د غوره مدیر اته ځانګړنې

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته
ژباړه: عطامحمد میاخېل

ځینې بریالي کار رامنځته کوونکي وایي، چې اصلي موخه یې «د نړۍ بدلون» او یوه تل پاتې څیز ته رسېدل دي، نه د لوړې ګټې ترلاسه کول، خو له هغوی څخه ډېری یې پر دې باور دي، چې کارمندان تر هر څه ډېر د پیسو لپاره کار کوي. سره بېره پر دې، زما شخصي تجربې او د McKinsey survey یوې نوې تجربې په دې باندې باوري کړم، چې په اوږدمهال کې نامالي محرکونه، له مالي انګېزې څخه ډېر زیات ګټور دي.
د دې لیکنې په دوام په کارمندانو کې د انګېزې د رامنځته کولو په هغو اتو تګلارو رڼا اچوو، چې بریالي رهبران ترې ګټه اخلي.
زه له چارلز ګارسیا (Charles P. Garcia) سره همغږی یم، هغه د سپینې ماڼۍ له اوسېدونکو څخه مدیریتي درسونه (Leadership Lessons of the White House Fellows) تر عنوان لاندې په خپل کتاب کې، انګېزې ته په عجیب ډول له رهبرۍ سره تړاو ورکړی دی. هغه وایي: “کارمندان د سترو مدیران لپاره د پیسو په اندازه، چې د هغوی د پرمختګ لپاره انګېزه بښونکي دي، ارزښت ورکوي.
ګارسیا د کار رامنځته کوونکو او مدیرانو د اصولو یو لیست وړاندې کړی، چې د امریکا له یو شمېر سترو مدیرانو سره د مرکې پر مټ یې ترلاسه کړی دی. دا اصول موږ ته وایي، چې څنګه کولای شو، په سختو او ستونزمنو اقتصادي شرایطو کې، کله چې بودیجه مو هم کمه وي، د کارمندانو روحیه وساتو. وړاندیز کوو، چې تاسو هم دا تګلارې وڅارئ.

۱ ـــ خپلو کارمندانو ته انرژي ورکړئ

هڅه وکړئ، داسې یو مدیر واوسئ، چې هره ورځ د کارمندانو په کار ځای کې مینه او انرژي خپره کړي، نه هغه مدیر، چې یوازې له نورو څخه انرژي اخلي. دا کارمندان دي، چې له تاسو سره یې مرسته کړې ده، چې کار و بار مو د هېواد په سختو او ستونزمنو اقتصادي شرایطو کې په پښو ودروئ، نو اوس یې وخت را رسېدلی دی، چې تاسو هم د هغوی په وړاندې له مثبتې انرژۍ څخه مالامال واوسئ.

۲ ـــ ژوند یوازې کار کول نه دي

مدیران د جسمي، روحي او انرژۍ یوه ستره سرچینه ده، څنګه کولای شو چې دا انرژي لا پسې زیاتې کړو؟ له هغو کسانو سره د پیاوړې اړیکې لرل، چې ورسره مینه لرئ، تل ورزش کول، د سالم ژوند بڼه اختیارول او د ژور فکر لپاره د یوه وخت په پام کې نیول.

۳ ـــ خپلو کارمندانو ته لومړیتوب ورکړئ

هېڅ سازمان له هغو کسانو څخه غوره نه دی، کوم چې اداره کوي یې، حقیقت دا دی، چې کار و بار مو خلک دي، یانې که غواړئ، هغو محصولاتو یا خدماتو ته لاسرسی پیدا کړئ، چې غواړئ وړاندې یې کړئ، باید کار و بار مو له ګمارنې او د کارمندانو له روزنې او مدیریت کولو سره مل وي. که خلک د خپلې بریا لامل وګڼئ، نو د دې لپاره، چې یو ستر مدیر واوسئ، باید په ډېرې ځیرکتیا او دقت سره هغوی ته وګورئ.

۴ ـــ ښه اخلاق ولرئ

په هغه دوران کې چې مطبوعات د مدیرانو په اړه له هغو راپورونو څخه ډک دي، چې ناسم چلند کوي او د کارمندانو او خپل ټیم اړتیاوو ته پام نه کوي. مدیرانه اخلاق کولای شي هغوی ته په انګېزه ورکولو کې اغېزمن وي او سازمان ته مو بریا ور په برخه کړي.

۵ ـــ ښه اړیکه ټینګه کړئ

مدیران په نورو اغېزه کوي، البته دا مسئله د ښې اړیکې له ټینګښت پرته شونې نه ده. که له کارمندانو سره د اړیکې په ټینګښت کې له ستونزو سره لاس و ګرېوان یاست، لومړی په هغوی باندې د اغېز ښندنې لپاره، په خپلو وړتیاوو باندې تمرکز وکړئ، هغه هم د هغو جملو په ټاکلو سره، چې ستاسو د پیغام په لېږد باندې مثبته اغېزه کوي، له هغې وروسته، له مخاطبینو سره د پراخې اړیکې د ټینګښت په ډول باندې ځان پوه کړئ.

۶ ـــ ښه اورېدونکی واوسئ

بریالي مدیران هغه کسان دي، چې هڅه کوي، د خپلو کارمندانو بدني ژبې ته پام وکړي او د خپل ټیم خبرې هم واوري او د هغوی د خبرو ارزښتمنې مانا او تفسیر ته هم پام وکړي.
په یاد مو وي، چې په هر کار و بار کې، کله وخت کارمندان هغه چاته اړتیا لري، چې په یوازې توګه له هغه سره خبرې وکړي؛ هغه څوک چې په بشپړه توګه یې خبرو ته غوږ ونیسي. باید دا  ورته دا ښکاره کړئ، چې تل د هغوی لپاره ښه اورېدونکي غوږونه یاست.

۷ ـــ خپلې ستونزې حل کړئ

د خپلې خونې په پاسنۍ برخه کې دا جمله ولیکئ: “ماته ستونزه مه راوړئ، د حل لاره راوړئ.” په ټول ځواک سره خپل ټیم ته لارښوونه وکړئ او هغوی ته دا ور زده کړئ چې په سختو او ستونزمنو شرایطو کې، خپلې او د سازمان ستونزې حل کړي.

۸ ـــ کارمندانو ته د تجربې د رامنځته کولو او مهارت له لارې لارښوونه وکړئ، نه د رتبې او مقام له لارې

کارمندانو ته لارښوونه وکړئ، وې هڅوئ او له ځان سره یې مل کړئ، په ډاډ سره ویلی شم، چې دا کار به مو د سازمان په ګټه وي، که غواړئ، چې سختو او ستونزمنو شرایطو کې همداسې په پښو درېدلې پاتې شئ او دوام وکړئ، دا هماغه مدیریت دی، چې د خپل سازمان لپاره ورته اړتیا لرئ.
د مدیریت په اصولو او قواعدو کې بدلون نه راځي، خو کله چې د پیسو له کمښت سره مخ یاست، نو دا اصول کولای شي تاسو ته بریا، یا ماتې در په برخه کړي. د دې اتو غیر مالي تګلارو له لارې خپلو کارمندانو ته انګېزه ورکړئ، په دې ترتیب به تاسو هم  له سختو مالي شرایطو څخه روغ او سم تېر شئ.