انتخابات سرسکالو سیاست نړۍ

تازه حال: جوبایډن ۶ انتخاباتي رایو ته اړتیا لري

لیکنه: مهر تاج

د دیموکراتانو کاندید جوبایډن د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو په څرګندیدو سره بریا ته ډیر نږدې شوی.

د ولسمشرۍ نوماندان: د متحده ایالاتو ولسمشرۍ د ځان کاندیدولو او د سپینې ماڼۍ مېلمه کیدلو لپاره ۲۷۰ انتخاباتي رایو ته اړتیا لري.

د بهرنیو رسنیو په حواله، دیموکرات کاندید جو بایډن ۲۶۴ انتخاباتي رایې ترلاسه کړې او د متحده ایالاتو ولسمشر ټرمپ تر دې دمه ۲۱۴ انتخاباتي رایې ترلاسه کړې.

د متحده ایاالتو رسنیو راپورونو په اساس، جو بایډن له مشیګن نه په ۱۶ انتخاباتي رایو سره وګټله، ​​چې د هغه ټوله رایې ۲۶۴ ته ورسیده، چې نوموړی به یوازې د شپږو رایو په ترلاسه کولو سپینې ماڼۍ ته ورسېږي.

اوس هم په متحده ایالاتو کې رایې شمېرل کیږي ، چې یوازې د پنځو ایالتونو پایلې پاتې دي.

په دې څلورو ایالتونو کې د انتخاباتي رایو شمېر ۵۶ دی، نو حتی که ټرمپ له څلورو ایالتونو ټولي انتخاباتي رایې هم وګټي، نو د ټرمپ ټولي انتخاباتي رایې به ۲۶۸ شي، چې د ولسمشرۍ لپاره یې ۲ رایې بیا هم کمېږي.

د متحده ایاالتو رسنیو په وینا، بایډن په یوۀ ایالت کې مخکښ او ټرمپ په څلور کې دی، په داسې حال کې چې په “نیواډا” کې د شپږ انتخاباتي رایو سره ، بایډن له ټرمپ څخه مخکې دی.

ټرمپ په ‘پنسلوانیا ، شمالي کارولینا ، جورجیا او الاسکا کې مخکښ دی، په نیواډا کې د ۷۵% رایو سره، بایډن د ۸۰۰۰ رایو سره مخکښ دی.

دیموکرات کاندید “جو بایډن” له نیویارک څخه ۲۹ انتخاباتي رایې او له “کولوراډو” څخه ۹ انتخاباتي رایې ګټلي دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مهر تاج

تبصره مو ولیکئ