د هندي سینما د نوموتې ستورې راني مکرجي فلم (هیټکۍ یا هیچکي) لیدل د ښوونکو او زده کوونکو لپاره ګټور دي. دا فلم چې په ۲۰۱۸ کال کې خپور شوی، په ۱.۷ میلونه ډالره جوړ شوی او بیرته يې ۳۶ میلونه ډالر ګټلي دي. د هندي سینما په تاریخ کې د یوې میرمن لپاره دا دریمه درجه فلم دی، چې ډیرې پیسې يې ګټلي دي.
دا فلم د یو امریکايي لیکوال، ویناوال، استاد او د ښوونځې مدیر (براډ کوهین) په ژوند جوړ شوی، چې پکې د هغه له ماشومتوب نیولې تر تقاعد پورې ټولې برخې شاملې دي. یاد لیکوال یو ډول دماغي ناروغي لري، چې (ټوریټي سینډرم Tourette Syndrome) يې بولي. دا داسې یوه ناروغي ده، چې ناروغ نشي کولای مسلسلې خبرې وکړي؛ بلکې د خبرو په مهال د چچچا چچا او وأ وأ اوزاونه يې له خولې راوځي. دا هیټکۍ ته ورته یو ډول دومداره تکلیف دی.
راني مکرجي په فلم کې د همداسې یوې ښوونکې رول لوبوي، چې په یاده ناروغۍ اخته ده.
د فلم کیسه څه ده؟
رانۍ مکرجي چې په فلم کې نینا ماتور نومیږي، له کوچینوالي په ټوریټي سینډروم ناروغۍ اخته شوې. هغه له څو خبرو وروسته، د چچچا او واع واع اوزاونه کوي. کله چې ماشومه وه، ۱۲ ځلې له بیلابیلو ښوونځیو وشړل شوه او ښوونکو يې فکر کاوه، چې نوموړې په ټولګې کې نورو ته مزاحمت کوي. د ښوونځي مدیر د نوموړې له والدینو وغوښتل، چې هغې ته ځانګړی او یواځې ټولګې جوړ کړي، خو د راني مکرجي مور غوښتل چې هغه باید د نورو عادي نجونو په څیر ښوونځي ته لاړه شي.
بالاخره په یو ښوونځي کې د ښوونځي مدیر موافقه کوي، چې نوموړې ته داخله ورکړي. اغلې راني له ښوونځي فارغیږي او په ښوونه او روزنه او ساینس کې دوه لسانسه اخلي.
د نوموړې پلار غواړي، چې هغه په بانک کې کار وکړي او د خپل یو ملګري په مرسته يې هلته مقرره کړي؛ خو راني غواړي، چې ښوونکې شي. نوموړې ۵ ځلې د ښوونکې دندې ته اپلای کوي، خو د ناروغۍ له کبله يې څوک نه مقروري. بالاخره په ۶م ځل په هماعه ښوونځي کې مقرریږي، له کوم ښوونځې چې دی فارغه شوې.
خو جنجال يې نه خلاصیږي؛ د ښوونځي مدیر یو داسې ټولګی ورسپاري، چې شاګردان يې شوخ، جنګیرک، نشه یان، بې ادبه او له نور ښوونځي جدا دی. هیڅ استاد زړه نه ښه کوي، چې یاد ټولګي ته درس ورکړي.
کله چې راني مکرجي ټولګي ته ځي، لومړی خبره يې دا وه، “زده کړه یواځې د ښوونځي په څلورو دیوالونو او څلورو درسي ساعتونو کې نه کیږي؛ نو د همدې لپاره که اړتیا وه، له ښوونځي بهر هم زده کوونکي ما سره د ټیلفون په زریعه اړیکه نیولی شي.”
زده کوونکو يې ددې د خولې پیښې وکړې؛ د هغې لپاره يې ماته څوکۍ ایښه وه، چې له کیناستو سره سم تري لاندې ماته شوه؛ او زده کوونکو يې ان په دیوالونه پوسترونه نشر کړل، چې استادې ته يې د ضرورت (جنسي خواهش) لپاره هم زنګ وهلی شئ.
خو نوموړې د زده کوونکو ددې بد رويې خیال ونکړ او بیا بیا ټولګې ته راتله. آن یوه ورځ يې زده کوونکو ورته د پلاستیکي بالونونو او د ګوګړو له باروتو بم جوړ کړ او په ټولګې کې يې ځای په ځای کړ، چې ان د ټولګي ښيښې يې ماتې کړې.
د ښوونځي مدیر امر وکړ، چې زده کوونکي دې له ښوونځي وشړل شي او بیا دې هیڅکله ښوونځې ته د داخلیدو اجازه ورنکړل شي؛ خو استادې يې (راني مکرجي) وویل، چې زده کوونکو يې کیمیاوي تجربې لپاره امادګي نیوله او چاودنه رامینځ ته شوې. هغې ټینګار وکړ، چې که د زده کوونکو له پوټینشیل او نوښتونو يې سمه ګټه پورته شي، د ښوونځي لپاره به نیک نامي راوړي.
راني مکرجي د ښوونکي په توګه د خپلو زده کوونکو سره له تیوریکي او کتابي زده کړې سربیره عملي کار هم وکړي. د بیلګې په ډول، نوموړې یوه ورځ د پاربولا (هندسې یوه موضوع) درس ورکاوه. له کوره يې جوش شوې هګۍ راوړې او هر زده کوونکې ته اشتوله. نوموړې وویل، کله چې زه هګۍ ستاسې لور ته اشتوم، او تاسې يې نیسۍ، یو شکل جوړوي، چې دې ته پارابولا وي. او همدا چې ولې بیرته د ځمکې لور ته د پاربولا خط ټیټیږي، دې ته د نیوټن د ځمکې د جازبې قوه وايي.
لنډه دا، چې د راني مکرجي د خپلو زده کوونکو سره ډیر کار کوي او د ښوونځي د ذده کوونکو مشر ته چلینج ورکوي، چې دا ځل به دا صنف خپله خپل ځان کامیابوي او د بهترین زده کوونکو مډالونه به اخلي.
یادې موخې ته د رسیدو په لاره کې، راني مکرجي له خپلو زده کوونکو سره ډیر هڅه کوي. خو یوه ورځ د نوموړې دوه زده کوونکي د بل ټولګي د زده کوونکو د ۶ میاشتو خواري په اوبو لاهوي کوي او د هغوی د ساینس يوه جوړه شوې پروژه ویجاړوي. د همدې لپاره، د ښوونځي مدیر د مکرجي شاګردان له ښوونځي بندوي، خو د مکرجي په سترګو هغوی ته اجازه ورکوي، چې کلنیو ازموینو کې د ګډون لپاره بیا ښوونځي ته راشي. مکرجي د زده کوونکو سره د سیند په غاړه، د سړک په سر او ان په خپل کور کې خواري کوي او ازموینو ته يې اماده کوي.
راني مکرجي باور لري، چې زده کوونکي بد نه دي؛ بلکې ځینې استادان بد دي. د همدې فرضیې د ثابتولو لپاره، مکرجي د خپلو زده کوونکو سره په بیلا بیلو روشونو مرسته او کومک کوي.
دا چې دوی بیا په ازموینو کې څه کوي؟ ناکامیږي که کامیابیږي؟ نقل کوي او که عقل په کار اچوي؟ او ددوې سوالونو د پرچې ایستل څنګه کیږي؟ دا نور په فلم کې وګورئ.