جوبایډن، ټرمپ د روسیې د ولسمشر سپی وباله

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د دیموکراټانو کاندید «جو بایډن» خپل  سیال «ډونالډ ټرمپ» د روسیې ولسمشر سپی بللی دی.
جوبایډن په «مشیګن» کې د انتخاباتي غونډې په مراسمو کې وویل، ټرمپ د لوی شمېر خلکو د رایې ورکولو مخه نشي نیولای، خلک به ډیموکراسي بېرته ونیسي او ټرمپ باید د خپل بار و بستري سره کور ته لاړ شي.
د ډیموکراټانو کاندید جو بایډن ویلي؛ کورونا به هله ختمه شي، کله چې ټرمپ په خپل کور شي (کښېني).
نوموړي ویلي، چې د متحده ایالاتو ولسمشر ټرمپ ناټو او ملګري ملتونه ریشخند کړي.
جوبایډن ولسمشر ټرمپ سخت تنقید کړئ او ویلي، چې ډونلډ ټرمپ ته پکار و چې د روسیې ولسمشر چیلنج کړي، خو ټرمپ د روسیې ولسمشر پوتین لاسپوڅی سپی شو.
ـ اوباما: ټرمپ به د «هربرټ هوور» وروسته لومړی ولسمشر وي، چې خپله دنده له لاسه ورکوي.
د متحده ایالاتو پخواني ولسمشر «بارک اوباما» هم د لاریون ګډونوالو ته په خپله وینا کې ویلي، چې ډونلډ ټرمپ د یو ریښتیني نندارتون په څیر صدارت پرمخ وړي.
د متحده ایالاتو پخواني ولسمشر وویل، چې په کورونا کې د ټرمپ ناسمې کړنې د خلکو د مړینې لامل شوي، خو ټرمپ خواشینی دی چې تلویزونونه او خلک کرونا کرونا کوي، ټرمپ په ډاکټرانو هم تور پورې کوي، چې هغوی د کرونا له امله ډالر ګټي
بارک اوباما ویلي دي چې ډونلډ ټرمپ به له «هربرټ هوور» وروسته لومړی ولسمشر وي چې خپله دنده له لاسه ورکوي.