احمدولي هوتک یوځل بیا په کابل کې د بهرني سیال پر وړاندې لوبه کوي

د افغانستان د ازادي مبارزې نامتو او تکړه لوبغاړی احمدولي هوتک د روژې تر پای ته رسېدو وروسته یو ځل بیا د بهرني لوبغاړي سره په کابل کې په قفس دننه لوبه ترسره کوي.

 

څه موده وړاندې ښاغلي هوتک په TGFC سازمان کې د برازیلي سیال باربوسا پر وړاندې د سیالي ډګر ته کښته شو، چې په دې وتوانېد هغه ته ماتې ورکړي.

 

تر یادې بریا وروسته هوتک له ډېرو او بېلابیلو نیوکو سره مخ شو، چې له هغه وروسته هوتک وویل راتلونکې کې د یو بل بهرني لوبغاړي سره په کابل کې لوبه کوم.

 

اوس تازه احمدولي هوتک پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې خبر ورکړی، چې د اختر په شپو ورځو کې به په یو لوی سازمان کې د یوه اروپایي لوبغاړي پر وړاندې سیالي ترسره کړې.

 

هوتک لیکلي:

 

‹‹يو ځل بيا به کابل د يوې له ولولو ډکې تاريخي شپې شاهد وي. بيا هم يو ستر زيرى تاسو قدرمنو هيوادوالو ته لرم. د کوچني اختر په شپو ورځو کې د خپلو هيوادوالو د خوښۍ لپاره يو ځل بيا د هيواد دننه په کابل کې د يو نامتو اروپايي لوبغاړي پر وړاندې د يو پېژندل شوي او مخکښ سازمان تر چتر لاندې د سيالۍ ميدان ته دننه کېږم. د هيواد دننه په دې ستره کچه د سيالۍ جوړېدل او د نامتو اروپايي لوبغاړو ګډون د افغانستان د ورزش لپاره ستر وياړ دى. ستاسو د دعا او ملتيا په هيله.››

 

 

احمدولي هوتک په داسي حال کې د خپلې راتلونکې لوبې په اړه خبر ورکړی، چې د ازادي مبارزې یو شمېر نورو افغان لوبغاړو نصرت حقپرست، بازمحمد مبارز، واحدالله نژند، عبدالسمیع فیضي او حسین بخش صفري په خپلو وروستیو لوبو کې بهرنیو سیالانو ته ماتې ورکړې.