اپریل 14, 2021

د امیر علي شیر نوای نړیوال کنفرانس؛ د ۱۰ هیوادونو متخصصینو په کې ګډون کړی

Advertisements

په افغانستان کې د تیموریانو دورې سیاستوال, سياست پوه او اديب ، د “امیر علي شیرنوای”  د افکارو لوستلو درې ورځنی نړیوال کنفرانس پرون (چهارشنبه ، د حمل ١٨ چې د اپریل ٧ سره سمون خوري) په هرات ولایت کې پرانستل شو.

دغه کنفرانس د “علي شیر نواي” د زیږون ٥٨٠ کلیزې په وياړ جوړ شوی دى، چې د تنظیم کونکو په وینا د ازبکستان، ترکیې او تاجیکستان په ګډون د سیمې د لسو هېوادونو یو شمېر متخصصین او ” نواي پيژندونکي ” پکې برخه لري.

د پرانیستې مراسمو کې، ولسمشر محمد اشرف غني په خپره شوې ویډیو پیغام کې وویل:

د تمدنونو او سیمو په همکارۍ کې د فرهنګي شخصیتونو او کلتوري شخصیتونو رول مهم دی” .

ښاغلي غني د امیر علي شیر نواي نمانځغونډه “د هېوادونو تر منځ د همکارۍ د مهم فصل پيل نمانځل” وبلل او زیاته یې کړه چې د سیمې هېوادونه کولی شي د سیمه ییزې همکارۍ په رڼا کې د تیر مقام حیثیت او عظمت په ځای کړي. هغه زیاته کړه، چې د ورېښمو لار په اړه د افغانستان لید اقتصادي او کلتوري دی.

په افغانستان کې د ازبکستان ځانګړې استازي “عصمت الله ارګاسوف” د ازبک ولسمشر “میرضياء يویف” پیغام هم ولوست، چې د پیړیو راهیسې د دواړو هېوادونو اړیکې او ملګرتیا او د امکان تر حده یې د دوام او پیاوړتیا ته اشاره کړې وه.

هغه زیاته کړه، چې د ازبکستان او هرات ولایت ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي اړیکې به په نږدې راتلونکي کې پراختیا ومومي، چې دا به د هرات په  ښار کې د ازبک قونسلګرۍ د پرانیستلو لامل هم شي.

د ننني کنفرانس د تنظیموونکو په وينا؛ د “ګوهرشاد بيګم” باغ د بیارغونې چارې به ډېر ژر د ازبکستان هېواد په مالي ملاتړ پيل شي. د “ګوهرشاد بيګم” باغ هغه ځای دى، چیرې، چې د ګوهر شاد بيګم او علي شير نواي زيارتونه دي.

ویل کېږي، چې د ١١ هېوادونو څخه د امیر علي شیر نواي په اړه ٣٠٠ مقالې دې کنفرانس ته رسیدلي، چې په پای کې به خپرې او د کتاب په توګه به په ګډون والو وويشل شي.

امیر علي شیر نواي (په ٨٤٤ ه ق  کال کې  په هرات کې زیږیدلی او  په ٩٠٦ ه ق کال په هرات کې  وفات شو)

د تیموریانو د واکمنۍ پرمهال یو مشهور شاعر، ساینس پوه او سیاست پوه ؤ، او د تیموریانو پاچا، “سلطان حسین بیقره” یو له باوري خلکو څخه و، چې په اوومه او اتمه میلادي پیړۍ کې د نړۍ د مشهورو شخصيتونو څخه شمېرل کېږي.

امیر علي شیر ته منسوب د کتابونو شمېر له ٣٠ څخه تر ٩٠ پورې دي. چې په فارسي،  ترکي او جغتائي ژبو لیکل شوي دي.

امير علي شير نواي  د ترکي او جغتايي ادبیاتو د بنسټ ایښودونکو په توګه هم یاد شوى دى.

امير علي شير نواي په ​​هرات کې زیږیدلی او په هرات کې د ٥١ کلنۍ په عمر سترګې پټې او په هرات کې  ښخ کړل شو.

ذهني نقشه؛ که د ازموینو پرمهال ترې استفاده وکړئ، ښې نمرې به ترلاسه کړئ

لیکوال: عایشه حیدري ، کابل - برخه : ځوانان او زده کړې

Advertisements ذهني نقشه یو ډیاګرام دی چې د نظرونو، فعالیتونو، یا نورو کلیدي ټکو یا مفکورو پورې اړوند توکو د څرګندولو ډیاګرام دی چې دا ډیاګرام د نظرونو او افکارو رامنځته کولو، تنظیمولو، او جوړښت ... نور ولولئ