په افغانستان کې داسې ډېر کورنۍ شته چې خپل منځ کې ستونزې سره لري یعنې داسې کمې کورنۍ لیدل کیږي چې پرته له ستونزو ژوند وکړي؛ خو دا ستونزې او جنجالونه خپل لاملونه لري.
د ځینو کورنۍ مشران جسمي او اروایي ګډوډي لري، چې دا د ستونزو رامنځته کېدو سبب کیږي. تر کومه وخته چې خپله درملنه په پوره توګه ونه کړي، نه شي کولای خپل د کور جنجالونو ته د حل لار پیدا کړي.
کله چې له پیل څخه د کورنۍ تګلاره او بنسټ ښه او روغ نه وي نو وروسته وروسته هم ستونزې رامنځ ته کیږي. باید د کورنۍ ببنسټ ټینګ ایښودل شوی وي.
په هر کور کې اولادونه او ماشومان ډېر مهم رول لري، که ماشومان مو سم وروزو نو کورنۍ کې به هم ستونزې نه وي. د ماشوم رټل د اولادونو او کورنۍ د خراب والي سبب کیږي.
که کورنۍ لویه وي او هغه کور کې اتفاق او اتحاد هم نه وي، همدا د کور لوی والی ستونزه پېښوي، او بل مهم دلیل نالوستې وګړي دي، چې دا هره کورنۍ کې ډېره اړینه ده. کوم چې سواد ونه لري نشي کولای په سمه توګه هره موضوع حل کړي.
په افغانستان کې ډېر خلک روغه او سالمه کورنۍ نه پېژني او نه پوهېږي یوه کورنۍ څنګه وپالي او مدیریت وکړي، همدا سبب شي چې بلاخره ټول سره وپاشل شي.
که په هره کورنۍ کې دنده او مسوولیتونه څرګند وي، نو هر څوک پوهیږي چې کوم مسوولیت لري او کوم وخت باید څه وکړي. دا کار د ستونزې څخه مخنیوی کولای شي.
سربېره پر ټولې کورنۍ د مېرمنې او خاوند اروایي اړتیاوو ته مو هم باید پوره پام وکړو؛ ترڅو د خاوند او مېرمنې احساساتو تشولو ته هم موقع وي.
هرڅومره چې په یوه کورنۍ کې مینه، درناوۍ وي هغه کور کې رټنه او ستونزې هم کمې وي. نو له همدې امله په کورنۍ کې ټوله باید یوه خوله وي، دیکتاتوري او ځورونه څخه باید مخنیوی شي ترڅو ستونزې هم نورې نه وي.