د کابل غازي ورزشي سټډیم د سې شنبې پر ورځ له دولسو ولسمشریزو نوماندانو څخه د دوی د جوړې شوې شورا د یوې لویې اعتراضیه غونډې کوربه و.
غونډې ته یو شمېر نوماندانو ویناوې وکړې او هم یې خپل پریکړه لیک واوروه.
یاران وېب پاڼه د دوی د غوښتنو او تورونو عمده ټکي او هم دا درسره شریکوي، چې دوی او ارګ مېشتي ولې وران شوي او نه سره جوړیږي؟
د نوماندانو عمده غوښتنې
نننۍ غونډې ته څو ولسمشریزو نوماندانو (حنیف اتمر، نورالحق علومي، ابراهیم الکوزي او یو شمېر نورو) ویناوې وکړې.
دوی دغه راز خپل پریکړه لیک اعلان کړ، چې په ټوله کې دا غوښتنې یې غبرګولې:
ـ د جوزا له پيل سره د ملي یووالي حکومت د کار موده پای ته رسیدلې، ولسمشر غني دې یا یو بل ولسمشریز نوماند ته له نوماندۍ څخه د تېریدو په شرط واک پریږدي، یا دې خپله د سرپرست حکومت مشر وي او له نوماندۍ دې لاس په سرشي.
ـ ولسمشر غني له واکه پخپله ګټه کمپایني استفاده کوي، د جوزا له لومړۍ وروسته یې د عزل او تقرر ټول فرمانونه ردوو او په ټاکنیزو چارو کې د لاسوهنې د مخنیوي ترڅنګ د ده او بل هر چا په مشرۍ د سرپرست حکومت د واک محدودیت غواړو.
ـ اوسنی حکومت د سولې او ملي یووالي دښمن دی، تفرقه اچوي او دا سیاستونه یې باید زر پای ته ورسول شي.
نور بحثونه
پر دې ټکیو سربېره، چې ګڼ نوماندان پکې یوه خوله ښکاریدل،د نوماندانو ترمنځ داخلي ټکرونه هم لیدل کیدل.
یو شمېر نوماندانو ویل: د ملي یووالي حکومت د جوړیدو له وخته مشروعیت نه درلود او دوی ورسره مخالف ول.
د دې ترڅنګ د کورنیو چارو پخواني وزیر او ولسمشریز نوماند نورالحق علومي د خپلو خبرو پر وخت پر پاکستان توندې نیوکې وکړې.
هغه هم حکومت او هم یو شمېر سیاستوال وغندل، چې ولې د پاکستان د بیا ـ بیا تېرویستنو باوجود بیا هم له دغه هېواده د سولې تمه لري؟
علومي د سولې په اړه په بهرنیو هېوادونو کې ناستې هم نقد کړې او ویې ویل، چې نه باید پاکستان او نورو هېوادونو ته مراجعه وشي.
هغه په دې ډول د نوماندانو شورا پر یوه تر ټولو مخکښ ټیم( سولې او اعتدال) چې مشري یې حنیف اتمر کوي، نیوکې کولې.
اتمر د سولې په تړاو د ماسکو او لاهور دواړو غونډو کې برخه اخیستې وه.
غبرګونونه
په ټولنیزو رسنیو کې دغې غونډې او پکې شویو خبرو ته مختلف غبرګونونه ښودل شوي.
یوه ډله خلکو دغه معترض ولسمشریز نوماندان غندلي او ویلي، چې د دوی له لاسه د کابل ښار یو شمېر لارې تړل شوې وې او دوی سختو ستونزو سره مخ شوي.
د دغو نوماندانو منتقدینو په ټولنیزو رسنیو کې پر هغوی تور لګولی، چې غونډې ته یې له چوکونو څخه وزګار او مزدورکاران د پیسو په بدل کې راوستي.
د نوماندانو یو شمېر پلویانو بیا لیکلي: د غني پلویانو تراوسه دا پېغو راکوه، چې څوک نه راسره وځي، اوس چې مو خلک ویستي، د پیسو اخیستو تور ورپورې کوي.
دوی دا ادعا هم کړې، چې ګواکې پولیسو یې غونډې ته د زیاتو خلکو د راتلو مخنیوی کړی.
خو پولیس چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.
د حکومت دریځ
افغان حکومت رسماً د دغې غونډې په تړاو څه نه دي ویلي، خو پلویان یې څه پخپله خوښه او څه په پلان شوي ډول د داسې ناستو او ویناوالو خبرې غندلي او نقد کړي.
مخکې ارګ او اجرایه ریاست دواړو ویلي و، چې له ولسمشریزو نوماندانو سره له دولتي امکاناتو څخه د خاص ټیم د کمپایني استفادې د مخنیوي لپاره خبرو ته حاضر دي.
تراوسه نه ده معلومه، چې حکومت له دې ژمنې په شا شوی او که نوماندان د جنجال جوړولو په هدف خبرو ته نه دي ناست شوي.
د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په یوه مرکه کې ویلي و: نوماندان او ولسمشر دې سره کیني څو د حکومت او نوماندانو دواړو مسولیتونه سره معلوم کړي.
د ده په وینا حکومت به دوی ته له دولتي امکاناتو د خاصې ډلې د نه استفادې ډاډ ورکړي او نوماندان به دا مسولیت اخلي، چې په کمپایني برخه کې به ځینې اخلاق او اصول مراعتوي.
تراوسه نه دي لیدل شوي، چې کوم رسمي ادرس یا درېیمګړې ډله د حکومت او نوماندانو ترمنځ جرګه شوې وي او د دوی ترمنځ د زیاتیدونکو ټکرونو مخنیوی یې کړی وي.
وړاندې ارګ ویلي و، چې د واک د قانوني مودې له ختمیدو وروسته د ځنډیدلو ټاکنو تر ترسره کیدو پورې خپل کار ته دوام ورکوي.
د ارګ د ویاندویانو په وینا په دې اړه د سترې محکمې پریکړه لري، چې د اړتیا له مخې یې د واک دغه مودې ته مشروعیت ورکړی.
خو معترض نوماندان بیا د محکمې پریکړه له حکومت څخه متاثره ګڼي.