عرفان پټان: روژه ازموينه نه، موقع ده!

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

خبريال: مدثر دعوت
د هندوستان کريکټ ملي لوبډلي پخواني تيز توپ اچوونکي عرفان پټان د روژې پر اهميت او ارزښت خبري کړي.
عرفان پټان په يو ويډيوي پيغام کي چي پرخپل ټويټر اکاونټ يې خپور کړی، د روژې د مبارکۍ ترڅنګ يې ويلي:” خلک فکر کوي چي روژه نيول به ډير سخت وي او دا د خدای له طرفه يو ازموينه ده خو روژه ازموينه نده بلکي د عبادت لپاره يو موقع ده”.
images 2020 04 26t1615142541856297462496071. عرفان پټان: روژه ازموينه نه، موقع ده!
دی وايي: ” موږ او تاسو تل په کارونو کي مشغول يوو او عبادت لږ کوو خو دا ځل روژه په قرنطين حالت کي ده او موږ ته يو چانس او موقع ده ،د نفل لمونځ لپاره ښه پوره وخت سته او د قران شريف تلاوت ته هم ښه ډير وخت لرو،دی وايي خپل عبادت ته پاملرنه وکړئ تر څو ثوابونه وګټئ.
images 2020 04 26t1612227051399067662860418. عرفان پټان: روژه ازموينه نه، موقع ده!
پټان وايي:” تر دې مخکي دومره ښه روژه نه راغلې وه او نه به هم راسي ،ډيره ښه تيريږي،ځانته، خپلوانو او ټولو ته دعاوي وکړئ”.
عرفان پټان د يوسف پټان کشر ورور دی،پلار يې د مسجد ملا دی او يوه متدينه کورنۍ يې ده.
images 2020 04 26t1614302467959537588777794. عرفان پټان: روژه ازموينه نه، موقع ده!
دواړو وروڼه د هندوستان کريکټ په ملي لوبډلي کي د مهمو الراونډارونو په حيث لوبيدلي دي.
په لاندي لينک کي د عرفان پټان ويډيو وګورئ: