ایا حبیب نورمحمدوف بیرته لوبو ته راستنیږي؟

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

 

د حبیب نورمحمدوف لوبې او ورسره مخه ښه یې

 

په ۷۰ کیلو ګرام وزن کې د ازادي مبارزې نړیوال اتل حبیب نورمحمدوف د تېر ۲۰۲۰م کال د اکتوبر میاشتې په ۲۶مه نېټه امریکايي سیال جاستین ګیجي ته تر ماتې ورکولو وروسته د ازادي مبارزې سره مخه ښه وکړه.

یاده لوبه چې په ابوظبۍ کې ترسره شوه، تر بریا وروسته مسلمان روسي لوبغاړي حبیب په چیغو ـ چیغو وژړل او ویې ویل، چې په خپل ژوند کې یې له پلاره پرته لومړۍ بریا همدا وه.

ددې ترڅنګ یې د مخي ښې په اړه وویل:

«تر لوبې درې ورځې مخکې مي مور راته وویل، له پلاره پرته لوبه مه کوه، خو ما ورته ژمنه ورکړه، چې دا لوبه به مي وروستۍ لوبه وي.»

د حبیب پلار تر یادي لوبې څو موده وړاندې د کورونا ویروس له امله له دې فانۍ نړۍ ولاړ، چي پلار یې دده تر ټولو غوره روزونکی و.

۳۲ کلن حبیب نورمحمدوف ټول ټال ۲۹ نړیوالې لوبې وکړې، چې پکې په ټولو کې یې بریا خپله کړه او له ماتې خوړلو پرته یې د ازادي مبارزې سره مخه ښه وکړه.

حبیب وروسته له هغه زیات مشهور شو، چې په خپله ۲۸مه لوبه کې یې ایرلینډي مک ګرګور ته سخته ماتې ورکړه.

 

د حبیب بیرته لوبو ته راتګ

 

دا چې حبیب په UFC سازمان کې د خپل وزن نړیوال اتل دی، د روسي خبري اژانس «اسپوتنیک» د راپور له مخې هغه څلور ورځې وړاندي اعلان وکړ، غواړي د روان کال په اکتوبر او یا هم نوومبر میاشت کې بیرته لوبو ته راستون شي.

په همدې تړاو د حبیب د ورزشي لوبو مسئول رضوان نورمحمدوف د روسیې تاس خبري اژانس ته ویلي:

«هر څه د هغه په درملني او بدني جوړښت پوري اړه لري، که چیري هغه سیالیو ته جوړ و، نو به بیرته راستون شي، خو دا هرڅه د جراحي معایناتو وروسته معلومیږي.»

په دې وروستیو کې د حبیب نورمحمدوف د بیرته راتګ په اړه زیات راپورونه ورکول کیږي او ممکن بیرته هم لوبو ته راستون شي، چې بیرته راتګ ته یې د ورزش مینوال ډېر په تمه دي.

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.