دا خبره څيړونکو په بدن کې پر گلوکوز يا شکرې د مړخيړو اغير مطالعه کړی دی.
په نړۍ کې ۳۸ زره مړخېړي پېژندل شوي، چې ډېری یې پکې زهري وي، او د دې وړ نه وي چې انسان یې وخوري. او مونږ یې یوازې له ۲۵ ډولو څځه ګټه اخیستی شو.
کارپوهان له همدې امله په دې آند دي چې مرخیړي په تیره بيا هغو کسانو ته گټه رسولی شي چې په ديابت يا شکر اخته دي.
مړخېړي باید د دوه دقیقو څخه په اوبو کې کېنښودل شي ځکه د داسې خاصیت درلودونکي دي، چې اوبه جذب کوي.
د مړخېړیو نورې ګټې په لاندې ډول دي:
۱ـ په مړخېړیو کې ویتانین سي او د سلنیوم په نوم ماده ده، چې د ډېرو سرطانونو مخنیوی کوي.
۲ـ په مړخېړیو کې د کیتین او بتاګلوکان په نوم فایبرونه دي، چې د وینې کلسترول په منظم او ښه والي کې مرسته کوي.
۳ـ په مړخېړیو کې شته پړوټین له ۷۰ څخه تر ۹۰ سلنه پورې بدن ټول جذب کوي.
۴ـ مړخېړي د B6،B12،B1،B2، H ویټامینونه لري.
۵ـ ځینې څېړنو دا هم ښودلې چې که ښځې په منظم ټول په خپل غذایي لېست کې د مړخېړیو خوړل عادت کړي، نو د سینې سرطان په مخنیوي کې خورا ګټور بلل کېږي.
۶ـ په هرو ۱۰۰ ګرامو مړخېړیو کې ۳۲۰ ملي ګرامه پوتاشیم او یو ګرام فایبر شتون لري چې د وینې فشار لرونکو ناروغانو لپاره ګټور دی.
۷ـ مړخېړيو کې پرته له پوتاشیم څخه نور معدني مواد هم شته لکه: اوسپنه، کلسیم، مس او مګنیزیم.
۸ـ د هغو خلکو لپاره چې غواړي وزن یې کم شي، نو مړخېړي دې وخوري.