افغانستان پوهنه ټولنیز ژوند ځوانان او زده کړې ژوند بڼه

ننګرهار: یو استاد د دوو کلونو په تنخوا محصلینو ته د کبانو د روزنې فارم جوړول پیل کړل

لیکنه: بشر درویش

راپور: بشر درویش

د ننګرهار کرنې پوهنځي یو استاد د خپلو دوو کلونو په تنخوا یاد پوهنځي کې د کبانو د روزنې فارم جوړول پیل کړل .

د ننګرهار پوهنتون د کرنې پوهنځي استاد پوهاند ډاکټر رضوان الله نادري د خپل دوه کلونو میاشتنۍ تنخوا باندې چې نږدې یو نیم میلیون افغانۍ کیږي،په یاد پوهنځي کې د کبانو د روزنې د تحقیقاتي فارم جوړول پیل کړل .

د یاد ولایت د رسنیو دفتر ویلي؛ د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال وایي، د دې روزنیز او د کرنې پوهنځي د څېړنیز فارم د نورو برخو په رغولو سره به د محصلینو د عملي زده کړو په برخه کې ګڼې اسانتیاوې او پرمختګونه رامنځته شي .

د وطن معنوي او مادي ابادۍ ارمان

د پوهنتون د کرنې پوهنځي استاد او د یاد فارم جوړونکي پوهاند ډاکتر رضوان الله نادري وویل:

«ننګرهار پوهنتون زمونږ کور دی،د ژوند تر وروستۍ سلګۍ به د دې ملي کور په مادي او معنوي ابادۍ کې خپله مرسته درېغ نه کړي او د پرمختګ لپاره به یې نورې هلې ځلې هم وکړي.»

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د پوهاند ډاکټر رضوان الله نادري څخه مننه وکړه چې په پوهنځي کې د نظري زده کړو ترڅنګ محصلینو ته پخپل لګښت د عملي زده کړو زمینې برابرولو اقدام پیل کړ.

هرکلی

خلکو پر ټولنیزو شبکو د یاد استاد تود هرکلی کړی او مننه یې ترې کړې چې د ملي احساس له مخې یې په دې کار لاس پورې کړ.

خلکو په خپلو غبرګونونو کې ویلي چې په بیلایبلو برخو کې افغان ځوانان عملي زده کړو ته اړتیا لري، چې اسانتیاوې یې له نشت سره مخ دي.

ویل شوي د زراعت په یوه برخه کې به د ننګرهار پوهنتون محصلینو لپاره د یاد فارم جوړول ډیره مرسته وکړي چې عملي زده کړې هم په کې په ښه ډول ترلاسه کړی شي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي

تبصره مو ولیکئ