روژه او یو څو مهم کارونه چې سمدستي یې باید لپاره ګام پورته کړو

ژباړه او زیاتونه:

روژه یو له مبارکو میاشتو څخه ده، چې خپل فضایل او احکام لري.

روژه یعنې د نفس او ځان پاکوالی دی، روژه خدای ته د نیږدې والی وخت دی. لکه څنګه چې الله ج قران کریم کې ویلي: روژه خدای پاک ته د نیږدې والی وخت دی او موږ دا د اوږدو لمنځونو، دعاوو، تراوېح او ریاضت له لارې کوو.

روژه موږ ته ښیي چې څنګه مهرباني زیاته کړو، په ځانګړې ډول هغوی ته چې په نړۍ کې خواړه او اوبه نه لري.

د هر کار په څېر چمتووالي ته اړتیا ده او د روژې له پیل څخه مخکې باید معنوي چمتووالی ونیول شي.

تر هر بل وخت څخه ډېر باید عبادت ډېر وکړو، نفلونه وکړو او هره شپه تراویح ترسره کړو.

خپل خوراک ته هم باید پام وکړو، داسې خواړه روژه کې چمتو کړو ترڅو زموږ روغتیا ته زیان ونه رسیږي؛ د زکات په هکله فکر وکړو، د اسلام له پنځو بنسټونو یوه یې د زکات ورکول دي چې څوک ورته اړتیا لري هغه ته باید زکات ورکړو، ځکه زکات زموږ په مال او شتمني کې برکت اچوي.

ځینې وګړي مخکې له مخکې روژه نیسي ترڅو خپل بدن روژې ته چمتو کړي.

کوم کسان چې په ورځني ژوند کې کافي څښي، نو کله چې روژه نیږدې شي کافي څښل کموي ترڅو روژه کې اغېزه پري ونه کړي. دا هغه وړوکي بدلونونه دي ترڅو په روژه کې په ښه فزیکي او دماغي حالت کې اوسو.

له روژې پرته په ژوند کې ډېر څه دي چې موږ د دغو کارونو څخه لرې او بوخت ساتي، خو دغه مبارکه میاشت کې هر څه بدلیږي، په روژه کې باید حتا دې ته چمتووالی ونیسو چې څنګه خپل چلند بدل کړو، هڅه وکړو د هر چا سره ښه چلند وکړو، کینه له زړه څخه وباسو، زړه کې مهرباني زیاته کړو او غریبانو سره مرسته وکړو، مسلمان علما‌ء وایي: هغه څوک به جنت ته داخل نشي چې یو مثقال کبر هم ولري. چا پوښتنه وکړه چې کبر څه ته وایي؟ علما نقل کوي: د انسانانو سپک ګڼل او د حق خبرې پټول کبر بلل کیږي او د نورو خیر کار کولو لپاره هم وخت وباسو.

روژه یو لوی امتحان دی. داسې امتحان چې سړی د شتو او پیسو په درلودلو هم ځان فقیر احساس کوي، د خان او ګدا ترمنځ توپیر لمنځه ځي، روژه نیول ډېر کله سخت معلومیږي، خو د خدای نعمتونو له کبله انسان ته اسانه کوي.

هیڅکله د روژې څخه باید غلطه ګټه پورته نه کړو لکه: د خوراکو شیانو بیه لوړول، ځکه دا کار غریبانو ته ډېر زیان رسوي.

روژه نیول یوازې د خوراک او څښاک نکول ندي بلکې خپلې سترګې د منکراتو د لیدلو نه منع کول، په غوږونو بد الفاظ نه اورېدل، په ژبه فحشاه نه ویل، خپل ځانونه او اندامونه د بدو کارونو نه ساتل، او لنډه دا چې هر هغه څه کول چې د روژې مناسک بشپړوي.

سربېره پر نورو چمتووالی دا هم باید په نظر کې ونیول شي، چې د غیر ضروري لیدو او کتو څخه مخنیوی وشي؛ ځکه زموږ د عبادت لپاره خڼډ ګرځي.

نو موږ ټول مسلمان باید هڅه وکړو ترڅو د روژې څخه ښه هر کلی وکړو.

 

وروستي مطالب