ګټور ټولنیز کارونه په عبادت کې شمېرل کیږي

په نړۍ کې داسې ډېر اعمال دي چې په عبادت کې شمېرل کیږي؛ هر ټولنیز عمل چې موخه یې خیر او نیکي وي نه  ښودنه او ستاینه هغه په عبادت کې شمېرل کیږي.

هر هغه عمل لکه د یتیمانو اوښکې پاکول، د مظلوم حمایت کول، د غریب انسانانو سره مرسته، ناپوه د زده کړې لپاره مرسته، د هر مسلمان څخه د افتونو لري کول، یا هم هر ژوندي موجود ته ګټه رسول. دا ټوله هغه کارونه دي که موږ له صاف نیت څخه ترسره کړو نو په عبادت کې شمېرل کیږي.

یوازې روژه، لمونځ، ذکر او دعا نده چې ستاسو په عبادتونو کې لیکل کیږي او د دې سبب ګرځي چې د خدای له لوري پاداش واخلئ، بلکې داسې ډېر کارونه دي چې د هغه په وسیله د انسان مرتبه لوړیږي.

حضرت محمد ص فرمایلي: کوم کسان چې د ناروغ عبادت ته ورځي، نو د اسمان څخه غږ کیږي، چې ګامونه او خپله پاک/ه شوې، او جنت کې دې ځای پیدا کړ.

کوم کسان چې لاره کې روان وي، وګوري چې زوزان او شاخې لارې کې پراته دي که هغه لري کړي، نو خدای د هغه څخه منندوی کیږي او ګناهونه یې بخښي.

اسلام نه یوازې دا کارونه ستایي بلکې د هغه پر وړاندې تشویقوي، د هغه ښه کارونو اجر ورکوي.

کله چې یو انسان هر کار په عدل او انصاف سره ترسره کوي هغه په صدقه کې شمېرل کیږي، هر ګام چې د لمونځ په لوري پورته کیږي صدقه ده، هره پاکه او ښه خبر هم صدقه ده.

کله چې یو بوډا یا هر بل انسان چې له یو ځای څخه بل ځای ته مال وړي، که د هغه سره مرسته وکړو نو زموږ دا کار په لمونځ شمېرل کیږي.

د خیر کار ترسره کول د یو کس پوري ندی اختصاص شوي بلکې د ټولو لپاره دی، ځکه د عبادت لړۍ لمن ډېره پراخه ده چې هر انسان کولای شي د خیر کار ترسره کړي؛ همدا د یو مسلمان خیر رسول و بل مسلمان ته عبادت دی چې دا کار خدای ته د نیږدې والي سبب کیږي.

حضرت محمد ص خپل یارانو ته حکایت کوئ: چې یو سپۍ یې لیدلي وو د ډېر تږي والي له لاسه خاوره باندې خوله وهي، حضرت محمد ص هغه بوتلی د څاه سره او اوبه یې ورکړې؛ نو یارانو یې پوښتنه وکړه چې ایا د حیواناتو سره ښه کول هم موږ ته اجر راکول کیږي؟ حضرت محمد وویل: هو هر موجود چې په ځمکې کې وي که ستاسو خیر ورته ورسیږي نو تاسو ته اجر درکول کیږي.




سبا د ټیست نړیوالې اتلولۍ پایلوبه پيلیږي

by محمد صابر حمیدي ، کندهار in سپورټ

د ټیسټ نړیوالې اتلولې پایلوبې ته هند او نیوزیلینډ کرکټ ملې لوبډلو لاره پيداکړې، چې د یادو هیوادونو کرکټ بورډونو یادي پایلوبې ته خپلې لوبډلې اعلان کړې.  د ټیسټ نړیوالې اتلولۍ پایلوبه د کرکټ نړیوالې ... نور ولولئ