د افغانستان په کليو کې اختريز مراسم

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

ليکنه: شپنه سلګۍ
د نړۍ او هيواد خلک تل خپل کلتور او دودونو ته په درنه سترګه ګوري او خپل کلتوري او مذهبي مراسم په معتبره او ښه توګه لمانځي.
زمونږ دغه دودونه او کلتور ډير اوږد تاريخ لري،په دې ليکنه کې مو ځينو هغو اختريزو مراسمو ته لنډه کتنه کړې چې په کليو او بانډو کې پالل کيږي.
اختريز مراسم
اخترونه زمونږ د خلکو د مذهبي خوښيو ورځي دي،په دغه ورځو کې خلک خپلې خوشالۍ لمانځي،نوي اوپاکې جامې اغوندي، د خپلو دوستانو، خپلوانو او ګاونډيانو سره ليدنه او د اختر مبارکي کوي.
د اختر نه دوه درې ورځې مخکې ټولې کورنۍ خپلې واده شوې خویندې لوڼې خپلو کورونو ته راولي چې د اختر شپې ورځې له خپلو میندو پلرونو او خویندو وروڼو سره یو ځای تیرې کړي.
ددغه ورځي ټولنيز ارزښت دادی چې بدبينۍ او خوابدۍ د دوستانو ترمنځ رفع کيږي او د دوستۍ مراندې ټينګيږي،اتفاق او اتحاد کيږي،
د اختر شپه د (مړو دشپې)په نامه ياديږي هره کورنۍ د خپلو مړو ارواح ته د درناوي کولو په خاطر،د خدای په نامه خيراتونه او صدقې کوي او وروسته تر دعا چې د خپلو مړو ارواح ته يې ليږي، خيرات خپلوانو،ګاونډيانو او فقيرانو ته ويشي.
په هره کورنۍ کې ميرمنۍاو نجونې د کور په صفايۍ او پخلي بوختي وي،کيک او کلچې او…….نور څيزونه پخوي.
همدانګه نجونې او ماشومان خپل لاسونه په نکريزو سره کوي،
د اختر په ورځ د اختر ميوه او د چای څښلو لوی تياری نيول شوی وي،لا يې پخوا په ميز او يا دسترخوان غوړولې وي،چې د ميلمنو هرکلی ورته اسانه شي.
په کورنيو کې اکثره د غرمې ډوډۍ د مشرانو سره يو ځای خوړل کيږي.
په ځینو سیمو لا تر اوسه هم دا دود دی چې کلیوال مخکې له مخکې په څو پینډو/ګروپونو ویشل شوي وي او هره پینډه یا ډله په خپل نوبت ټولو کلیوالو ته په بیلو بیلو کورونو کې د دودیزو خوړو بندوبست کوي او کلیوال کور په کور ګرځي په هر کور کې لږه لږه ډوډۍ خوري او د اختر مبارکۍ هم تر سره کوي.
ښځې او نجونې هم ډلې ډلې پر همدغو کورونو ګرځي، ډوډوۍ سره خوري او یوې بلې ته د اختر مبارکۍ وایي.
لا تر اوسه هم په زیاتو سیمو کې ځوانان د اختر په ورځو کې هګۍ جنګوي، ایشول شویو هګیو ته یې تر اختر څو ورځې مخکې ډول ډول ښکلې رنګونه ورکړې وي، البته هګیو ته رنګونه نجونې ورکوي.
د اختر په ورځو کې رواج دی چې کشران د مشرانو لیدو ته ورځي،او هغه نجونې چې کوژدن شوي وي خسرګنۍ ورته برخه او سوغات راوړي.
پخوا به د اخترونو په ورځو کې ډلې ډلې پیغلې او ښځې په ښکلیو جامو او سینګار کې د کلیو هدیرو ته تللې، زیارتونو ته به تللې او په ځینو مشهورو زیارتونو کې به د ډیرو زیاتو سیمو او کلیو ښځې او پیغلې راټولیدلې او له ماسپښینه تر مازدیګره پورې به ټولي ټولي ناستې وې، خوشالۍ به یې کولې.
د اختر مراسم چې مذهبي مراسم دي خو دا په خلکو کې په یو کلتور هم بدل شوي دي.
په ډیرو سیمو کې دا دود دی چې د اختر په لومړۍ شپه ځوانان او ماشومانو مخکې له مخکې د راټولو شویو بوټو کوټې ته اور ورکوي چې میرګن ورته وایي، دا دود د کلیو په لویو میدانونو کې تر سره کیږي او په غرنیو سیمو کې د کلیو سره د نږدې غونډیو پر سر میرګنونه کیږي.
د کوچني اختر په لومړۍ ورځ د سهار تر لمانځه وروسته د افغانستان په ځينو ولايتونو کې، دکلي امام جومات ته میوه/خواږه راوباسي، پر کلیوالو ویشل کیږي او روژه پرې ماتوي، او کلیوال چای، پراټې، کیک او کلچې راوباسي او ټول یې یو ځای پر یوه دسترخوان سره خوري،خو په ځينو ولايتونو کې بيا ټول کسان مسجدونو ته د سهار تر لمانځه وروسته پخې وريجي وړي.
کله چې کلیوال له جوماتونو کورونو ته ولاړ شي، نوي کالي اغوندي او د اختر لمانځه لپاره ورتګ ته تیاری نیسي.
ډلې ډلې ځوانان، سپینږیري او ماشومان عیدګاو ته ځي، عیدګاو ته د ګڼو کلیو او سیمو څخه خلک راټولیږي، د اختر لمانځه تر ادا کولو وروسته د اختر مبارکۍ پیلیږي.
د اخترونو د را رسیدو په مناسبت شاعران اختر ته ځانګړې شوي شعرونه لیکي، سندرغاړي له خوږې او شرنګیدلې موسیقۍ سره ځانګړې اختریزې سندرې ثبتوي، غږیزې او تصویري رسنۍ اختریزې خپرونې چمتو کوي او د اختر په دریو ورځو کې یې خپلو مینه والو ته وړاندې کوي.
په سوشل میډیا هم د اختر ګڼې مبارکۍ خپریږي او د مسنجر، واټساپ او نورو لارو هم دوستان یو او بل ته د مبارکۍ ساده او ډیزاین شوې پیغامونه ليږي.
اختر د ټولو مبارک شه!
که مسافر وي که په خپل وطن کې وينه