ژباړه: نسیمه محمدي
هغه زده کړیالان چې غواړي د زده کړو لپاره له هېواد بهر لاړ شي، زیاتره د ارزان بیه هېوادونو په لټه کې وي او د بېلابېلو لاملونو( د پوهنتون کیفیت، د تحصیل درجه او …) په پام کې نیولو سره تصمیم نیسي. په دې مطلب کې، د هغو هېوادونو په اړه معلومات چمتو شوي، چې د ارزان بیې او د دې تر څنګ د زده کړو د ښه کیفیت له پلوه ډاډمن دي. د دې مطلب او نورو اطلاعاتي سر چینو څخه په مرسته اخیستنې، په پوره تدبیر او دقت سره د خپلې راتلونکې زده کړې په اړه پرېکړه وکړئ، له مونږ سره اسئ.
لومړی هم د هغه هېوادونو یادونه کوو، چې د کم لګښت سره یې تحصیل شهرت موندلی، وروسته هم نور هېوادونه یادوو.
آلمان
آلمان یو له دې هېوادونو څخه دی. په څو وروستیو کلونو کې، آلمان د زده کوونکو د خوښې وړهېواد په توګه پېژندل کېږي. د پوهنتونونو ښه کیفیت او د خدمتونو په وړاندې پېسې نه اخیستل یې لوی لاملونه دي. په اوس وخت کې، ۳۸۰ عمومي او خصوصي پوهنتونونه په آلمان کې په فعالیت بوخت دي او د ښوونې او روزنې ۱۷۰۰۰ زره بېلابېل پروګرامونه تدریسیږي( د لنډ مهاله او دوبیز پروګرامونه). هغه کسان چې په عمومي پوهنتونونو کې جذبېږي، د مالیې په ورکولو مکلف نه دي. د دې هېواد د شخصي پوهنتونونو مالیه به د ۳۰۰ تر ۴۰۰ یورو وي. د ټولې نړۍ زده کوونکي په عمومي پوهنتونونو کې د ګډون چانس لري او هر تحصیلي سمستر یواځې د ۱۷۰ تر ۵۵۰ یورو پورې به مالیه سپاري. دا مالیات د پوهنتون د مدیریت او لېږد رالېږد لګښت پورې تړاو لري.
په آلمان کې مېشت زده کوونکي معمولا په ګډ مور کې ژوند کوي، په دې کورونو کې هر زده کوونکی به جلا، جلا شخصي خونه ولري، مګر د روغتیایي خدمتونو خونه، د ښه راغلاست خونه او پخلنځې یو او ګډ وي. د دې کورونو کرایه د اوسېدلو په سیمه او موقعیت پورې تړاو لري او له ۱۷۰ یورو څخه پیل او تر ۴۰۰ یورو پورې کېږي. کایزرسلاترن او برلین، د لګښت له پلوه په کم لګښته ښارونو او مونیخ تر ټولو قیمتي ښارونو په قطار کې دی.
سره له دې چې آلمان د ژوند پر مخ وړلو له اړخه د قیمتي هېوادونو په ډله کې نه شمېرل کېږي، خو بیا هم د ( کالیو، خوړو او….) بیه نسبتا لوړه بیه دي. د پرېکړې پر وخت دا ټکې هم باید په پام کې ونیسئ.
ناروې
هېڅ مهمه نده د زده کړو په کومه دوره کې د زده کړو د دوام لپاره د نړۍ له کوم ګوټ څخه ناروې ته راغلي یئ؛ که وکولای شئ د ناروې په ایالتي پوهنتونونو کې ومنل شئ، هېڅ ډول مالیه به له تاسې وانخېستل شي، نو که د تر ټولو ارزان بیه هېواد په لټه کې یئ، ناروې یو له وړ هېوادونو څخه دی. البته هر سمستر کې یې څه نا څه فیس له تاسې اخېستل کېږي، چې د ۳۰۰ تر ۴۰۰ کرونو پورې توپیر کوي.
ځانګړي ښونیز پروګرامونه هم لري، چې معمولا فوق لېسانس دورې پورې اړوند دي او په کې ګډون سره یې باید فیس تحویل کړئ.په یاد ولرئ د ناروې شخصي پوهنتونونه مالیه اخلي او وړیا ندي، مګر دا مالیه، د نورو پرمختللو هېوادونو په پرتله لږه ده.
یواځې منفي ټکې د ناروې پوهنتونونو په تړاو دا دې که چېرې د دیپلوم او لېسانس اراده لرئ باید ناروېژي ژبه زده کړئ، مګر له دې پورته زده کړو لپاره په انګلیسي هم تدریس کېږي، د ژوند کولو بیه هم په ناروې کې لوړه ده.
ارجنټاین
که غواړئ د اروپا له وچې بهر ارزان بیه هېواد زده کړو لپاره غوره کړئ. کولای شئ جنوبي آمریکا ته سفر وکړئ او په ارجنټاین کې د تحصیل په فکر کې شئ. ارجنټاین، سره له دې چې د پوهنتونونو او علمیت له پلوه چندانې شهرت نلري په نړۍ کې، د بهرنیو زده کوونکو په منځ کې ډېر مینه وال لري او هر کال له ۹۰۰۰۰ زرو زیات زده کوونکي چې( یو پر درېمه برخه له دې زده کوونکو څخه د اروپا، آسیا او امریکا څخه دې هېواد ته ځي). د پوهنتونونو غوره او په لوړه کچه علمي سطح، د مالیې ټیټه بیه یا وړیا او همدارنګه د ژوند تېرولو ارزانتیا د دې هېواد د محبوبیت لاملونه دي.
ډېری زده کوونکي د بونېس آيرېس او کوردوبا دوه ښارونه څخه، یو د اوسېدلو لپاره ټاکي.
د ارجنټاین حکومتي سیسټم بوروکراتیک دي؛ په دې معنا د تحصیل لپاره د ویزې تر لاسه کولو لپاره ډېر وخت ته اړتیا ده او دا شاید یواځنی منفي ټکی وي.
د ارجنټاین تحصیلي ویزې تر لاسه کولو لګښت ۲۰۰ یورو دی.
د ژوند د لګښتونو بیه په ارجنټاین کې نېژدی هېوادونو په پرتله ډېر اقتصادي دی، په ارجنټاین کې د یو آپارتمان میاشتنی لګښت د ۳۰۰ او ۳۵۰ یورو تر منځ دی او د خوراک، پوښاک او حمل ونقل سره د اروپا په پرتله یو نیم برابر کم دی.
فرانسه
د ارزان بیه هېوادونو لټوونکي باید په فرانسه کې د زده کړو شرایط په پام کې ونیسي. شاید فرانسه د ښوونې د کیفیت له پلوه آلمان ته ونه رسېږي، مګر په دې وروستیو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی. د فرانسې په ډېری پوهنتونونو کې، بېلابېلې تحصیلي دورې په انګلیسي ژبه تدریسېږي، چې دا هم د بهرنیو زده کوونکو د جذب لامل شوی. په عمومي پوهنتون کې د نوم لیکنې له فیس پرته نور فیس نه اخېستل کېږي، په پاتې سمسترونو کې تاسې د فیس او مالیې له ورکولو معاف یئ. په عمومي توګه به لېسانس زده کړو لپاره په کلنۍ توګه ۲۵۰ یورو لګښت لري؛ البته طب او انجبنرۍ زده کړې لګښت د ۴۵۰ او ۶۰۲ یورو شاوخوا دی. د ورځني ژوند لګښت د ښار پورې تړاو لري، پاریس تر ټولو ګران بیه ښار دی. په دې ښار کې د یو کور اجاره ۶۰۰ یورو ده او د نورو اړینو لګښتونو سره ۱۲۰۰ یورو ته رسېږي. لیون، نانت او بوردو هغه ښارونه دي، چې د ښکلا د پلوه له پاریس نه کم نه دي او د لګښت له پلوه د خپلو شاوخوا ښارونو په پرتله اقتصادي ښارونه دي. په منځنۍ کچه د کور میاشتنۍ اجاره په دې ښارونو کې ۳۰۰ یورو او نورو لګښتونو سره ۶۵۰ تر ۸۵۰ یورو ته رسېږي.
اوس هم هغه هېوادونه چې له اروپا لرې دي.
کاناډا
د دې فهرست په پای کې، کاناډا ته رسېږو. په عمومي ډول، په کاناډا کې زده کړه د ګاونډویو هېوادونو په پرتله، ډېر کم لګښته ندی، مګرد ډېرو څېړونو څخه ورسته متوجه کېږو، چې ځینې پوهنتونونه او ښاورونه د ښو امکاناتو په درلودلو د زده کوونکو لپاره غوره دی او لګښت یې هم لږ دی.
د کاناډا غوره پوهنتونونه، مک ګېل، برېتېش کلمبیا، آلبرتا او سایمون فریزر د بهرنیو زده کوونکو د خوښې وړ دي. زیاتره زده کوونکي، ټورنټو، برېتېش کلمبیا او مونترال د ژوند کولو او زده کړو لپاره ټاکي. سوداګرۍ کې مدیریت، مطبوعات، انجینري او کمپیوټر ساینس د ډېر خوښوونکو برخو څخه دي.
د برېتېش، آلبرتا پوهنتونونو ټولې تحصیلي دورې لګښت، ۲۲۵۷۸ او ۲۱۵۹۰ زره کاناډای ډالر، په داسې حال کې چې د مګ کېل پوهنتون ۱۵۳۴۸ ډالره لګښت لري.