د قرنطیني شېبو رنګینول

  • ژباړه: نسیمه محمدي

د ارستو په وینا موږ انسانان ټولنیز حیوانات یو. نو اوس چې په قرنطین مجبور یوو، نو څه باید وکړو چې د یوازیتوب او لېونتوب احساس ونه لرو؟
ښه! لومړی څه مو چې ذهن ته راځي، دا دي چې «دا کړکېچ له لاسه مه ورکوه!» که په کافي اندازه خلاق او نوښتګر اوسو، په دې تیاره دوران کې هم د رڼا څرک موندلی شو.
د ژوند نوی طریقې امتحان او هغه لارې چارې پیدا، چې یوازې د بېړنیو حالتونو پورې محدودې نه وي.
هغه کړنې چې لږې مادي او ډېرې مانا لرونکي دي او موږ د خپل چاپېریال او سیارې سره همغږي کوي.
دا بوختیاوې عبارت دي له:
په مجازي توګه د قهوې، سهارنۍ او ماښامنۍ خوړل؛

تمه وه چې نن ماښام زموږ په کور کې ماښامنی وخورو، ویې ویل ستونی یې درد کوي. دواړه په خپلو کورونو کې پاتې او د ویډیو له لارې مو ماښامنۍ وخوړه. زه به دا کړنه له خپل بل دوست سره چې د سرطان ناروغي لري، هم ترسره کړم. هېڅ دلیل نشته چې زه کرونا وایروس ولرم، خو ولې د هغوې د اخته کېدو ګواښ په غاړه واخلم، چې کېدای شي ډېر ژر روغتون ته لاړ شي؟
بایسکل ځغلول؛

د تګ راتګ ټولیز وسایط نور نو امن نه دي. نو ولې لنډ واټن پلي لاړ نشو؟ او د لرې واټن لپاره له بایسکل کار وانخلو؟ همدارنګه دا کار د بدن د غړو د تناسب ساتلو او ورزش کولو لپاره ښه انتخاب دی.
مجازي ورزشي لوبغالي؛

نور نو په ورزشي کلب او لوبغالي کې خولې تویول امکان نه لري. له همدې امله ما، یوګا او کورنۍ پالنې ته مخه کړې. مګر د نورو سره ورزش کول موږ ته ښه راکوي. د همدې لپاره مې خپل د یوګا استاد ته وړاندیز وکړ، چې د مجازي نړۍ له طریقه، ټولګی ولرم. د یادولو ده چې همدا اوس هم په ایټالیا کې خلک دا کار ترسره کوي.
پلي تلل او خبرې کول؛

موږ له کور بهر تګ ته اړتیا لرو، کنه نو د یوازیتوب په تبه به ونیول شو. پلی تګ او قدم وهل د بدن د غړو جوړښت او د فکر کولو لپاره ډېر ښه فعالیت دی. په داسې حال کې چې له دوست سره غږېږو، خپلې تولنیزې اړیکې ساتلی شو. له ملګرو سره باید دوه مټره واټن ولرو او یا هم د موبایل له لارې خبرې وکړو.
د ژور فکر او تأمل لپاره وخت؛

د ځینو کسانو ورځنی ژوند د پلان مطابق وي. باید سهار ماشومان ښوونځي ته یوسي او وروسته په بیړې سره کار ځای لاړ او بې شمېره ایمیلونو ته په یوازې ځان ځواب ووايي، کور ته په راتګ له ډېرې ستړیا بېهوښه وي. یا هم لکه فرانسویان چې وايي: “رېل پټلۍ، کار، خوب” (boulot, dod, metro). د موږکانو دا لوبه ډېره عالي نه ده، خو نوي پلان ته اړتیا لرو.
زه هر سهار د یو ساعت لپاره هر هغه څه چې مې ذهن کې ګرځي، لیکم. دا د دې سبب کېږي، چې د هغې ورځې پیل منظم شي. هر مازیګر هم لږ تر لږه د ورځې درې ښې پېښې، چې واقع شوي لیکم او تشریح کوم یې، چې ولې راته مانا لرونکي دي. دا عادتونه د دې سبب ګرځي، چې د ورځې پیل او پای معلوم او هر هغه څه چې په دې منځ کې ترسره کوم، مرستندویه دي.
دوستانو ته پاملرنه؛

ډېری وخت د ژوند د مصروفیتونو له امله، د ژورو اړیکو پاللو ته پام نه کړو، نو اوس چې وخت لرو د خپل خپلوانو او دوستانو د اړتیاوو او احساساتو په اړه باید فکر وکړو، هڅه مو دا وي چې هغوی خپلو غوښتنو ته ورسېږي… خو له لرې واټن څخه.
له مشرانو سره اړیکه ونیسئ، خو لمس کوئ یې مه!

اکثره زاړه یوازې دي. په دې اضافي وخت کې له هغوی سره باید اړیکه ونیسو. د امریکا د یوه پخواني مخابراتي شرکت شعار وو چې: “له خلکو سره اړیکه ونیسئ او لمس یې کړئ.” ښه سوداګریز اعلان وو، خو په واقعي مانا باید تفسیر نشي. د پاخه عمر لرونکو افرادو سره باید له مجازي لاري وګورو. مور او پلار ته باید زده‌کړو چې واټساپ، «په کور کې مېلمستیا» او سکايپ وکاروي او د پېرلو لپاره له آنلاین شرکتونو ګټه واخلي. شاید دا یې ډېر د خوښۍ سبب شي، چې په آنلاین ډول د سوداګرۍ وړتیا لري.
د کتاب لوستنې مجازي ډلې؛

د قرنطین پر وخت مطالعې ته ډېر وخت لرو، خو ممکن انسان د یوازیتوب احساس وکړي او د فکر او ذهن په جنګولو سره، ښې لارې چارې د نورو سره شریک کړي او د دې یوازیتوب سره مقابله وکړي. کله چې یو کتاب پای ته رسوم، نو د کتاب په اړه خپل افکار لیکم او ملګرو ته یې لېږم. غواړم د هغوی په ډله کې د بحث او مناظرې پېلونکی اوسم. ولې لږ څه لوړ فکر ونه کړو او د کتاب لوستلو لپاره مجازي ډلې جوړې نه کړو!؟
د خپل خواو شا ملګرو سره تازه لیدنه؛

دا په دې مانا نه ده چې څوک مو تر څنګ نشته او ژورې اړیکې نشو لرلای. کرونا وایروس اصلاً له هغو سره چې زموږڅخه لرې ژوند کوي، د لیدلو زمینه برابروي. دا چې اړ یو په ټولنه کې له نورو لرې او واټن وساتو، نور نو توپېر نه کوي چې په لندن، کلکته او یا هم میلان کې اوسو. که د نړۍ په ګوټ ګوت کې له وګړو سره اړیکه ونیسو او خپلې اندېښنې سره شریکې کړو، په نورو وایروسونو بریالي کېږو.
نور کسان به د دې ستړي کوونکي کړکېچ لپاره ډېر په زړه پورې فکرونه ولري. ټول دا وړتیا لرو، چې دا دوران په خوښۍ تېر او د ژوند د امتحانولو لپاره نوې طریقې پیدا کړو.
د دې ټولو سربېره، دا فعالیتونه مرسته کوي، چې په چاپېریال کې د کاربن دای اکساید تولید کم کړو. نو د نوي فرهنګ په جوړولو سره چې لږ ستړي کوونکي او ډېر مانا لرونکي وي، د اصلي ستونزو سره مقابلې ته ودانګو، چې څنګه خپله سیاره له نابودۍ وژغورو.
سرچینه: Independent

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي