افغانستان انتخابات سوله سیاست

همایون همایون: زه نور همایون طالب شوم او د اسلامي امارتو څخه ملاتړ کوم!

په ولسي جرګه کي د خوست پخواني استازي همایون همایون تازه پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼه ویلي، چي نور همایون طالب شو او د امارت اسلامي څخه ملاتړ کوي.

هغه ویلي، چي د ولسمشر محمداشرف غني او عبدالله عبدالله په وړاندي د همایون همایون څخه همایون طالب شوم او د امارت اسلامي څخه ملاتړ کوم.

هغه پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي:

«زه د عبدالله او غني په مقابل کي د همایون همایون څخه همایون (طالب) شوم. زه د امارت اسلامي څخه ملاتړ کوم.»

همایون همایون وروسته له هغه دا خبري کوي، چي د ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ نن سیاسي هوکړه لاسلیک شوه.

همایون همایون تر هوکړي مخکي پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼي ویلي وه، که غني او عبدالله دوستم ته مارشالي ورکړي، نو مستقیم له طالبانو په سر او مال ملاتړ کوي.

د ټاکنو د پایلو پر سر د دریو میاشتو ناندریو وروسته غني او عبدالله بلاخره نن سیاسي هوکړه لاسلیک کړه.

د دواړو لورو ترمنځ د سیاسي هوکړې له مخې، عبدالله عبدالله د مصالحې عالي شورا ریاست ترڅنګ کابینه کې ۵۰ سلنه ونډه ولري. دغې نسخې کې راغلي دي چې د سولې بهیر مشري به د مصالحې عالي شورا کوي او د سولې مرکچي پلاوی به هم راپور ورکوي.

د هوکړې بله برخه کې جنرال دوستم ته د مارشالۍ رتبه ورکړل شوې ده.

دغه راز په هوکړه کې راغلي چې سپېدار ماڼۍ به د شورا دفتر وي او شورا به پنځه مرستیالان لري چې دوه به یې د عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې مرستیالان وي او نور به له ولسمشر سره په سلا ټاکل کېږي.

خلک د تازه اعلان سوي حکومت د جوړښت په اړه زيات خوشبين نه دي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی پر دې سربیره د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ