ازاده مبارزه؛ افغان لوبغاړی نصرت حقپرست نن خورا سخته لوبه لري

لیکنه: محمدصابر حمیدي

 

د افغانستان د ازادي مبارزې نامتو او تکړه لوبغاړی نصرت حقپرست نن شپه د افغانستان په وخت ۲ بجې د مکسیکو هیواد د تکړه سیال رافا ګارسیا په وړاندي د سیالي ډګر ته کښته کیږي.

 

دا لوبه د نړۍ تر ټولو په لوړ ترینه سازمان UFC کې ترسره کیږي، چې له افغانستانه یوازي همدا نصرت حقپرست په دې سازمان کې شتون لري.

 

حقپرست او رافا ګارسیا دواړو پرون شنبه خپل وزن وکاته او نن به له یو بل سره خپل بخت وازمايي.

 

 

نصرت حقپرست دې لوبې ته د ښه چمتوالي خبر ورکړی او له ټولو هیوادوالو یې د بریا لپاره د دعا غوښتنه کړې.

 

افغان لوبغاړي حقپرست تر دې دمه ۱۲ لوبې کړې، چې له ډلې یې ۹ ګټلې، خو ۳ یې بیا بایللې دي.

 

له بله پلوه د حقپرست نني سیال رافا ګارسیا بیا ۱۲ لوبې کړې، چې په ۱۲ واړه لوبو کې یې بریاوي خپلې کړې دي.

 

 

حسین حقاني: پاکستان دې نه خوشاله کېږي، له ستر خطر سره مخ دی

by هوسۍ لؤنګ in افغانستان

افغانستان کې وروستي تحولات پاکستان ته د خطر زنګ دی. په امریکا کې د پاکستان پخواني سفیر حسین حقاني په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې پاکستاني طالبانو له افغان طالبانو په تقلید پراخ فعالیتونه ... نور ولولئ